World News in Pashto
Июль
2012
1
2
3
4
5
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
26
31

Новости за 25.07.2012

Pa.azadiradio.com 

بریتانیه به د المپیک لوبو د امنیت لپاره ۱۲۰۰ اضافي سرتیري وګماري

د بریتانېې حکومت تیره ورخ اعلان وکړ، چې د لندن د المپیک لوبو د امنیت لپاره به یو زر او دوه سوه اضافي سرتیري وګماري. د المپیک د چارو لپاره د بریتانېې د کابینې وزیر جیرني هنټ وویل، د دغو لوبو پیل ته دوه ورځې پاتې او چارواکي نه غواړي چې هر څه تصادف ته پریږدي. خو نوموړي ټینګار وکړ، چې د اضافي سرتیرو ګمارل په دې معنې نه ده چې ګواکې دغو لوبو ته کوم ګواښ موجود دی. څه د پاسه اتلس زره امنیتي پرسونل او سرتیري د لندن د المپیک د نړېوالو لوبو د امنیت لپاره چمتو شوي دي. ټاکل شوې چې دا لوبې راتلونکې جمعه په رسمي توګه پیل شي.