په کندز کې د موټرو د تورو شیشو سپینولو کمپاین پیل شوی
په کندز کې د امنیتي وضعیت د لا ښهوالي او په ښار کې د جنایي جرمونو، د وسلهوالو غلاوو او د سړي تښتوونکو پېښو د مخنیوي په هدف یو ګډ پوځي کمېسیون د موټرو د تورو شیشو پاکولو او له غیر مسؤله وسلهوالو څخه د ناقانونه وسلو راټولو کمپاین پیل کړی دی.
په کندز کې مېشت د کابل د «۱۱۱» د چټک غبرګون فرقې د لومړي کنډک قوماندان ډګرمن جان آقا چې د دغه کمېسیون مشري په غاړه لري وايي، دوی د څلورو ورځو راهیسې د کندز په ښار کې د څه باندې ۳۰۰ عرادې موټرو تورې شیشې سپینې کړي او له غیر مسؤله وسلهوالو څخهیې هم یوه اندازه بېلابېله ناقانونه وسلې راټولې کړې دي.
دی زیاتوي:
"په دې کمیسیون کې د ټولو امنیتي ارګانونو پرسونل برخه لري او موږ د والي صاحب په لارښوونه په ښار کې د موټرو تورې شیشې سپينه وو که هغه د هر چا وي، له غیر مسؤله وسلهوالو څخه ناقونه وسلې راټولوو او همدا شان د کوڅه ډبو او بېبندوبارو افرادو مخه نیسو او دغه بهیر په جدي توګه د تطبیق په حال کې دی او هېڅڅوک زموږ مخه نهشي نیولی او واسطه هم نهمنو."
نوموړي زیاته کړه چې دغه کمپاین به د کندز په ښار کې تر نامعلوم وخت پورې دوام ولري.
د یادونې وړ ده چې د کندز په ښار کې په داسې حال کې دغه پوځي کمېسیون د موټرو د تورو شیشو د سپینولو او له غیر مسؤله وسلهوالو څخه د ناقانونه وسلو غونډولو کمپاین پيلوي چې له دې وړاندې د کندز ښار ګڼ شمېر اوسېدونکو شکایتونه کړي وو چې په ښار کې د تورو شیشو موټرو زیاتېدو او د غیر مسؤله وسلهوالو تګ راتګ د ښاریانو ژوند له بېلابېلو ننګونو او ګواښونو سره مخ کړی دی.