World News in Pashto
Апрель
2026

Новости за 24.04.2026

Pa.azadiradio.com 

د نړۍخوار خلک د افغانستان په شمول په ۱۰ هیوادو کې ژوند کوي

د ملګرو ملتو په ملاتړ په خپاره شوي کلني راپور کې چې جمعه د ( اپریل ۲۴ مه) خپور شو راغلي دي چې پروسږوکال په ټوله نړۍ کې د خوړو له بحران سره مخامخ له دریو دوه برخې خلک د افغانستان او پاکستان په شمول په لسو هیوادونو کې اوسیدل. د خوړو د بحران په اړه د نړیوال راپور له مخې، چې د ملګرو ملتونو، اروپایي اتحادیې او بشري ادارو د معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی جګړې او نښتې د سختې خوراکي ناامنۍ اصلي علت پاتې شوې دي. د دې ترڅنګ اقلیمي بدلون د لوږې او فقر سبب شوی دی. راپور زیاتوي چې د افغانستان او پاکستان ترڅنګ د بنګله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکایي پلاوی له ایران سره د خبرو لپاره پاکستان ته روان دی

ټاکل شوې ده چې شنبې( د اپریل ۲۵ مه) د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیف ویتکاف او د هغه زوم او سلاکار جراد کوشنر پاکستان ته ولاړ شي. د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لویت فاکس نیوز ته د جمعې په ورځ یو ساعت وروسته تر دې دا خبره وکړه چې سي این این او رویټرز اژانس خبر ورکړ چې سټیف ویټکاف او جراد کوشنر به په اسلام اباد کې د ایران له بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره د سولې خبرې مخته یوسي. بل لور ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په ایکسپاڼه کې پرون ناوخته ولیکل چې اسلام اباد ته ځي.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او منځنۍ اسیا د هیوادو استازیو پر اقلیمي بدلون خبرې وکړې

د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د « غرونه او اقلیمي بدلونونه» په نوم غونډه کې د اقلیمي بدلون اغیزې وارزول شوې، همداراز د اوبو او طبیعي سرچینو د ګډ مدیریت پر مساله بحث وشو او ټینګار وشو چې سیمه ییزه همکاري پياوړې شي. په دې درې ورځنۍ غونډه کې چې د جمعې په ورځ پای ته ورسیده د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هیوادو او یوشمیر نړیوالو سازمانونو استازیو برخه اخیستې وه. د طالبانو د چاپيریال ساتنې د ملي ادارې د رییس مولوي مطیع الحق خالص په مشرۍ یو پلاوی دې غونډې ته ورغلی و. دې ادارې په یوه بیان کې ویلي دي چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ترکیه کې د افغانستان د جمهوري نظام د یوشمیر چارواکو غونډه

د ترکیې په پلازمینه انقره کې یو شمیر افغانانو د جمعې په ورځ د سیمې د تحولاتو او افغانستان په تړاو خبرې وکړې. د دې غونډې یوې ګډونوالې شکریې بارکزۍ ازادي راډیو ته وویل چې دا غونډه د لاجورد یولي په نوم د ترکیې د یوه تحقیقاتي مرکز له لورې جوړه شوې وه. اغلې بارکزۍ زیاته کړه چې په غونډه کې د افغانستان د جمهوري نظام د کابینې او پارلمان د یوشمیر غړیو ترڅنګ ځینو سیاسونو برخه اخیستې وه او دا غونډه تر ډيره اکاډیمیکه وه. د لاجورد یولي مرکز په یوه بیان کې ویلي دي چې افغانستان په وروستیو کلونو کې له ژورو ننګونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره څه باندې ۷۰۰۰ افغانان سعودي عربستان ته رسېدلي

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقاف وزارت د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې تر اوسه د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره اووه زره دوه سوه درې شپیته افغانان مدینې منورې ته انتقال شوې دي. له یوې اونۍ راهیسې دا کسان په الوتکو کې سعودي عربستان ته لېږدیدلي دي. ټاکل شوې ده چې سږکال دیرش زره افغانان له افغانستانه سعودي عربستان ته د اریانا او کام اییر الوتکو له لارې په شپږ نوي الوتنو کې انتقال شي. د حج سږني مراسم د مې په وروستۍ اونۍ کې پیلیږي.

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر په یوه میاشت کې د دوهم ځل لپاره سعودي عربستان ته ولاړ

د اوکراین ولسمشر د جمعې په ورځ سعودي عربستان ته ولاړ. دا د ایران، اسراییل او امریکا د جګړې له پیل راهیسې سیمې ته د ولادیمیر زیلینسکي دوهم سفر دی. زیلینسکي د جمعې په ورځ د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره وکتل او ویې ویل چې د دفاع، انرژي او خوراکي موادو د خوندیتوب په تړاو یې خبرې سره کړې دي. زیلینسکي زیاته کړه چې دواړه لورې هڅه کوي چې لاسلیک شوی امنیتي تړون پراختیا ومومي. د کییف او ریاض ترمنځ نژدې یوه میاشت مخکې د دفاعي همکاریو تړون لاسلیک شوی و.

