World News in Pashto

د ښځينه فوټبال نړیوال جام؛ انګلستان او چین سیالۍ وګټلې

د ښځینه فوټبال نړیوال جام په ترڅ کې نن هم درې سیالۍ ترسره شوې چې انګلستان او چین خپلې سیالۍ وګټلې.


د نن ورځې لومړۍ سیالي د ارجنټاین او سویلي افریقا ترمنځ وه چې یو دوه د دوه پر وړاندې په برابره توګه پای ته ورسېده.


بل لور ته د ورځې په دویمې سیالۍ کې بیا انګلستان یو د صفر پر وړاندې ډنمارک ته ماتې ورکړه.


د نن ورځې درېیمه سیالي د چین او هایټي ترمنځ وه چې د پينالټي شوټ له امله چین یو د صفر پر وړاندې وګټله.


باید وویل شي چې د ښځینه فوټبال نړیوال جام د سبا ورځې په سیالیو کې به سویډن د ایټالیا، فرانسه د برازیل او پانامه د جمیکا پر وړاندې سیالۍ وکړي.

Читайте на сайте