Май
2024

Новости за 10.05.2024

Mashaalradio.com 

له پاکستانه سعودي عرب ته د حاجیانو د تګ بهیر پیل شوی دی

د شرکت وياند عبدالله حفيظ مشال راډيو ته وويل چې د حاجیانو لپاره ځانګړي پروازونه یې د مې له نهمې پیل کړي دي او پر لومړۍ ورځ له کراچۍ، اسلام اباد او لاهوره په ۱۱ الوتکو کې ۲،۱۶۰ زایرین سعودي عرب ته ورسېدل.

Mashaalradio.com 

جمعیت علمای اسلام (ف) او تحریک انصاف پېښور کې احتجاجونه کړي دي

د مې پر نهمه په پېښور کې د جمعیت علمای اسلام (ف) او تحریک انصاف ګڼو غړو او پلویانو جلسې کړې دي. د جمعیت جلسه د هغه احتجاجي تحریک د لړۍ برخه ده چې د ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د فبرورۍ اتمې په عامو انتخاباتو کې د درغلۍ پرضد اعلان کړی وو. نوموړي په خپله وینا کې پر پوځ په سیاست کې د مداخلت پر سر نیوکې وکړې. خو پوځ په بیا بیا ویلي دي چې په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي. د تحریک انصاف پلویانو هم په خپله جلسه کې د انتخاباتي درغلیو پرضد نعرې وهلې. د پاکستان انتخاباتي کمېشن په بیا بیا ویلي دي چې ټولټاکنې بشپړې شفافې، بې پرې او منصفانه وې. Читать дальше...