Pa.azadiradio.com 

پاکستان د چین له لارې منځنۍ اسیا ته نوی دهلېز پرانیستی

د پاکستان-ایران د ټرانزیټي دهلېز له پرانیستلو وروسته، پاکستان د چین له لارې منځنۍ اسیا ته نوی دهلېز پرانیستی دی. د چین او ایران له لارې منځنۍ اسیا ته د پاکستان دا نوي ترانزیټي دهلېزونه د افغانستان پر لارې د خپلې تکیې کمولو په هدف د دې هېواد لپاره نوې لارې بلل کېږي، هغه لاره چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له شخړو او کړکېچونو وروسته بنده شوې ده. خو ایا دا نوي ترانزیټي دهلېزونه د پاکستان لپار بدیل او د اسلام اباد په ګټه د افغانستان څنډې ته کول دي؟

Pa.azadiradio.com 

د سراسري امنیت ادعا؛ د سنوکر فدراسیون مشر چې وسله والو سړي تښتوونکو وژلی وو نن یې مړی خاورو ته وسپارل شو

د افغانستان د سنوکر او بیلیارد فدراسیون مشر وحیدالله اصغري چې څو ورځې مخکې کابل کې وژل شوی وو نن یې مړی خاورو ته وسپارل شو. وحیدالله اصغري تېره سه شنبه د شپې ناوخته په کابل کې نامعلومو وسله والو تر تښتولو وروسته وژلی وو. د اصغري کورنۍ ته دوه ورځې وروسته د هغه مړی سپارل شوی وو. د هغه زوی علي عباس اصغري رسنیو ته ویلي چې د طالبانو حکومت یې باید د پلار د وژنې عاملین ونیسي او سزا ورکړي. د طالبانو امنیتي چارواکو ویلي چې د پېښې عاملین به ونیسي. وحیدالله اصغري له څو کلونو راهیسې د افغانستان د سنوکر او بیلیارد... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عراقچي اسلام اباد ته ځي

تمه ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د جمعې په ماښام اسلام اباد ته ورسیږي. دا خبره د پاکستان یوې دولتي سرچینې رویټرز ته کړې ده. د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا هم راپور ورکړی چې تمه ده ښاغلی عراقچي د جمعې په ماښام اسلام اباد، مسقط او مسکو ته خپل دوره یي سفر پیل کړي. ایرنا ویلي د عراقچي د سفر هدف دوه اړخیزې خبرې او په سیمه کې د روانو تحولاتو په اړه بحثونه دي. اخوا د امریکا دفاع وزیر پيټ هیګسټ ویلي ایران دا موقع درلوده چې له امریکا سره یوه ښه تړون ته ورسیږي. تمه وه چې تېره اوونۍ اسلام... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د منځني ختیځ د شخړې له کبله، د افغانانو شخصي پارسلونه بند پاته او اضافه لګښت پرې راغلی

له افغانستانه نورو په ځانګړي ډول لوېدیځو هیوادونو ته د کارګوګانو لېږد له ستونزو سره مخ شوی. یو شمیر افغانانو ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، له اختر مخکې لېږل شوې توکي یې لا پi لار کې بند دي او مقصد ادرس ته نه دي رسېدلي.

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې پر افغان خبریالانو فشار، دوی له اسنادو سره سره نیول کیږي

د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) وايي، تېرو دوو اونیو کې په پاکستان کې درې افغان خبریالان نیول شوي او بندیان شوي دي. امسو ویلي د دوی له ډلې یوه خبریاله اېستل شوې، یو خبریال او خبریاله لا هم بند کې دي او د پاکستان له حکومته یې دوی د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

د کابل د غېږنیونې جشنواره؛ ۱۶۰ هلکان لوبیږي. نجونې ان جمنازیوم ته هم نه پرېښودل کېږي

کابل د دویزې غیږنیونې د جشنوارې کوربه دی چې د اوه هېوادونو لوبغاړي پکې برخه لري. د کورش، سامبو، رستمي غېږنېونې او کشتنګیرۍ په برخو کې ۱۶۰ لوبغاړي له یو بل سره د لوبې ډګر ته ښکته کېږي. په دغو سیالیو کې د افغانستان، ایران، قرغزستان،تاجکستان،ترکیه،ترکمنستان او ازبکستان استازي لوبېږي. ځینو افغان لوبغاړو په دې سیالیو کې خپل بهرني سیالان مات کړي او نورو پړاوو ته وتلي دي. افغانستان کې داسې وخت د نارینه وو لوبغاړو دا لوبې روانې دي چې نجونې له هر ډول ورزشي فعالیته محرومې دي او ان جمنازیمونو او میدانونو کې د لوبو نندارې ته هم نه پرېښودل کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ پر ایران د اټومي وسلو کارول رد کړل

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران په وړاندې د اټومي وسلو کارول رد کړل. پنجشنبې ناوخته په سپینه ماڼۍ کې د خبرو پر مهال، د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ چې "هیچا ته باید اجازه ورنکړل شي چې د بل چا پر وړاندې اټومي وسلې وکاروي." هغه یادونه وکړه چې د دې کار اړتیا نشته، ځکه چې "موږ دوی په دودیز ډول له منځه وړي دي." په ورته وخت کې، ډونالډ ټرمپ ټینګار وکړ چې که له ایران سره کومه موافقه ونه شي،: «نو هغه به له پوځي لارې خبر خلاصه کړي.» د امریکا ولسمشر په سپينه ماڼۍ کې همداراز د اسراییلو او لبنان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر ټرمپ ویلي له قطر څخه کانګو ته د ۱۱۰۰ افغانانو د استولو له پلانه خبر نه لري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو راپورونو په اړه بې خبري وښوده چې د امریکا حکومت غواړي د قطر له یوه کمپ څخه ۱۱۰۰ افغانان کانګو ته انتقال کړي. ولسمشر ټرمپ تېره شپه سپینه ماڼۍ کې د یوې خبریالې د پوښتنې په ځواب کې وویل چې : "په دې اړه نه پوهېږي خو احوال به واخلي." نیویارک ټایمز تېره اوونۍ راپور ورکړی وو چې امریکا پلان لري د ۴۰۰ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوال د قطر له یوه پوځي کمپه د کانګو دموکراتیک جمهوریت ته ولېږدوي. په « سیلیه » کمپ کې میشت افغان کډوال هم چې له کلونو راهیسې امریکا ته... Читать дальше...