World News in Pashto

په کندهار کې پر تلاسیمیا ناروغۍ ۸۵۰ اخته ماشومان بستر شوي

په کندهار کې د میرویس حوزوي روغتون مسوولان وايي ، په تېر یوه کال کې په دې روغتون کې د تلاسیمیا ۸۵۰ ماشوم ناروغان بستر شوي چې یو شمېر یې د درملنې سره سره مړه شوي دي.


د دوی په خبره، په کندهار کې له دغې ناروغۍ سره د مبارزې پر وړاندې د اسانتیاوو نشتوالی یو له ننګونو څخه دی.


تلاسیمیا یوه لاعلاجه جنیټیکي ناروغي ده چې په ډېرو ناروغانو کې د وینې د کمښت له امله د ناروغ د مړینې لامل کېږي.


نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Читайте на сайте