اسلاماباد کې د افغانستان سفارت: افغان کډوال هيڅکله پاکستان کې په سیاسي فعالیتونو کې ښکېل نهدي
د پاکستاني چارواکو له ادعا وروسته چې ویلي یې وو، افغانانو په پاکستان کې په وروستیو مظاهرو کې برخه اخیستې وه، په اسلاماباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت وايي، چې افغان کډوال، هيڅکله په پاکستان کې په سیاسي فعالیتونو یا جنایي پېښو کې ښکېل نهدي. دغه سفارت تېره شپه پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) په یوه بیان کې ویلي چې، د پاکستاني چارواکو څرګندونې، په افغان کډوالو کې د پام وړ اندېښنو سبب شوې دي. وړاندې راغلي، افغان کډوال اندېښمن دي چې ښايي، یو ځل بیا د پاکستاني پولیسو لهخوا وځورول شي او له ناوړه چلند سره به مخامخ شي. Читать дальше...