World News in Pashto
Июль
2012
1
2
3
4
5
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
26
31

Новости за 28.07.2012

Pa.azadiradio.com 

د لندن په المپيک لوبو کې يوې چينايۍ د سرو زرو مډال وګاټه

په لندن کي د اولمپیک لوبو د سیالیو په لړ کي نن د چین یوې لوبغاړې یی سیلنګ په ټوپک باندي د لسو میترو فاصلې نښې ویشتنې کې د سرو زرو مډال وګاټه.   په دې سیالۍ کې د پولند لوبغاړې سلویا بوګاسکا د سپینو زرو او د چین بلې لوبغاړې یو دان  د ژیړو مډالونه وګټل.

Pa.azadiradio.com 

د المپیک په اړه ځانګړي معلومات

د المپيک نړیوالې مسابقې د بریتانیې له دود سره سم، د دې هېواد د ملکې په وینا پرانیستل شوې. د رسمي پرانیستني لپاره د انګلستان ملکې په ځانګړې وینا کې د ټولو هغو ځوانانو ستاینه وکړه، چې د غوره نړۍ د رامنځ ته کولو لپاره یې زیار ایستلی دی. ملکې دوهمې الېزابت...

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا ملکې د ۲۰۱۲ کال د المپیک لوبې رسماً پرانیستې

د انګلستان ملکې دوهمې الیزابت په داسې حال کې چې د نړۍ شاوخوا یو میلیارد خلکو د تلویزیون له لارې د لندن د اولمپیک لوبو د مراسمو ننداره کوله، دا لوبې تېره شپه د اولمپیک په سټېډیوم کې پرانستلې. “زه د لندن د اولمپیکلوبو پیل اعلانوم او د معاصر تاریخ د اولمپیا دېرشمې سیالۍ لمانځو.

Pa.azadiradio.com 

د المپیک لوبې رسماً پرانیستل شوې

د انګلستان ملکې دوهمې الیزابت په داسې حال کې چې د نړۍ شاوخوا یو میلیارد خلکو د تلویزیون له لارې د لندن د اولمپیک لوبو د مراسمو ننداره کوله، دا لوبې تېره شپه د اولمپیک په سټېډیوم کې پرانستلې. “زه د لندن د اولمپیکلوبو پیل اعلانوم او د معاصر تاریخ د اولمپیا دېرشمې سیالۍ لمانځو.” د ملکې له خبرو وروسته د انګلیسي لوبغاړو له خوا د اولمپیک مشال ولګول شو. له معمول سره سم، د یونان لوبغاړي ستډیوم ته داخل شول او ورپسې د افغانستان د ټیم په ګډون، د شاوخوا دوه سویو هېوادونو لوبغاړي د لوژ له مخې تېر شول او د خپل هېواد بیرغونه یې له ځان سره وړل. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د المپیک لوبو د پرانیستلو مراسم

د بریتانیا ملکې د ۲۰۱۲ کال د المپیک لوبې رسماً پرانیستې د بريتانيا ملکې دوهمې اليزابت ، په لندن کې د ٢٠١٢م کال د المپيک لوبې رسماً پرانيستې. د پرانيستنې تر مراسمو څو دقيقې وروسته د المپيک مشال د بريتانوي ورزشکارانو له خوا بل شو. په دې مراسمو کې د نړۍ د ١٢٠ هېوادونو مشرانو ګډون درلود. له ٢٠٤ هېوادونو څخه لس زره او پنځه سوه ورزشکاران په دغو سياليو کې چې د اګست تر ١٢ مې به روانې وي؛ د سرو زرو د ٣٠٢ مډالونو د ترلاسه کولو لپاره په ٢٦ ډوله لوبو کې برخه اخلي. د بريتانيا ملکې د لندن په ″بَکنګ هم″ ماڼۍ کې ټولو لوبډلو ته د بريا غوښتنه وکړه... Читать дальше...