World News in Pashto
Январь
2018

Новости за 18.01.2018

Mashaalradio.com 

د وژل شوې زېنب د کلي خلک وېرېږي

د پنجاب په قصور سيمه کې پر ۷ کلنې زېنب جنسي تېري او وژنې وروسته د دغه ځای خلک په وېره کې دي. دوی له حکومته د خپلو ماشومانو د خونديتوب غوښتنه کوي. په دې اړه بشير ګواښ ويډيويي راپور...

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان په اړه خبرې کوي. په قزاقستان کې په یوه بس کې د اور لګېدو په پېښه کې د ۵۲ کسان وژل شوي دي. ترکیه وايي: د سوريې په عفرين سیمه کې به د کرد مليشو پر وړاندي عملیات وکړي. د ازادي سټوډیو دا او نور خبرونه د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون مه هیروئ

Mashaalradio.com 

د نقیب الله مسود د وژلو پرضد پېښور کې لاریون

پېښور کي مدني فعالانو او د پښتونخوا ولسي تحریک مشرانو په کراچۍ کي د نقیب الله مسود په نوم د مشهور یو ځوان چې اصل نوم یې نسیم الله وو د وژني پرضد احتجاجي مظاهره کړی او د هغه وژنه یې په سختو ټکیو غندلې. دوی د دغه پېښې د پلټنو لپاره د یوه عدالتي کمېشن جوړولو غوښتنه کوله. دوی ویل نور په پاکستان کې د پښتنو وژنه نه مني. د غلام غوث ویډيو

Mashaalradio.com 

مردان کې هم یوه وړه ماشومه په تشدد وژل شوې

د مردان په ګوجر ګړۍ کې د یوې وړې ماشومې عاصمې مړۍ له خپلو کورونو سره جوخت پټیو کې موندل شوی دی. د پولیس چارواکي وايي، پر هغې تشدد شوی دی خو دا لا نه ده جوته چې پر هغې جنسي تېری شوی دی که نه ځکه چې د هغې وینه د طبي ازموینې لپاره لېبارټرۍ ته لېږدول شوې ده. د مشال خبریال شبیر احمد جان یې ویډیو راپور کښلی.

Mashaalradio.com 

پاکستان دې د افغان کډوالو موده وغزوي

د افغان کډوالو کمېټۍ مشرانو د چارشنبې/شورو ورځ په پېښور پرېس کلب کې په خپل خبري کانفرنس کې د پاکستان له وفاقي حکومته غوښتنه وکړه چې په دغه هېواد کې مېشت افغان کډوالو د اوسېدلو موده دې تر هغو غزوي چې په خپل وطن افغانستان کې یې پوره امن نه وي راغلی. تر خبري غونډې وروستو د مشال راډيو خبریال غلام غوث له ځینو کډوالو سره خبرې کړې.

Mashaalradio.com 

هېلې: افغانستان چې پر سم لوري روان شي، پاکستان یې په شا بیايي

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هېلې ویلي، پر پاکستان یې د پوځي مرستو له بندولو سره هغه هېواد ته قوي پیغام ورکړی. نوموړې د امریکا غږ له ګرېتا فن سوستېرن سره په مرکه کې ویلي، پاکستان ترهګرو ته پناه ورکولو ته دوام ورکوي، نو ځکه واشنګټن ورته د دې لپاره نور پیسې نشي ورکولای.

Pa.azadiradio.com 

د ۱۹کلنو د کرکټ افغان لوبډله راتلونکې شنبه ایرلنډ سره مخ کېږي

د ۱۹ کلنو د کرکټ د نړیوال جام د ګروپ په وروستۍ لوبه کې افغانستان د شنبې په ورځ له ایرلنډ سره مخ کېږي. د کرکټ د نړیوالې شورا ویب‌پاڼې د معلوماتو له‌مخې د افغانستان ۱۹ کلنې لوبډلې چې له دې وړاندې یې پاکستان او سري‌لانکا ته ماتې ورکړي دغې سیالۍ ته د بشپړ چمتوالي خبر ورکړی دی. که څه هم افغانستان د نړیوال جام کوارټر فاینل یا اتو غوره لوبډلو ته لار پیدا کړي، خو د دې لوبې ګټلو اهمیت په دې کې دی چې افغانستان د خپل ګروپ د جدول په سر کې پاتې او په بله سیالۍ کې د ګروپ له دوهمې لوبډلې سره سیالي وکړي.

