World News in Pashto
Май
2018

Новости за 24.05.2018

Pa.azadiradio.com 

د جرمني صدراعظمه له خپل چینايي سیال سره پر سوداګرۍ غږېږي

د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل نن د چین له صدراعظم لي کيکيانګ سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په اړه خبرې وکړې. دا په داسې حال کې ده چې د ايران له اټمي تړونه د واشنګټن له وتلو وروسته د سوداګرۍ په برخه کې اندېښنې راپورته شوې دي. مېرکل له بشري حقونو نيولې تر ساينس او ټکنالوژۍ پورې پر دوامداره سلا مشورو ټينګار وکړ. ټاکل شوې ده چې مېرکل نن وروسته د چين له ولسمشر شي جين پېنګ سره هم وګوري. وروسته له هغه چې مېرکل خپل نوی حکومت جوړ کړ، دا چین ته د دې لومړی سفر دی او تر دې مخکې دا امریکا او روسیې ته هم تللې ده.

Pa.azadiradio.com 

امریکا یو ډومېن نیولی چې غوښتل‌يې يوه لويه انټرنټي حمله وکړي

د امريکا د عدليې وزارت وايي، پر انټرنټ‌يې يو ډومېن نيولی چې د روسیې د پوځ له استخباراتو سره د تړلي هک‎کرانو پر يوې ډلې یې کنټرول درلود او غوښتل‌يې يوه لويه انټرنټي حمله وکړي. د دغه وزارت په وينا، ډېر احتمال شته چې دا انټرنټي حمله په اوکراین کې شوې وی. د عدليې وزارت په وينا، د چهارشنبې په ورځ د امریکا د دغه اقدام هدف دا وو چې د يوې داسې خطرناکې حملې مخه ونیسي چې ښايي د نيم میليون اغېزمن شویو کمپيوټرونو له طريقه هک‎کرانو لويې انټرنټي حملې کړې وی او مهم معلومات‌يې غلا کړي وی. د اوکراين امنیتي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کندز کې د موټرو د تورو شیشو سپینولو کمپاین پیل شوی

په کندز کې د امنیتي وضعیت د لا ښه‌والي او په ښار کې د جنایي جرمونو، د وسله‌والو غلاوو او د سړي تښتوونکو پېښو د مخنیوي په هدف یو ګډ پوځي کمېسیون د موټرو د تورو شیشو پاکولو او له غیر مسؤله وسله‌والو څخه د ناقانونه وسلو راټولو کمپاین پیل کړی دی. په کندز کې مېشت د کابل د «۱۱۱» د چټک غبرګون فرقې د لومړي کنډک قوماندان ډګرمن جان آقا چې د دغه کمېسیون مشري په غاړه لري وايي، دوی د څلورو ورځو راهیسې د کندز په ښار کې د څه باندې ۳۰۰ عرادې موټرو تورې شیشې سپینې کړي او له غیر مسؤله وسله‌والو څخه‌یې هم یوه اندازه بېلابېله ناقانونه وسلې راټولې کړې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سرپل د سوزمه قلعه ولسوالۍ پر دوو پوستو حملې پيل شوي

د سرپل ولايت د سوزمه قلعه ولسوالۍ پر چکاب او يخ تپه امنيتي پوستو وسله‎والو طالبانو حملې پيل کړې دي. دولتي چارواکو دا خبره تأييد کړې او وايي، پرون ماخوستن وسله‎والو طالبانو د ولسي پاڅون کوونکو او عامه نظم د پوليسو پر دوو پوستو حملې کړي چې د پولیسو او پاڅون‎والو له مقاومت سره مخامخ شوې. نښتو د سهار تر څلورو بجو دوام وکړ او دواړو لورو ته د تلفاتو راپور ورکړل شوی. د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي نن پنجشنه ازادي راډيو ته وويل چې په دغو نښتو کې دوه ولسي پاڅون‎وال وژل شوي او څلور ټپيان دي او درې طالبان وژل شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ارزګان چارواکي: د یوه طالب مشر په ګډون ۷ طالبان وژل شوي

د ارزګان ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې تېره شپه د نښتو پر مهال د یو طالب ملا حمیدالله په ګډون ۷ وسله‎وال طالبان وژل شوي دي. په ارزګان ولایت کې د ملي پولیسو د لومړي عملیاتي کنډک قوماندان ملک زین الله نن پنجشنه ازادي راډيو ته وویل چې دغه وسله‎وال طالبان د ترینکوټ ښار اړونده په شامنصورو سیمه کې هغه مهال ووژل شول کله چې یې په یاده سیمه پر مېشتو امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې وروسته د افغان امنیتي ځواکونو د کلک مقاومت سره مخامخ شول. نوموړی وايي، د دوی شمېر چې لسګونه ته رسېده، غوښتل یې چې یادو پوستو ته سقوط ورکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان چارواکي: د یوه طالب مشر په ګډون ۷ طالبان وژل شوي

