World News in Pashto

هلمند: سېلابونو ۳ ماشومان مړه کړي

په هلمند کې د طالبانو د حکومت ځایي چارواکو د سېلابونو له امله د ۳ ماشومانو د مړینې خبر ورکړی.


د هلمند لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال محمد قاسم ریاض پرون ناوخته وویل، چې دغه ماشومان د باغران ولسوالۍ دلېجک په کلي کي اوبو وړي او مړه شوي دي.


نوموړی وایي، چې د دغو سېلابونو له امله تر شلو پورې څاروي هم مړه شوي او یوه اندازه کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده.


له څو ورځو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له ورښتونو وروسته راوتو سېلابونو لسګونه تنه مړه او ټپیان کړي، چې تر ټولو زیات تلفات په میدان وردګ ولایت کې رامنځته شوي.


د دې ترڅنګ، سلګونه کورونه هم ویجاړ شوي او په پراخه کچه کرنیزې ځمکې او حاصلات یې له منځه تللي.


د ملګرو ملتونو په تازه راپورونو کې افغانستان د اقلیمي بدلونونو له زیاتو زیان ګالو هېوادونو څخه اعلان شوی.

Читайте на сайте