World News in Pashto
Июль
2023

Новости за 28.07.2023

Pa.azadiradio.com 

د ملي مقاومت مخالفې جبهې په کاپیسا کې د درېیو طالبانو د وژلو ادعا وکړه

د ملي مقاومت په نوم د طالبانو مخالفې جبهې یوځل بیا ادعا کړې چې وسله‌والو یې په کاپیسا ولایت کې درې طالبان وژلي دي. دې جبهې په یوه بیان کې چې نن خپور شو ویلي چې دا طالبان یې تېره شپه د کاپیسا د دویمې حصې په ولسوال کې د عملیاتو پرمهال وژلي. نوموړې جبهې د سه‌شنبې په ورځ هم په نورستان، لغمان او ننګرهار کې د ۳ طالبانو د وژنې او د یو بل د ټپي کېدو ادعا کړې وه چې وروسته طالبانو رد کړه. د افغانستان په ډېری سیمو کې خپلواکو رسنۍ معلوماتو ته لاسرسی نه لري نو ځکه د جګړې د بېلابېلو لوریو د ادعاوو رښتینولي تل له ننګونو سره مخ وي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو امنیت شورا وروستی راپور له حقیقت لرې وباله

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور له حقیقت لرې دي او حکومت يې له القاعده شبکې سره اړیکې نه لري. مجاهد نن پر خپل ټویټر لیکلي، دا ډول راپورونه ناسم دي او القاعده شبکه اوسمهال په افغانستان کې شتون نه لري. مجاهد زیاته کړې، د طالبانو حکومت به هیچاته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد پر ضد وکارول شي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نن په یوه څېړنیز راپور کې ویلي، القاعده شبکې د لوړپوړو طالب چارواکو په ملاتړ د طالبانو د حکومت په دولتي ادارو کې نفوذ کړی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مککال: چین د لیتیم په لټه کې دی او احتمالاً د بګرام هوايي اډې ته هم لاسرسی لري

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال وايي، له افغانستانه د امریکا د ځواکونو وتل په افغانستان کې د بګرام هوايي اډې او لیتیم ته د چین د احتمالي لاسرسي لامل شوي دي. د امریکا د کانګرس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال له افغانستان څخه د امریکا د متحدو ایالتونو پر وتلو یو ځل بیا نیوکې کړې دي. مککال د پنجشنبې په ورځ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د ارزونې په اړه غونډه کې وویل چې له افغانستان څخه د متحده ایالاتو وتل د "مصنوعي مهالوېش... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فوټسال؛ افغانستان له تاجکستان سره سیالي کوي

ټاکل شوې چې د مرکزي اسیا د فوټسال په پيل شویو سیالیو کې افغانستان خپله څلورمه سیالي له کوربه تاجکستان سره ترسره کړي. د فوټبال فدراسیون د خبر پر اساس، دغه سیالي به نن د کابل پر وخت ماښام ۷:۳۰ بجې پیل شي. د مرکزي اسیا یا کافا د فوټسال په پیل شویو سیالیو کې افغان لوبډلې تر دې دمه له قرغزستان او ازبیکستان خپلې سیالۍ ګټلي دي، خو د ایران پر وړاندې یې بیا ماتې خوړلې ده. باید وویل شي چې افغان لوبدله به خپله وروستۍ سیالي له ترکمنستان سره ترسره کوي.

