چارواکي: په ننګرهار کې ۲۷داعش وسله وال وژل شوي
د ننګرهار ولایت په مختلفو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو په وروستیو تهاجمي عملیاتو کې ۲۷ داعش وسله وال وژل شوي دي. په ختیځ کې د سېلاب قل اردو قوماندان نن وویل دا داعشیان په بټیکوټ، رودات، هسکې مېنې او دوربابا ولسوالیو کې وژل شوي دي. دا عملیات د افغان امنیتي ځواکونو پلې او هوايي قواو کړي دي. سېلاب قل اردو وايي، د دې عملیاتو په نتیجه کې د داعش ډلې مهم پټن ځایونه هم په نښه شوي دي.