World News in Pashto

د خوړو نړیوال پروګرام: له پاکستانه د اېستل کیدونکو کډوالو د ناورین ډېر تاوان افغان ماشومان پرې کوي

د خوړو نړیوال پروګرام WFP وايي، په افغانستان کې د روان بحران دروند بار په داسې حال کې د افغانانو زرګونه کورنۍ په جبري ډول له پاکستانه اېستل کېږي تر ډېره د ماشومانو په اوږدو دی.


WFP پرون د ماشوم د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپل اېکس پاڼه په یوه بیان کې لیکلي دي چې دا کورنۍ په داسې یوه وضعیت کې راستنېږي چې هېڅ اسره او د استوګنې لپاره ځای هم نه لري.


ملګري ملتونه هرکال د نوامبر ۲۰مه د ماشوم د نړیوالې ورځې په توګه لمانځي.


د خوړو نړیوال پروګرام په خپل پروني بیان کې هیله څرګنده کړې چې ماشومان خوندي او روغ، رمټ وي او هېڅکله په وږي نس ویده نه شي.

Читайте на сайте