World News in Pashto

عراقچي اسلام اباد ته ځي

تمه ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د جمعې په ماښام اسلام اباد ته ورسیږي.دا خبره د پاکستان یوې دولتي سرچینې رویټرز ته کړې ده.د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا هم راپور ورکړی چې تمه ده ښاغلی عراقچي د جمعې په ماښام اسلام اباد، مسقط او مسکو ته خپل دوره یي سفر پیل کړي.ایرنا ویلي د عراقچي د سفر هدف دوه اړخیزې خبرې او په سیمه کې د روانو تحولاتو په اړه بحثونه دي.اخوا د امریکا دفاع وزیر پيټ هیګسټ ویلي ایران دا موقع درلوده چې له امریکا سره یوه ښه تړون ته ورسیږي.تمه وه چې تېره اوونۍ اسلام اباد کې د ایران او امریکا دویم دور خبرې وشي خو ایراني پلاوي پکې ګډون ونه کړ او د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي ونس هم اسلام اباد ته سفر ونه کړ.

Читайте на сайте