World News in Pashto

مجاهد: پاکستان تراوسه څه باندې ۴ لکه افغانان اخراج کړي

په پاکستان کې پر افغان کډوالو د تازه فشارونو له پیل راهیسې څه باندې څلور لکه افغانان اخراج شوي دي.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون دوشنبه له اسوشیتید پریس خبري اژانس سره د راستنو شویو کسانو دغه شمېر شریک کړی دی.


د هغه په خبره ګڼ شمېر دغه کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته را استول شوي دي.


خبر کې راغلي، د پاکستان پولیس د نومبر له لومړۍ نیټې راهیسې کور په کور ګرځي او له کډوالو د هغوی د اسنادو په اړه پوښتنې ګرویږنې کوي.


که څه هم د پاکستان لنډمهالي حکومت ویلي چې یوازې څه باندې ۱۷ لکه بې اسناده افغان کډوال له هغه هېواده باسي، خو ګڼو افغانانو شکایتونه کړي چې د اوسیدو له اسنادو سره سره پر پوله را اړول کیږي.


پاکستان د طالبانو د حکومت او نړیوالو بشري بنسټونو له اندیښنو او غبرګونونو سره سره د نومبر په لومړۍ نیټه د افغان کډوالو د اخراج لړۍ پيل کړې چې لا هم روانه ده.

Читайте на сайте