د شاتو ۲۵۰ میلیونه مچۍ ازاده شوي
د امریکا په واشنګتن ایالت کې د شاتو شاوخوا ۲۵۰ میلیونه مچۍ د یوې لارۍ د ټکر له امله ازادې شوي دي. پولیسو له خلکو غوښتي چې ځانونه له دې مچیو وساتي. په دې وروستیو کې په واشنګټن ایالت کې د شاتو په مچیو بار لارۍ له سړک واوښته او ولوېده. په سیمه کې سړکونه، چې له کاناډا سره پوله لري، تړل شوي دي. د مچیو د پالنې متخصصین د سیمې د پاکولو لپاره کار کوي. ځینې مچۍ پالونکي یوازې د شاتو د تولید لپاره کار کوي، مګر ډیری نور خپلې مچۍ بزګرانو ته په کرایه ورکوي. بزګران د خپلو فصلونو د ودې لپاره له مچیو څخه کار اخلي.