Pa.azadiradio.com 

د پرورشګاه د فوټبال ساحلي لوبډلې نوي افغان کلب ته ماتې ورکړه

په کابل کې د پیل شویو ژمنیو ساحلي فوټبال سیالیو په لړ کې د پرورشګاه لوبډلې نوي افغان کلب ته اته د څلورو پر وړاندې ماتې ورکړه. د فوټبال فدراسیون د خپرونو مسؤل شفیع شاداب نن پنجشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۸» ازادي راډيو ته وویل په دغو سیالیو کې د الف او ب لیګونو څخه اتو غوره لوبډلو ګډون کړی دی. دغه سیالۍ تېره ورځ پیل شوي او په لومړي سیالۍ کې کابل کلب د ۲۱مې پېړۍ په نوم لوبډلې ته ماتې ورکړې وه. د فوټبال فدراسیون وايي، دا سیالۍ به اته ورځې دوام وکړي.

Pa.azadiradio.com 

نېکي هېلي: طالبانو سره خبرو ته نيزدي شوي يو

ملګرو ملتونو کې د امريکا سفیرې نېکي د جنورۍ په ۱۷مه نيويارک کې خبريالانو ته وويل افغانستان کې له شوو پرمختګونو مطمينه ده. هغې کابل ته له خپل سفر وروسته دا خبرې کړي دي او ويلي يې دي افغان چارواکي غواړي نړيواله ټولنه پر پاکستان فشار وساتي. نور حال د بشير ګواښ په ويډيو کې

Pa.azadiradio.com 

ترکیه غواړي د سوریې په عفرین او منبج کې پوځي اقدام وکړي

ترکیه وايي، په پام کې لري چې د سوریې د کُردانو تر کنټرول لاندې په عفرین او منبج​ سیمو کې پوځي اقدام وکړي. ترکیه وايي، دا کار د کُرد جنګیالیو چې امریکا یې ملاتړ کوي، د ګواښ په ځواب کې کوي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش‌اوغلو نن پنجشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۸»وویل، د ترکیې د جنوبي پولي په اوږدو کې د سوریې د کُرد ځواکونو د ملاتړ په خاطر یې پر امریکا بې باوري دوام لري. اوغلو همدا راز وویل چې روسیه باید د سوریې په عفرین سیمه کې د عملیاتو مخالفت ونه‎کړي او انقره به په دې سیمه کې هوايي عملیات له تهران او مسکو سره همږغي کړي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د بنو په درې اوبه قبایلي سمیه د امن کلتوري مېله وشوه

د شورو/چارشنبې په ورځ په نیمه قبایلي سیمه درې اوبه کې د امن په نوم کلتوري مېله شوي، چې د انتظاميې او پوځي چارواکیو ترڅنګ د سیمې مشرانو او ځوانانو پکې ګډون وکړ. په مېله کې مشاعره شوه، سندرې او اتڼونه وشول. د مشال خبریال عمر دراز وزیر يې ویډیو راپور کښلی.

Pa.azadiradio.com 

کراچۍ کې د نقیب مسود د وژنې ضد بنو کې لاریون

د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پښتنو زده کوونکیو سیاسي ډلو په کراچۍ کې د پولیسو په یوه مشکوک برید کې د یوه مسود ځوان نقیب مسود په وژنه سخته خواشیني ښودلې او د دغه پېښې ضد یې په ښار کې لاریون وکړ. عمر دراز وزیر یې ویډيو کښلې

Mashaalradio.com 

کراچۍ کې حکومت د يوه مسود ځوان د وژنې پلټنه کوي

د کراچۍ سهراب ګوټ سيمه کې د جنوبي وزيرستان مکين تحصيل سره تعلق لرونکی يو ځوان نقيب مسود(چې خپل نوم يې نسيم الله دی) وژل شوی او خپلوان يې تور لګوي چې د پوليسو په يوه مبينه مقابله کې وژل شوی دی.