د ارزګان ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې تېره شپه د نښتو پر مهال د یو طالب ملا حمیدالله په ګډون ۷ وسله‎وال طالبان وژل شوي دي. په ارزګان ولایت کې د ملي پولیسو د لومړي عملیاتي کنډک قوماندان ملک زین‌الله نن پنجشنه ازادي راډيو ته وویل چې دغه وسله‎وال طالبان د ترینکوټ ښار اړوند په شاه منصورو سیمه کې هغه مهال ووژل شول کله چې یې په یاده سیمه پر مېشتو امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې وروسته د افغان امنیتي ځواکونو د کلک مقاومت سره مخامخ شول. نوموړی وايي، د دوی شمېر چې لسګونو ته رسېده، غوښتل‌یې چې یادو پوستو ته سقوط ورکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په غزني ښار کې په یوه غلچکي برید کې دوه سرتېري وژل شوي

د غزني ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، په غزني ښار کې په یوه غلچکي برید کې یو پولیس او یو د ملي اردو سرتېری وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. د امنیه قوماندانۍ ویاند روح‌الله منصوري نن پنجشنبه ازادي راډيو ته وویل چې دغه سرتېري تېره ورځ ناوخته د غزني ښار د پل حیدر اباد او د ښار په یو شمېر نورو سیمو کې ویشتل شوي دي. نوموړی وايي، وسله‌وال له سیمې په تېښته بریالي شوي، خو په خبره‌یې چې د نیولو هڅې یې پیل شوې دي. تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د یادې پېښې پړه پر غاړه نه‌ده اخیستې.

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان چارواکي: په چوره کې ۸ امنیتي ځواکونه او ۱۶ طالبان وژل شوي

د ارزګان په چورې ولسوالۍ کې تېره شپه په وسله‎واله جګړه کې اته امنیتي ځواکونه او ۱۶ طالبان وژل شوي دي. د چورې ولسوال امین‎الله خالقي نن پنجشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۲» ازادي راډيو ته وویل، جګړه تېره شپه د ولسوالۍ په یو شمېر امنیتي پوستو دوه بجې پیل شوه او تر سهاره‌یې دوام درلود. ولسوال وايي، په نښته کې ۴ پولیس او ۴ د ملي اردو نور سرتېري هم ټپیان دي. خالقي زیاته کړه، د دوی د معلوماتو له‎مخې په نښته کې ۱۶ طالبان وژل شوي او زیات شمېر نور هم ټپیان دي چې وسله‎والو طالبانو پلان درلود چې یادې ولسوالۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د يوې نښتې له امله په کندهار کې ۲ پوليس او ۴ وسله‎وال وژل شوي

تېره شپه د يوې نښتې له امله په کندهار کې دوه پوليس او څلور وسله‎وال وژل شوي دي. د کندهار د والي ویاند داوود احمدي وایي چې وسله‎والو تېره شپه ۷ بجې د کندهار د سپين‎بولدک ولسوالۍ د لويې لارې د پښ پر پوستې بريد وکړ چې د امنیتي ځواکونو په متقابل بريد کې څلور وسله‎وال ووژل شول. احمدي وویل چې په جګړه کې دوه پوليس هم وژل شوي او دوه نور ټپيان دي. نوموړي وویل چې دې جګړې د شپې تر درېيو بجو پورې دوام درلود. بل‎خوا د ۲۰۵ اتل قول اردو له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې د دوو وسله‎والو د وژل کېدو خبر ورکول شوی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مقداد: د ایران په اړه د امریکا غوښتنه په اجنډا کې نه‌ده شامله

د امریکا هغه غوښتنه چې ایران باید له سوریې ټول سلاکاران او متحد ځواکونه وباسي، په اجنډا کې نه‌ده شامله او نه هم پرې بحث کېږي. دغه څرګندونې د سوریې د حکومت یوه لوړپوړي چارواکي د روسیې دولتي رسنیو ته کړې دي. د سوریې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر فیصل مقداد د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۲» د ریا نووسټي او سپوټنیک رسنیو ته وویل، دا چې ایراني ځواکونه یا حزب‌الله دې له سوریې ووځي یا دې پاتې شي، د بحث وړ موضوع ځکه نه‌ده چې دا مسئله د سوریې په حکومت پورې اړه لري. هغه زیاته کړه چې ټول دغه ځواکونه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غني: د پوهنتونونو او ښوونځیو فضا باید مناسبه او له تعصبه پاکه وي