Pa.azadiradio.com 

د ښځينه فوټبال نړیوال جام؛ انګلستان او چین سیالۍ وګټلې

د ښځینه فوټبال نړیوال جام په ترڅ کې نن هم درې سیالۍ ترسره شوې چې انګلستان او چین خپلې سیالۍ وګټلې. د نن ورځې لومړۍ سیالي د ارجنټاین او سویلي افریقا ترمنځ وه چې یو دوه د دوه پر وړاندې په برابره توګه پای ته ورسېده. بل لور ته د ورځې په دویمې سیالۍ کې بیا انګلستان یو د صفر پر وړاندې ډنمارک ته ماتې ورکړه. د نن ورځې درېیمه سیالي د چین او هایټي ترمنځ وه چې د پينالټي شوټ له امله چین یو د صفر پر وړاندې وګټله. باید وویل شي چې د ښځینه فوټبال نړیوال جام د سبا ورځې په سیالیو کې به سویډن د ایټالیا، فرانسه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عاشورا مراسم؛ طالبانو په ځینو ولایتونو کې د مخابراتي شبکو فعالیتونه بند کړي

نن د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د شیعه‌ګانو له‌خوا د محرم د لسمې د عاشورا د ورځې مراسم ترسره شول. یو شمېر ماتم‌کوونکي وایي، مراسم تراوسه په ښه توګه ترسره شوي دي او کومه امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوې. خو یو شمېر نور بیا وايي، د تېر په پرتله سږ کال په دې مراسمو محدودیتونو ډېر وو. د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت بیا، د دغو بندیزونو لامل د یادو مراسمو د ماتم‌کوونکو د امنیت تامینول یاد کړي دي. له بلې خوا د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د مخابراتي شبکو د تنظیم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د عاشورا مراسم؛ موسی: د محدودیتونو له کبله مراسم په ښه توګه نه شو نمانځلی

نن د جمعې ورځ په کابل ښار او ځینو نورو ولایتونو کې شیعه‌ګانو د محرم د لسمې د عاشورا د ورځې مراسم ترسره کړل. تر اوسه ياد مراسم په عادي ډول روان دي او کومه امنيتي پېښه نه ده رامنځته شوې. ځينې ماتم کوونکي ازادی راډیو ته وايي چې سږ کال يې مراسم په امنه فضا کې ترسره کړل او د کومې امنیتي پېښې شاهدان نه وو. په بغلان ولایت کې د عاشورا یو ماتم کوونکي محمد ازادي راډیو ته وویل چې سږ کال خلک کولای شي په امنه فضا کې خپل مراسم ترسره کړي. هغه وايي: "د امنیت ټینګښت د تېرو کلونو په پرتله ډېر ښه دی، ځکه څو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نجونو زده کړو په تړاو د یوه طالب چارواکي تازه څرګندونو غبرګونونه پارولي

په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په اړه د یوه طالب چارواکو د څرګندونو په دوام تازه د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین ویلي، څو چې نجونې په بشپړه توګه اسلامي چوکاټ ته برابرې نه شي نو ښوونځيو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي. محمد یونس راشد دا خبرې تېره ورځ د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د 'ځوانانو د روښانه راتلونکي او فرصتونو' تر سرلیک لاندې په یوه ناسته کې کړې دي. هغه ویلي: "کله چې د امیرالمومنین حکم دوی نه مني، کله چې د امر بالمعروف د محتسبینو په شتون کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ میلیونونه شیعه وګړي د عاشورا مراسم نمانځي

د نړۍ میلیونونه شیعه وګړي نن جمعه د عاشورا مراسم نمانځي. شیعه ګان چې د نړۍ د شاوخوا ۱،۸ میلیارد مسلمانانو په سلو کې لس برخه جوړوي نن په کربلا کې د اسلام د پیغمبر د لمسي امام حسین له شهادت څخه ۱۳۴۰ کاله وروسته د هغه په یاد د ویر مراسم جوړوي. په افغانستان، ایران، پاکستان، عراق، لبنان او نورو هېوادونو کې چې شیعه مسلمانان پکې اوسي، د دې ورځې مراسم له څو ورځو راهیسې پیل شوي دي. په دې مراسمو کې ویرجن کسان تورې جامې اغوندي، تور او سره بیرغونه ګرځوي او د ویر په دود خپلې سینې په لاسونو او ځنځیرونو وهي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیه کې یو ټکسي چلوونکی په ۱۸ کاله بند محکوم شو

