World News in Pashto

د پاکستان په بلوچستان کې د ډبرو د سکرو په یوه کان کې ۷ تنه وژل شوي

د راپورونو له مخې، د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ډبرو د سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله اوه تنه وژل شوي او شپږ نور تري تم دي چې د دې وېره شته چې هغوی به هم خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.


مخکې په دې پېښه کې د څلورو تنو د وژل کېدو او ۱۳ نورو د ورک کېدو خبر ورکړل شوی و.


چاودنه پرون د کوټې د ختیځ په ۵۰ کېلو مترۍ کې د سنجدي په کلي کې شوې وه.


پولیسو په لومړي سر کې ویلي وو چې په کان کې د میتان ګازو د خپرېدو له امله چاودونه شوې، خو د وروستیو راپورونو له مخې، دغه کان پر کان کېندونکو وروسته له هغې راپرېوت چې په سیمه کې د سرنګ پرانۍ لپاره له ډینموټو کار واخیستل شو.


د بلوچستان ایالت د کانونو سرمفتش محمد افتخار وویل، ژغورونکي تر اوسه لګیا دي چې په کان کې لاندې بند پاتې شوي کان کېندونکي راوباسي، خو دی ګومان نه‌کوي چې هغوی به ژوندي وي.

Читайте на сайте