World News in Pashto

د افغانستان فوتسال لوبډله نن تاجکستان سره لوبېږي

د منځنۍ اسیا د فوتسال سیالیو په دوام،ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوتسال لوبډله نن (جمعه) د تاجکستان له لوبډلې سره مخامخ شي.  


د افغانستان د فوټبال قدراسیون له اعلان سره سم، دا سیالي به نن د افغانستان په وخت د ماښام په اووه نیمې بجې پیل شي. 


د افغانستان د فوتسال ملي لوبډلې تراوسه دوې سیالۍ ګټلي او یوه بایللې ده. 


د منځنۍ اسیا د فوتسال سیالۍ د افغانستان، تاجکستان، ایران، ازبکستان، قرغیزستان او ترکمنستان د لوبډلو ترمنځ په دوشنبې ښار کې روانې دي. 

Читайте на сайте