World News in Pashto

افغان حکومت: طالبانو په تېره یوه اوونۍ ۴۲ ولسي وګړي وژلي

افغان حکومت پر طالبانو تور لګولی چې په تېره یوه اوونۍ کې یې نږدې یونیم سل ملکي افغانانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.


د افغانستان د ملي امنیت شورا چې د روژې میاشتې له پیله د طالبانو له‌خوا د ملکي وګړو د وژنې په نوم اونیز راپورونه خپروي، نن یکشنبې په یوه بیان کې وايي، طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې ۴۲ ولسي وګړي وژلي او له ۱۰۵ زیات نور یې ټپیان کړي دي.


په بیان کې راغلي چې ولسي وګړو ته ډېری دا مرګ‌ژوبله د سړک د غړې ماینونو په چاودنو، مخامخ جګړو او د طالبانو په هدفي حملو کې اوښتې ده.


طالبانو د افغانستان د ملي امنیت شورا د نننۍ ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي خو مخکې یې دا ادعاوې رد کړې دي.

Читайте на сайте