غني: د پوهنتونونو او ښوونځیو فضا باید مناسبه او له تعصبه پاکه وي
افغان ولسمشر د لوړو زدهکړو د مؤسسو او د ښوونځیو له استادانو وغوښتل چې د محصلانو او زدهکونکو په تېره بیا د نجونو زدهکونکو ښوونې او روزنې ته زیاته پاملرنه وکړي.
د ولسمشر په وینا دا مسئله د نجونو په ژوند کې ستر بدلون رامنځته کولای شي.
اشرف غني چې پرون چهارشنبهیې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۲» په ارګ کې د یو شمېر پوهنتونونو او د ښوونځیو استادان او مسؤلین د روژه ماتي لپاره وربللي وو، دغهراز غوښتنه وکړه چې د افغانستان د پوهنتونونو او ښوونځیو فضا باید مناسبه او له تعصبه پاکه وي.
ولسمشر په دې کتنه کې بیا په دې ټینګار وکړ چې د استادانو او ښوونکو د هستوګنې مسئله ډېره مهمه بولي او پر هغې ډېر غور کېږي.