World News in Pashto
Ноябрь
2023

Новости за 21.11.2023

Mashaalradio.com 

د بشري حقونو فعالانو د جبري لادرکيو ودرولو لپاره مظاهره وکړه

په اسلام اباد کې د بشري حقونو فعالانو او د جبري لادرکو کورنيوو غړيو نن په يو احتجاج کې د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې امنيتي ځواکونه دې د خلکو له غيبولو منع کړي. د نومبر پر شلمه شوی دا پرلت د بشري حقونو دفاع نومي تنظیم (The Defense of Human Rights Pakistan) جوړ کړی وو. د خیبر پښتونخوا د لکي مروت محمود خان د مظاهرې په وخت د خپلو لادرکه وروڼو تصویرونه راخیستي وو. دې پرلت ته د پاکستان ځيني سیاستوال هم ورغلي وو. دوی د جبري لادرکه کسانو کورنيوو ته د ملاتړ ډاډ ورکړ او ويناوې یې وکړې.  هغه غوښتنه وکړه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مجاهد: پاکستان تراوسه څه باندې ۴ لکه افغانان اخراج کړي

په پاکستان کې پر افغان کډوالو د تازه فشارونو له پیل راهیسې څه باندې څلور لکه افغانان اخراج شوي دي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون دوشنبه له اسوشیتید پریس خبري اژانس سره د راستنو شویو کسانو دغه شمېر شریک کړی دی. د هغه په خبره ګڼ شمېر دغه کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته را استول شوي دي. خبر کې راغلي، د پاکستان پولیس د نومبر له لومړۍ نیټې راهیسې کور په کور ګرځي او له کډوالو د هغوی د اسنادو په اړه پوښتنې ګرویږنې کوي. که څه هم د پاکستان لنډمهالي حکومت ویلي چې یوازې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فوربس: په نړیواله کچه د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې ښه پرمختګونه شوي

فوربس مجلې لیکلي ۲۰۲۳ کال کې په نړیواله کچه د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې ښه پرمختګونه شوي. افغانستان او پاکستان د نړۍ په مخ له هغو دوو هېوادونو دي چې لا هم پکې د پولیو ویروس نه دی محوه شوی. پولیو ویروس د انسان عصبي سیستم ته زیان رسوي او د فلج کېدو لامل ګرځي. فوربس مجلې په خپله مقاله کې دا په ښه نیت یاده کړې چې روان کال په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ۱۱ پېښې ثبت شوي، حال دا چې ۲۰۱۹ کال ۱۷۶ او ۲۰۲۰ کال ۱۴۰ پېښې تایید شوې وې. فوربس لیکلي په دې شمېرو سره دا په څرګندیږي چې پولیو په نړیواله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام: له پاکستانه د اېستل کیدونکو کډوالو د ناورین ډېر تاوان افغان ماشومان پرې کوي

د خوړو نړیوال پروګرام WFP وايي، په افغانستان کې د روان بحران دروند بار په داسې حال کې د افغانانو زرګونه کورنۍ په جبري ډول له پاکستانه اېستل کېږي تر ډېره د ماشومانو په اوږدو دی. WFP پرون د ماشوم د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپل اېکس پاڼه په یوه بیان کې لیکلي دي چې دا کورنۍ په داسې یوه وضعیت کې راستنېږي چې هېڅ اسره او د استوګنې لپاره ځای هم نه لري. ملګري ملتونه هرکال د نوامبر ۲۰مه د ماشوم د نړیوالې ورځې په توګه لمانځي. د خوړو نړیوال پروګرام په خپل پروني بیان کې هیله څرګنده کړې چې ماشومان خوندي او روغ، رمټ وي او هېڅکله په وږي نس ویده نه شي.

Pa.azadiradio.com 

اسراییلو غزه کې د حماس ډلې پر ضد عملیاتو ته زور ورکړی

اسراییلو پرون د غزې په تړانګه کې د حماس پرضد چې متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه یې د تروریستي ډلې په توګه پېژني، خپلو عملیاتو ته زور ورکړ. اسراییلي سرتېرو د غزې د تړانګې په یو روغتون کې چې له تېرو څو اونیو راهیسې زرګونه ناروغان او بې ځایه شوې کورنۍ پکې دېره دي او د روغتون په شاوخوا کې د حماس له جنګیالیو سره نښتې وکړې. په روغتون کې دننه یوه روغتیاپال او د غزې د روغتیا وزارت ویلي چې د اندونیزیا په نوم د دې روغتون پر دوهم پوړ یو توغندی ولګېد چې دولس کسان یې ووژل. دواړو سرچینو د دې برید پړه پر اسراییلو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