روسیه کې یو ټکسي چلوونکی په ۱۸ کاله بند محکوم شو. نن یوې محکمې دغې ټکسي چلوونکي ته چې تېر کال يې په کومسومولسک ان امور ښار کې د ملي ګارډ مرکزي دفتر ته اور اچولی و د ۱۸ کاله بند سزا واوروله. ټکسي چلوونکی چې ولادیمیر زولوتاریوف نومېږي، محکمې يې دا عمل ترهګرۍ ته چمتووالی او د قانون پر پلي کېدونکو برید ګڼلی دی. ټکسي چلوونکي په خپل جرم اعتراف نه دی کړی او ویلي دي چې دا کار یې پر اوکراین د روسیې د یرغل په اعتراض کې کړی دی. د ۲۰۲۱ د فبروري راهیسې له کله چې مسکو پر اوکراین برید کړی دی په ټوله روسیه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هپټایټس یا زیړي نړیواله ورځ؛ تر نهه سوو زرو ډېر افغانان پرې اخته دي

نن د هپټایټس یا زیړي نړیواله ورځ ده. د روغتیا نړیوال سازمان د دې ورځې په مناسبت پر خپل ټویټر، افغانستان کې پر دې ناروغي د اخته کسانو ارقام خپاره کړي دي. د دې سازمان د ټویټ په اساس، په افغانستان کې څه باندې شپږ لکه او اته زره کسان په هپټایټس بي یا تور زیړي او شاوخوا درې لکه او شل زره نور بیا په هپټایټس سي یا زیړ زیړي اخته دي. هپټایټس یو ډول ساري ناروغي ده چې بدن ته له داخلېدو وروسته مستقیماً په ځیګر اغېز کوي. دا ناروغي د ټپونو، د ناروغ د غاښونو د بورس او مسواک د کارولو، د پیچکارۍ د بیا کارولو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې پر تلاسیمیا ناروغۍ ۸۵۰ اخته ماشومان بستر شوي

په کندهار کې د میرویس حوزوي روغتون مسوولان وايي ، په تېر یوه کال کې په دې روغتون کې د تلاسیمیا ۸۵۰ ماشوم ناروغان بستر شوي چې یو شمېر یې د درملنې سره سره مړه شوي دي. د دوی په خبره، په کندهار کې له دغې ناروغۍ سره د مبارزې پر وړاندې د اسانتیاوو نشتوالی یو له ننګونو څخه دی. تلاسیمیا یوه لاعلاجه جنیټیکي ناروغي ده چې په ډېرو ناروغانو کې د وینې د کمښت له امله د ناروغ د مړینې لامل کېږي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا: القاعده د طالبانو حکومت په ادارو کې نفوذ کړی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا راپور ورکړی چې القاعده د لوړپوړو طالب چارواکو په ملاتړ د طالبانو د حکومت په دولتي ادارو کې نفوذ کړی دی. که څه هم پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ له پیل وروسته د طالبانو حکومت په وار وار د القاعده په ګډون له هر ډول ترهګرو ډلو سره اړیکې رد کړي، خو ملګري ملتونه وايي، طالبان او القاعده شبکه لا هم نږدې اړیکي پالي او اوسمهال د دغه شبکې غړي له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو د پرې کولو د ژمنې له امله چې له نړیوالې ټولنې سره یې کړې په افغانستان کې پټ فعالیت کوي. د ملګرو... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پولیس وايي د ټانک اوسېدونکی خالد خان بېټنی یې له غلو ازاد کړی دی

خالد خان بېټني د سیند صوبې په کشمور کې د ګیس په يوه کمپنۍ کې مزدوري کوله چې تېره میاشت وسلوالو وتښتاوه. وروسته یې د هغه يوه ويډيو خپره کړه چې نوموړی یې پکې ځوړند کړی او وايي که پیسې ور نه کړي نو و به یې وژني.

