یوناني چارواکي: په لیمنوس ټاپو کې دوه کسان د توفانونو له کبله مړه شوي
د یونان چارواکو پرون یکشنبه اعلان وکړ چې په لیمنوس ټاپو کې دوه کسان د توفانونو له کبله مړه شوي دي. د دوی په وینا، توفانونه په ردس ټاپو کې د سړکونو او ودانیو د تخریب سبب شوي دي. په لیمنوس کې دوه سړي وروسته له هغې مړه شول چې د ملکي خوندیتوب د خدماتو ادارې د یونان په شمال ختیځ، پلازمېنه اتن او په شاوخوا سیمو کې د بارانونو او سختو بادونو خبرداری ورکړ. د بورا په نوم دغه توفان د شنبې په ورځ یونان ته ورسېد او اټکل کېږي چې تر سې شنبې پورې به د یونان په شمال او شمال لوېدیځ کې درنه واوره هم وشي. د... Читать дальше...