داوړ: د پاکستان سترې محکمې د افغان کډوالو د اېستلو پر پریکړې غور کوي

د راپورونو له مخې، د پاکستان سترې محکمې منلې ده چې له دې هېواده د لکونه افغان کډوالو د اېستلو د پرېکړې په اړه غور وکړي. د ملي دیموکراتیک غورځنګ مشر او د پاکستان د پارلمان غړي محسن داړو پر اېکس شبکې (پخواني ټویټر) په یوه بیان کې ویلي چې د سترې محکمې له قاضي یحیی اپریدي سره په کتنه کې یې د افغانانو د اېستلو د بهیر د بندولو غوښتنه وکړه چې ومنل شوه او سترې محکمې د دوی دعوې په اړه د بحث ژمنه وکړه. پاکستاني رسنیو هم د نامعلومو سرچینو په حواله دا خبر ورکړی خو ویلي یې دي چې سترې محکمې په دې اړه د بحث لپاره د غونډې نېټه نه ده اعلان کړې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غزه کې ناورین؛ د الشفا روغتون ۲۸ نوي زیږیدلي ماشومان مصر ته لېږدول شوي

د روغتیا نړیوال سازمان WHO پرون اعلان وکړ چې د غزې په الشفا روغتون کې نوي زېږیدلي ۲۸ ماشومان یې د علاج لپاره مصر ته انتقال کړي دي. دا ماشومان د یکشنبې په ورځ د مصر او اسراییلو سرحدي ښار رفح ته ورسول شول څو قاهرې ته له تلو مخکې یې روغتیايي وضعیت وکتل شي. د WHO مشر تیدروس ادهانوم ګیبریسیوس پرون وویل چې ۱۲ ماشومان په الوتکه کې قاهرې ته لېږل شوي دي. د روغتیا د نړیوال سازمان ویاند ویلي دي چې دا ماشومان په جدي ساري ناروغیو اخته شوي دي. د الشفا روغتون ډاکټران وايي له هغه مهاله چې دوی د ساري ناروغیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: افغانستان ته له راستنیدونکو کډوالو سره په کلیوالو سیمو کې د مرستې پلان لرو

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره FAO وايي، افغانستان ته له راستنېدونکو کډوالو سره په کلیوالو سیمو کې د مرستې پلان لري.  که څه هم FAO د هغو ادارو په ډله کې نه ده چې له پاکستانه له راستنېدونکو افغان کډوالو سره په مستقیم ډول مرستې کوي، خو دې ادارې پرون پر ایکس شبکې (پخواني ټویټر) په یو بیان کې ویلي دي چې د راستنېدونکو کډوالو له کوربه کلیوالو ټولنو سره د کرنیز تخمونو، د څارویو د ساتنې او د اقتصاد په نورو برخو کې مرستې ته تیاري نیسي. ملګروملتونو په یوه وروستي راپور کې ویلي چې له پاکستانه ډېری راستنېدونکي کډوال کلیوالو سیمو ته ستنېږي.

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د زنداني مېرمنو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د دوو ادارو نوی پلان

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه او د مخدرو موادو او جنایاتو د مخنیوي اداره د افغانستان په زندانونو کې د بندي ښځو لپاره هم هغه مهال چې بندیانې دي او هم له زندانه تر خلاصېدو وروسته د ملاتړ د یوه تازه ګډ اقدام خبر ورکوي. د ملګروملتونو د ښځو څانګې پرون- د لړم ۲۹مه پر خپله وېبپاڼه خبر ورکړ چې د افغان مېرمنو لپاره د دې سازمان ځانګړې استازې الیسون داویدیان Alison Davidian او د مخدروموادو او جنایاتو د مخنیوي د ادارې استازې انوبها سود Anubha Sood په کابل کې له بندي مېرمنو سره د کتنې پرمهال په دې برخه کې د ګډې همکارۍ ډاډ ورکړ. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

متحدو ایالتونو له اوکراین سره د وسلو او تجهیزاتو نوې مرسته اعلان کړه

متحدو ایالتونو له اوکراین سره د وسلو او پوځي تجهیزاتو د مرستې بله کڅوړه اعلان کړه. د امریکا د بهرنیوچارو وزیر انتوني بلینکین پرون- د نوامبر ۲۰مه په یوه بیان کې وویل چې په نوې مرسته کې به داسې وسلې او پوځي تجهیزات شامل وي چې بیه به یې تر سل میلیون ډالرو پورې رسېږي. په بیان کې راغلي دي چې په دې وسلو کې د HIMARSپه نوم د چټک انتقال وړ توغندیو سیسټم او د هغو مهمات هم شامل دي. ښاغلی بلینکین وایي، داسې مهال چې اوکراین د خپلو ازادو سیمو د بېرته نیولو لپاره هڅه کوي، دا کڅوړه به مرسته ورسره وکړي چې د جګړې په ډګر کې خپلې بېړنۍ اړتیاوې پوره کړي. Читать дальше...