Pa.azadiradio.com 

رینا امیري: افغانستان د ټول ګډونه حکومت جوړولو او د ښځو د حقونو تامین ته اړتیا لري

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو د چارو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو له چارواکو سره تر خبرو وروسته ویلي چې ډېر لوری دا خبره مني چې پراخ بنسټه حکومت او د ښځو حقونه د افغانستان د اقتصادي ثبات، امنیت او سولې لپاره مهم دي. رینا امیري او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ویسټ په دې وروستیو کې په استانه کې د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان له یوشمېر چارواکو سره ولیدل. هغې نن پر خپل ټویټر لیکلي چې د منځنۍ اسیا له چارواکو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

څارنوالانو پر ډونالډ ټرمپ نوي تورونه لګولي

د امریکا پر مخکیني ولسمشر ډونالډټرمپ نوي تورونه لګیدلي او داځل تورن شوی چې محرم اسناد په غیرقانوني ډول یې ساتلي دي. څارنوالان تور لګوي، چې ښاغلي ټرمپ د فدال څارنوالانو د تحقیقاتو پر وړاندې د خنډونو د جوړولو لپاره له یوه کارکوونکي غوښتي و، چې په فلوریډا کې د ده په ملکیت کې د امنیتي کمرې تصویرونه ډیلیټ کړي. په نوې دعوه کې ټرمپ تورن شوی چې د ملي دفاع اړوند معلومات یې په خپل سر ترلاسه او محدود کړي. له دې سره پر هغه جنایي دوسیه نور موارد هم ورزیاتېږي چې په تېره جون میاشت کې د ټرمپ او د هغه د یوه همکار پرضد پرانېستل شوه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا کانګرس: حکومت دې د ناپېژاندو الوتونکو شیانو په اړه شفافیت رامنځته کړي

د امریکا د کانګرس غړو د ناپېژندانو الوتونکو شیانو په اړه د حکومت له لوري د شفافیت غوښتنه کړې. د DPA خبري آژانس د راپور له مخې، جمهوریپال ګلین ګروتمان چې د ناپېژاندو فضايي پدیدو د فرعي کمیټې مشر دی دچارشنبې په ورځ د استازو جرګې په استماعیه غونډه کې شکایت وکړ چې د ناپېژاندو الوتونکو شیانو یا الوتونکو رکیبیو په مسئله کې د شفافیت نشتوالی له څو لسیزو راهیسې په عامو خلکو کې د پراخو اوازو او بحثونو باعث شوی او په نتیجه کې یې پر هغو ادارو د خلکو اعتبار زیانمن شوی چې کار یې د خلکو خدمت اوخوندیتوب دی. ... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پاکستان وايي د هېواد د وګړو له وژونکو او ایین نه منونکو سره خبرې نه کوي

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د جولای پر ۲۷مه د اوونیزې خبري غونډې پر مهال له تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره د مذاکراتو د امکان په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې پر دې موضوع د پاکستان دریځ روښانه دی.

Mashaalradio.com 

د سختې ګرمۍ له وجې اروپايي ځنګلونو کې اور لګېدلی دی

د اروپا په یوشمېر هېوادونو کې په وروستیو ورځو کې د تودوخې درجه رېکارډ کچ ته لوړه شوه چې له کبله یې په ځینو ځنګلونو کې اور ولګېد. په یونان، اېټالیا، کروېشیا او پرتګال کې ګڼ کسان د اور په وژلو بوخت دي او له ځینو کلیو څخه یې خلک هم خوندي ځایونو ته لېږدولي دي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

سوریه: د شیعه ګانو یوه زیارت ته نږدې ۶ تنه په یوه چاودنه کې وژل شوي

د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د شیعه ګانو یوه زیارت ته نږدې په موټرسایکل کې د ځای پر ځای شویو منفجره موادو چاودنې له کبله، لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي دي. پرونۍ چاودنه داسې وخت وشوه، چې نن شیعه ګان د عاشورا د ویر مراسم لمانځي. د سوریې روغتیا وزیر حسن الغباش په یوه اعلامیه کې ویلي، په دې چاودنه کې ۲۶ کسان ټپیان شوي هم دي. چارواکو په لومړیو کې ویلي وو بم په یوه ټکسي موټر کې ځای پر ځای شوی و، خو وروسته یې وویل چې منفجره مواد ټکسي ته نږدې په یوه موټرسایکل کې پټ کړای شوي وو.

