World News in Pashto
Апрель
2025

Новости за 28.04.2025

Pa.azadiradio.com 

لیلا، هغه ارایشګره چې د طالبانو لخوا له کار منع شوې، اوس په امریکا کې څنګه ژوند کوي؟

لیلا یوه له هغو کسانو څخه وه چې په افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګېدو وروسته بې کاره شوه. هغه په کابل کې سینګارتون درلود. په ۲۰۲۳ کال کې، د طالبانو حکومت د ښځینه ارایشګرو فعالیتونه بند کړل او سینګارتونونه یې ور وتړل. اوس لیلا په متحده ایالاتو کې یو نوی ژوند پیل کړی دی. په دې راپور کې، موږ د هغې ژوند ته یوه کتنه کوو.

Pa.azadiradio.com 

پاکستان ادعا کوي څه باندې ۷۰ هغه وسله وال یې وژلي چې د افغانستان له خاورې د ور اوښتلو په هڅه کې وو

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې په تېرو څلورو ورځو کې یې د شمالي وزیرستان په حسن خیلو سیمه کې لږ تر لږه ۷۰ وسله وال وژلي دي. د پوځ د مطبوعاتو څانګې ای اس پي ار په تازه بیان کې د لږ تر لږه ۱۷ وسله والو او په خپل مخکیني بیان کې د لږ تر لږه ۵۴ وسله والو د وژلو ادعا کړې ده. د پوځ د بیان په اساس د مشکوکو وسلوالو "یوې لویې ډلې" پر ډېورنډ کرښه له "افغانستانه د شمالي وزیرستان حسن خېلو ته د داخلېدو هڅه کوله" چې امنیتي سرتېرو یې مخه ونیوله او په نښته کې يې ووژل. د پاکستان پوځ خبرداری ورکړی چې په سیمه کې به د وسله والو پر ضد د دوی عملیات روان وي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هایلایټ مهم او لنډ خبرونه

پاکستان ادعا کوي څه باندې ۷۰ هغه وسله وال یې وژلي چې د افغانستان له خاورې د ور اوښتلو په هڅه کې وو، ایران کې د پراخې اورلګېدنې او زورورې چاودنې په خاطر نن ماتم اعلان شوی دی. امیرخان متقي د قطر له صدراعظم سره کتلي دي. او چک کې ځوانانو د ګیمونو څخه په الهام یو ډول نمایشي جنګونه وکړل.

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د ښځو برخه وايي د طالبانو له خوا د ښځو سیستماتیکې ځپنې بشري کړکېچ لا زیات کړی

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ښځو سیستماتیکې ځپنې د دغه هېواد بشري بحران لاپسې پراخ کړی دی. د ملګرو ملتونو د ښځو برخې په یوه تحلیلي راپور کې ټینګار کړی چې پر ښځو د طالبانو محدودیتونو زده کړو، روغتیايي خدمتونو، بشري مرستو او په عامه ژوند کې د ښځو د ګډون وړتیا ډېره محدوده کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

ډبلیو اف پي وايي لرو سیمو ته د بشري مرستو الوتنې د بودیجې د کمښت په خاطر ځنډیږي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ډبیلو ایف پي خبرداری ورکړی چې د افغانستان لرو پرتو سیمو ته د دوی د بشري مرستو د الوتکو د لیږد خدمات ښايي د بودجې د کمښت له امله وځنډول شي. دغه بنسټ پرون په خپله اېکس پاڼه اعلان کړی چې د بودجې له کمښت سره مخ دی او په ۲۰۲۵ کال کې د هوا له لارې د مرستو رسولو لپاره ملیونونو ډالرو بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري.

Pa.azadiradio.com 

نن دوشنبه په ایران کې د وروستۍ چاودنې او پراخې اورلګېدنې په خاطر عمومي ماتم دی.

د اپرېل په ۲۶مه تېره شنبه د بندرعباس په شهیدرجايي بندر کې یوه زوروره چاودنه وشوه چې د پراخې اورلګېدنې سبب شوه. د راپورونو له مخې اوروژونکي لا هم په بشپړه توګه د لمبو په مهار او د سیمو په تصفیې نه دي بریالي شوي. لږ تر لږه ۴۶ کسان په دې پېښه کې وژل شوي او تر ۱۲۰۰ زیات ټپيان دي. د دولت د اعلان په اساس د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د ایران رهبر علي خامنه اي له امنیتي او قضايي چارواکو غوښتي چې پېښه په جدي توګه وڅېړي او هر ډول ممکنه بیغوري او عمدي کار چې دا لویه تراژيدي یې سبب شوې په ګوته کړي.