افغان ولسمشر د لوړو زده‎کړو د مؤسسو او د ښوونځیو له استادانو وغوښتل چې د محصلانو او زده‎کونکو په تېره بیا د نجونو زده‎کونکو ښوونې او روزنې ته زیاته پاملرنه وکړي. د ولسمشر په وینا دا مسئله د نجونو په ژوند کې ستر بدلون رامنځته کولای شي. اشرف غني چې پرون چهارشنبه‎یې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۲» په ارګ کې د یو شمېر پوهنتونونو او د ښوونځیو استادان او مسؤلین د روژه ماتي لپاره وربللي وو، دغه‌راز غوښتنه وکړه چې د افغانستان د پوهنتونونو او ښوونځیو فضا باید مناسبه او له تعصبه پاکه وي. ولسمشر په دې کتنه کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بغداد په یوه پارک کې انتحاري حملې ۴ تنه ووژل

د عراق د پلازمېنې بغداد په یوه پارک کې نن پنجشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۳» سهار په یوه ځان‎وژونکي حمله کې د پولیسو د یوه افسر په ګډون لږ تر لږه څلور تنه ووژل شول. د امنیتي چارواکو او د سیمه‎ییزو رسنیو د راپورونو له‎مخې په دغې حمله کې چې د بغداد په جنوب لوېدیځ «الشوله» سیمه کې وشوه، ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي. د السومرية ټلوېزیون د یوې امنیتي سرچینې له قوله وویل چې عراقي پولیسو د «ثقلوییه» پارک ته د دغه ځان‎وژونکي د ننوتو مخه ونیوله چې هغه د پارک په دروازه کې ځان ته چاودنه ورکړه. د روژې په میاشت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

"م. م": حزب‎الله دې لبنان او سوریه کې له هر ډول فعالیته لاس واخلي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي له حزب‎الله ډلې چې د ایران نږدې متحده ده وغوښتل چې په لبنان، سوریه او د سیمې په نورو ځایونو کې پوځي فعالیتونه پای ته ورسوي. د لوېدیځو رسنیو د راپورونو له مخې انتونیو ګوترش په هغه راپور کې چې تېره اوونۍ یې د ملګرو ملتونو امنت شورا ته استولی و، ویلي چې هغه پوځي وړتیا چې حزب‎الله‌یې د لبنان د حکومت له کنټروله بهر لري، د اندېښنې وړ ده. ټاکل شوې چې امنیت شورا نن پنجشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۳» د ګوترش د دغه راپور په اړه بحث او خبرې وکړي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي له دغې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

«م.م»: حزب‎الله دې لبنان او سوریه کې له هر ډوله فعالیته لاس واخلي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي له حزب‎الله ډلې چې د ایران نېژدې متحده ده وغوښتل چې په لبنان، سوریه او د سیمې په نورو ځایونو کې پوځي فعالیتونه پای ته ورسوي. د لویدیځو رسنیو د راپورونو له مخې انتونیو ګوترش په هغه راپور کې چې تېره اوونۍ یې د ملګرو ملتونو امنت شورا ته استولی و، ویلي چې هغه پوځي وړتیا چې حزب‎الله یې د لبنان د حکومت له کنټروله بهر لري، د اندېښنې وړ ده. ټاکل شوې چې امنیت شورا نن پنجشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۳» د ګوترش د دغه راپور په اړه بحث او خبرې وکړي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي له دغې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جنرال مېلر به افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان وټاکل شي

تمه ده چې ډګر جنرال سکاټ مېلر په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو او د غوڅ ملاتړ د ماموریت عمومي قوماندان وټاکل شي. یو شمېر امریکایي رسنیو د ځینو چارواکو په وینا چې نومونه‎یې نه‎دي اخېستي دا خبر ورکړی دی. د ۲۰۱۶ میلادي کال د مارچ له میاشتې را په‎دې خوا جنرال جان نیکلسن په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان دی. که سپینه ماڼۍ جنرال مېلر ته دا دنده سپاري، نو د امریکا د سنا تأیید ته هم اړتیا لري. جنرال مېلر اوس د امریکا د پوځ د ځانګړیو سري عملیاتو قوماندان دی. که چېرته مېلر په افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مایک پومپئو: د ۲۰۱۸ په انتخاباتو کې د روسیې مداخله نه‌شو زغملی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، روان میلادي کال به د امریکا د کانګرس په انتخاباتو کې د روسیې مداخله ونه‎زغمي. مایک پومپئو پرون چهارشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۲» د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو چارو د کمېټې استماعیه غونډې ته وویل: "موږ د امریکا د کانګرس د ۲۰۱۸ میلادي کال په انتخاباتو کې د روسیې مداخله نه‎شو تحمل کولی. ډېرې هڅې شوي او ډېرې به وشي. څه شی چې باید ترسره شي هغه دا دی چې د روسیې د روانو هڅو په وړاندې مناسب تدابیر ونیول شي." د امریکا ځینو استخباراتي سرچینو د تېرمیلادي کال د جنوري... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پامپیو: د کانګرس په انتخاباتو کې به د روسیې مداخله ونه‌زغمو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، روان میلادي کال به د امریکا د کانګرس په انتخاباتو کې د روسیې مداخله ونه‎زغمي. مایک پامپیو پرون چهارشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۲» د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو د کمېټې استماعیه غونډې ته وویل: "موږ د امریکا د کانګرس د ۲۰۱۸ میلادي کال په انتخاباتو کې د روسیې مداخله نه‎شو تحمل کولای. ډېرې هڅې شوي او ډېرې به وشي. څه شی چې باید ترسره شي هغه دا دی چې د روسیې د روانو هڅو په وړاندې مناسب تدابیر ونیول شي." د امریکا ځینو استخباراتي سرچینو د تېر میلادي کال د جنورۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اسلامي همکاریو سازمان په کندهار کې خونړۍ چاودنه غندلې