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر: له روسي ځواکونو څخه مو خپل یو کلی بېرته نیولی

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي پرون ویلي، د دوی سرتېرو په دونیڅک کې یو کلی بېرته نیولی دی. هغه د دغو سرتېرو دا بریا په خوښیو سره لمانځلې ده. په هغه ویډیو کې چې زلینسکي پر ټولنیزو شبکو خپره کړې ویلي، ستارومایورسکي کلی د ۳۵مې لېوا له خوا بېرته نیول شوی دی. خو د دغې ویډیو کره والی سم د لاسه په خپلواک ډول نه دی تایید شوی دی. دغه کلی چې د استوګنې د یوې ساحې په جنوب کې پروت دی، د هغو ځوابي عملیاتو پر مهال نیول شوی، چې اوکراین د جون میاشتې په لومړیو کې پیل کړي دي. د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هلمند: سېلابونو ۳ ماشومان مړه کړي

په هلمند کې د طالبانو د حکومت ځایي چارواکو د سېلابونو له امله د ۳ ماشومانو د مړینې خبر ورکړی. د هلمند لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال محمد قاسم ریاض پرون ناوخته وویل، چې دغه ماشومان د باغران ولسوالۍ دلېجک په کلي کي اوبو وړي او مړه شوي دي. نوموړی وایي، چې د دغو سېلابونو له امله تر شلو پورې څاروي هم مړه شوي او یوه اندازه کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده. له څو ورځو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له ورښتونو وروسته راوتو سېلابونو لسګونه تنه مړه او ټپیان کړي، چې تر ټولو زیات تلفات په میدان وردګ ولایت کې رامنځته شوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې نن د عاشورا مراسم له یو لړ محدودیتونو سره ترسره کیږي

نن د عاشورا مراسم په داسې حال کې ترسره کېږي چې طالبانو له شیعه ګانو غوښتي چې د محرم مراسم محدود کړي.   سږني مراسم په داسې حال کې اجرا کېږي، چې طالبانو د شیعه ګانو د مراسمو لپاره ځینې محدودیتونه اعلان کړي دي.  په هغو ویډیوګانو کې چې د چهارشنبې په ورځ په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې، د طالبانو د حکومت امنیتي ځواکونه لیدل کېږي چې یو شمېر شیعه ګان تیت پرک کوي.  د طالبانو د حکومت د کابل د امنیه قوماندانۍ ویندوی خالد ځدراڼ پرون (پنجشنبې) په څو ټویټونو کې ولیکل، چې ځینو کسانو د مذهبي مراسمو په پلمه په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان فوتسال لوبډله نن تاجکستان سره لوبېږي

د منځنۍ اسیا د فوتسال سیالیو په دوام،ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوتسال لوبډله نن (جمعه) د تاجکستان له لوبډلې سره مخامخ شي.   د افغانستان د فوټبال قدراسیون له اعلان سره سم، دا سیالي به نن د افغانستان په وخت د ماښام په اووه نیمې بجې پیل شي.  د افغانستان د فوتسال ملي لوبډلې تراوسه دوې سیالۍ ګټلي او یوه بایللې ده.  د منځنۍ اسیا د فوتسال سیالۍ د افغانستان، تاجکستان، ایران، ازبکستان، قرغیزستان او ترکمنستان د لوبډلو ترمنځ په دوشنبې ښار کې روانې دي.