Pa.azadiradio.com 

متقي د قطر له صدراعظم سره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د قطر له صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل‌ثاني سره په دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو خبرې کړي. متقي د ملګرو ملتونو له لوري د دغه سفر لپاره له سفري بندیزونو معاف شوی دی. متقي قطر د ځانګړي ارزښت وړ بللی او ستاینه یې کړې چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په پراخولو کې یې رول ادا کړی. د قطر د صدراعظم په حواله هم راغلي چې له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې مهمې دي او خصوصي سکتورونو باید خپلې اړیکې منظمې وساتي. قطر د طالبانو له بیا واکمنېدو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیې له اوکراین سره جګړه کې درې ورځنی اوربند اعلان کړ

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین نن دوشنبه ( د ثور اتمه) د اوکراین په جګړه کې درې ورځنی اوربند اعلان کړ. ټاکل شوې دغه اوربند د راتلونکې مې میاشتې له نهمې نافذ شي. دغه نیټه د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د شوروي اتحاد د پوځ له خوا نازي جرمنیانو ته د ماتې ورکولو له اتیایمې کلیزې سره برابره ده. د نازي جرمنانو د ماتې جشن، روسیه او اکراین دواړه لمانځي. د کریملین دغه اعلان ته سملاسي اوکراین ځواب نه دی ورکړی. پوتین په همدې اپریل میاشته کې هم د عیسویانو د پاک جشن یا ایسټر په مناسبت له اوکراین سره یو ورځنی اوربند اعلان کړی و.

Mashaalradio.com 

د مهاجرت نړیوال سازمان وايي له پاکستانه شاوخوا ۱۰۰،۰۰۰ افغانان هېواد ته لېږدول شوي دي

د سازمان د افغانستان څانګې د اپرېل پر ۲۸مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي، کاري ډلې یې د بشري مرستو له "شریکانو" سره ورستنېدونکو افغانانو ته "بیړنۍ مرستې" او نورې اسانتیاوې برابروي.

Pa.azadiradio.com 

ځوانان وايي د بیوزلیو له لاسه له پسرلنیو نندارو او سفرونو پاتې دي

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر ځوانان وایي، سره له دې چې د پسرلي موسم دی او د هېواد اکثره سیمې شنې او مېله ځایونه زرغون شوي خو رواني اقتصادي ستونزې یې د مېلو او منظرو مخه نیسي. دوی ازادي راډیو سره خبرو کې وویل که څه خپل کورونو ته نږدې سیمو ته په مېلو او منظرو تللي خو هغه ارمان یی لا په ځای پاتې چې په خبره یې د خپل هېواد بېلابېلو ولایتونو ته ولاړ شي، ځکه د دوی په خبره اقتصادي وسه او د مصارفو توان یې نه لري.

Mashaalradio.com 

د ایران په بندر عباس کې په چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۴۰ ته رسېدلی

د ايران د هرمزګان ولايت په بندر عباس ښار کې په زوروره چاودنه کې د وژل شویو شمېر لږ تر لږه ۴۰ ته رسېدلی او تر ۱،۰۰۰ زیات ژوبل دي.د مشال راډیو ایرانۍ څانګې راډیو فردا ویلي دي چې ولسمشر مسعود پزشکیان د هغې پېښې له کبله د اپرېل پر ۲۸مه په هېواد کې یو ورځنی ملي ماتم اعلان کړی دی. ایرانیو چارواکو لا په "شهید رجايي" بندر کې د اپرېل ۲۶مې چاودنې لامل په اړه وضاحت نه دی ورکړی خو د چارو خپلواکو پوهانو ویلي دي چې ښايي پېښه د سوډییم پرکلورېټ په نوم د یوې کیمیايي مادې، چې د راکټونو او توغندیو د سونتوکي په توګه کارېږي، د ناسم زېرمه کولو له وجې شوې وي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

آی او ام وايي یو لک افغانان د اپرېل له ۴مې له پاکستانه ایستل شوي او مرستو ته سخته اړتیا لري

د کډوالۍ نړیوال سازمان آی او ام وايي د اپرېل له ۴مې یې له پاکستانه راستانه شوي نږدې یو لک افغان کډوال ثبت کړي دي. دغه سازمان په یوه بیان کې ویلي چې له نورو مرستندویو سازمانونو سره په ګډه راستنو شویو افغانانو ته په وخت بیړنۍ مرستې او اړین خدمات وړاندې کوي. آی او ام اندېښنه ښوولې چې د دغو راستنو شویو افغانانو ضرورتونه ډېر دي او د مرستو لپاره نورو بیړنیو منابعو ته سخته اړتیا لیدل کېږي. پاکستان د اپرېل له لومړۍ د افغان تابعیت لرونکو کډوالو را ایستل پیل کړي. ګڼ دغه راستانه شوي وايي چې صحي خدمات ورته نه... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

طالبان وايي هند د افغانستان په بېخبنايي پروژو کې پانګونه کول غواړي

متقي له پرکاشه وغوښتل چې نوی دلی دې د افغانستان او هند ترمینځ د خلکو د "تګ راتګ په برخه کې اسانتیاوې" برابرې کړي او د "سوداګرو په شمول دې ناروغانو او محصلینو ته د ویزو ورکړه عادي حالت" ته وګرځوي.

