Май
2024

Новости за 11.05.2024

Mashaalradio.com 

کواټ کې یو فعال افغان نجونو ته مفت تعلیم ورکوي

د خیبر پښتونخوا کواټ ضلعې د افغان کډوالو په کیمپ کې یو مدني فعال الله میر میاخېل په خپل کور کې هغو نجونو ته تعلیم ورکوي چې ښوونځیو ته نه ځي. میاخېل وایي، غواړي چې د هلکانو ترڅنګ نجونه هم د زده کړو مساوي حقونه ولري. د ده په خبره، له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې نجونو ته تر درېیم ټولګي پورې بنیادي تعلیم ورکوي. هغه وایي، د کډوالو په هغه کیمپ کې تر ۵۵،۰۰۰ پورې کډوال اوسي چې پکې د نجونو یوازې دوه ښوونځي دي. دی وايي چې ډېری نجونه ځکه هغو ښوونځیو ته نه شي ورتللای چې کورونو یې لیرې دي. ویډيويي راپور.