د شهید رجايي په بندر کې د چادونې له کبله د وژل شویو شمیر۴۰ او د ټپیان۱۱۴۰ کسانو ته پورته شو
ایراني چارواکي وايي، د شهید رجايي په بندر کې د چادونې او اورلګیدنې په پېښه کې د وژل شویو کسان شمیر۴۰ تنو ته پورته شو.ویل شوي چې په دې پېښه کې ۱۱۴۰ کسان ټپیان شوي دي.د شهید رجايي په بندر کې د اپریل په ۲۶ د شنبې په ورځ زوروه چادونه وشوه چې د پراخې اورلګیدنې سبب شوه.که څه هم تراوسه د دې چادونې علت معلوم نه دی خو ویل کیږي چادونه د خطرناکو کیمیایوي مواد په تاسیسات کې رامنځته شوې ده.د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني پرون ناوخته ویلي، یوه ځانګړې کمیټه د پېښې د لاملونو څیړنه کوي.د ایران لوی مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي د یکشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې هېواد له امنیتي او قضايي چارواکو غوښتي چې په چادونه کې هر ډول " غفلت او بې پروايي" پیدا او وڅیړي.