Mashaalradio.com 

د سوریې کرد مېشته ښار کې ښځې او سړي د امنیت روزنه ترلاسه کوي

د سوریې (شام) په قامشلي ښار کې کرد چارواکي ځايي اوسېدونکي د امنیت او د حملو پر مهال د ځان او خلکو د دفاع لپاره روزي. په هغو کسانو کې ښځې هم شاملې دي چې د وسلوالو کارولو تر څنګ پر پوستو د ګاډو د تالاشي کولو طریقې هم زده کوي. د پخواني ولسمشر بشارالاسد د حکومت له ړنګېدو راهیسې د هېواد په شمال ختیځ کې امنیت خراب شوی دی. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام؛ ښايي د الوتکو له لارې لیرو پرتو سیمو د بشري مرستو لیږد ودروو

د خوړو نړیوال سازمان وايي، احتمال لري د افغانستان لیرو پرتو سیمو د الوتکو له لارې د بشري مرستو رسولو بهیر ودروي. دغه سازمان د یکشنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر لیکلي، په روان ۲۰۲۵ کال کې د الوتکو له لارې د مرستو رسول لپاره لس میلیونو ډالرو بودیجې ته عاجله اړتیا لري، چې اوسمهال د دې بودیجې له کمښت سره مخ دي. تیره اونۍ د خوړو نړیوال سازمان ویلي و، له راستانه شویو کډوالو سره د بشري مرستو لپاره ۲۵میلیونو ډالرو عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

Pa.azadiradio.com 

روسیې تایید کړه چې د اوکرین جګړه کې د شمالي کوریا سرتیري د دې هېواد په ګټه جنګیږي

روسیې د لومړي ځل لپاره تایید کړه چې د اوکرایین په جګړه کې د شمالي کوریا سرتیري د دې هېواد په ګټه جنګیږي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اپریل په ۲۶مه په یوه اعلامیه کې په کورسک سیمه کې د اوکراییني سرتیرو پر وړاندې جګړه کې د شمالي کوریا د سرتیرو "د پام وړ ګډون" څخه مننه کړې ده. د اعلامیې له خپرویدو څو ساعته وروسته پیونګ یانګ هم تایید کړه چې د کوریا د مشر کیم جون اون په امر يې یو شمیر سرتیري روسیه ته استولي دي د روسیې لوی درستیز جنرال والري ګراسیموف د دې هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین ته په یو راپور کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د شهید رجايي په بندر کې د چادونې له کبله د وژل شویو شمیر۴۰ او د ټپیان۱۱۴۰ کسانو ته پورته شو

ایراني چارواکي وايي، د شهید رجايي په بندر کې د چادونې او اورلګیدنې په پېښه کې د وژل شویو کسان شمیر۴۰ تنو ته پورته شو. ویل شوي چې په دې پېښه کې ۱۱۴۰ کسان ټپیان شوي دي. د شهید رجايي په بندر کې د اپریل په ۲۶ د شنبې په ورځ زوروه چادونه وشوه چې د پراخې اورلګیدنې سبب شوه. که څه هم تراوسه د دې چادونې علت معلوم نه دی خو ویل کیږي چادونه د خطرناکو کیمیایوي مواد په تاسیسات کې رامنځته شوې ده. د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني پرون ناوخته ویلي، یوه ځانګړې کمیټه د پېښې د لاملونو څیړنه کوي. د ایران لوی مذهبي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هند غواړي له افغانستان سره اړیکي پراخه کړي، طالبانو يې هرکلی کړی دی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د هند د همکاریو د پراخولو لپاره د لېواتیا ښودلو خبره کړې ده. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دا موضوع د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي او د افغانستان، ایران او پاکستان په چارو کې عمومي مشر انند پرکاش د یکشنبې په ورځ د ثور په ۷مه په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره په کتنه کې مطرح کړې ده. خبرپاڼه زیاتوي، دواړو لورو د دوه اړخیزو سیاسي اړیکو، سوداګرۍ، ټرانزیټ او زیربنایي پروژو په اړه خبرې کړي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ؛ هغه ۵۴وسله وال مو وژلي چې غوښتل يې له افغانستانه شمالي وزیرستان ته واوړي

د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د ۵۴ مشکوکو وسلوالو د وژنې ادعا کړې ده. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر د یکشنبې په ورځ د (اپرېل پر ۲۷مه) پر خپلې وبیپاڼې په بیان کې ویلي، په تیرو دریو شپو کې د مشکوکو وسلوالو "یوې لویې ډلې" پر ډېورنډ کرښه له "افغانستانه د شمالي وزیرستان حسن خېلو ته د داخلېدو هڅه کوله" چې امنیتي سرتېرو یې مخه ونیوله او په نښته کې يې ووژل. د پوځ په بیان کې راغلي، په نښته کې ټول وسلوال وژل شوي خو د سرتیرو د مرګژوبلې په اړه يې جزیات ورکړي نه دي. د پوځ دا ادعا په داسې... Читать дальше...