د اسلامي همکاریو د سازمان رئیس یوسف العثیمین په کندهار کې د سې شنبې د ورځې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۱» خونړۍ چاودنه په کلکو ټکو وغندله. د کندهار ښار په ۱۴مه امنیتي حوزه کې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۱» هغه وخت په یوه سرای کې چاودنه وشوه چې د ملي امنیت ځواکونو له بمونو ډک یو موتر نیولی و. په‎دې چاودنه کې ۲۱ کسان ووژل شول او ۴۰ تنه ټپیان شول. په هغه بیان کې چې د اسلامي همکاریو سازمان پرون چهارشنبه خپور کړ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۲» له لویه سره په‎کې په افغانستان کې وروستي خونړي او ځان‎مرګي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روسيې يوې محکمې د ناوالني د استېناف غوښتنه رد کړه

د روسيې يوې محکمې د روسيې د مخالف سياستوال الکسي ناوالني د استېناف غوښتنه رد کړه. د استېناف دغه غوښتنه د هغه ٣٠ ورځني بند په تړاو شوې وه چې د ولسمشر پوتين  پرخلاف په ملي سطحه د مظاهرو د تنظيم په تور ناوالني ته اورول شوې وه. د مسکو ښار يوې محکمې پرون چهارشنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۲» د استېناف غوښتنه په داسې حال کې رد کړه چې اته ورځې مخکې د ناوالني د بندي کېدو امر وشو. قاضيانو وويل، ناوالني د مظاهرو او عامو اعتراضونو د تنظيم له اصولو سرغړونه کړې ده. ناوالني پر ځان لګېدلي تورونه شرموونکي بللي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د مقدونيا يوې محکمې نیکولا ګرویفسکي په ۲ کاله بند محکوم کړ

د مقدونيا يوې محکمې پخوانى محافظه کار صدراعظم نیکولا ګرویفسکي د اداري فساد له کبله په دوه کاله بند محکوم کړ. پر ده تور پورې شوى چې په غيرقانوني ډول يې پر چارواکو له خپل نفوذه په استفادې د مرمۍ ضد لوکس موټر پیرلی و. په پلازمېنه سکوپيه کې محکمې پرون چهارشنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۲» ګرویفسکي چې له ٢٠٠٦ میلادي کال څخه تر ٢٠١٦ میلادي کال پورې پر قدرت و، محکوم کړ چې په ٢٠١٢ میلادي کال کې يې د کورنيو چارو وزارت پر چارواکو فشار راوستلى و چې ده ته د اوو لکو ډالرو په ارزښت مرسيډيز موټر پیري. د محاکمې په وخت کې په خپله ګرویفسکي په محکمه کې حاضر نهو.

Pa.azadiradio.com 

د مقدونيې يوې محکمې نیکولا ګرویفسکي په ۲ کاله بند محکوم کړ

د مقدونيې يوې محکمې پخوانى محافظه‌کار صدراعظم نیکولا ګرویفسکي د اداري فساد له کبله په دوه کاله بند محکوم کړ. پر ده تور پورې شوى چې په غير قانوني ډول‌يې پر چارواکو له خپل نفوذه په استفادې د مرمۍ ضد لوکس موټر پېرلی و. په پلازمېنه سکوپيه کې محکمې پرون چهارشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۲» ګرویفسکي چې له ٢٠٠٦ میلادي کال څخه تر ٢٠١٦ میلادي کال پورې پر قدرت و، محکوم کړ چې په ٢٠١٢ میلادي کال کې يې د کورنيو چارو وزارت پر چارواکو فشار راوستلى و چې ده ته د اوو لکو ډالرو په ارزښت مرسېډېز موټر پېري. د محاکمې... Читать дальше...