له ایران او پاکستانه ۷۸ کورنۍ افغانستان ته ستنې کړل شوې
افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان څخه د اته اویا (۷۸) کورنیو د ستنېدو خبر ورکړل شوی دی. باختر خبري اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی نن شنبه خبر ورکړی، چې «پرون د تورخم له لارې۴ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۱، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۵ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۳۸ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.» په دغه خبر کې نه دي ویل شوي چې دغه کورنۍ په خپله خوښه ستنې شوي، که په جبري ډول افغانستان ته ایستل شوي دي. پاکستان د ۲۰۲۳م کال د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د بې اسناده... Читать дальше...