بلوچستان اپوزیشن: حکومت موږ ته کم، خپلو ته ډېر فنډ ورکوي
د بلوچستان ځيني اپوزیشن ګوندونه تور پورې کوي چې حکومت ورته په تېر مالي کال کې د پرمختیايي کارونو لپاره اعلان کړې پیسې (فنډز) پوره نه دې ورکړې چې له وجې یې په صوبه کې ترقیاتي کارونه سم نه دې شوي.