World News in Pashto
Январь
2018

Новости за 30.01.2018

Pa.azadiradio.com 

عبدالله عبدالله: طالبان سولې ته چمتووالی نه‌لري

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس وایي، وسله‌وال طالبان خبرو ته نه‌دي چمتو او د هغوی او نورو ترورېستي ډلو پر ملاتړو د نړیوالو فشارونه په افغانستان کې د حملو د زیاتوالي سبب شوي دي. عبدالله عبدالله دغه څرګندونې نن په کابل کې د ناروې له دفاع وزیر فرانک بک جنسن سره په کتنه کې وکړې. عبدالله وویل، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ له اعلان سره د افغانستان حکومت د دې اټکل کړی و چې د دولت ضد وسله‌وال مخالفین په تېره بیا طالبان ښایي حملې زیاتې کړي. طالبانو هم نن د امریکا د ولسمشر... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

بزکشي: "قوي اس او لوی زړه غواړي"

بزکشي د افغانستان ملي لوبه ده. په شمالي ولايتونه کې ډېره کېږي. د بزکشي يو اس تر يو لک ډالرو خرڅېږي. نورحال د بشير ګواښ په دې ويډيو کې...

Pa.azadiradio.com 

د کونړ دیني عالمانو وروستۍ حملې وغندلې

په کونړ کې دیني عالمانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او دولتي چارواکو د هېواد په مرکز کابل، جلال‌اباد او نورو سیمو کې د ځانمرګو او نورو بریدونو کې د وژل شویو کسانو فاتحه واخیستله او دغه بریدونه‌يې وغندل. په کونړ کې د دیني عالمانو شورا رئیس مولوي عبدالرحمن په خپلو خبرو کې وویل هېڅ ډله او هېڅ دیني عالم د بې‌ګناه مسلمانانو د وژنې فتوا نه‌شي ورکولای، بلکې ټول اسلامي اصول د مسلمان او بې‌ګناه انسان قتل د عالم قتل ګڼي او په هېواد کې روانه جګړه او ځان وژونکي بریدونه ناروا دي. نوموړي زیاته کړه: "رسول‌الله... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

خوستیانو د کابل وروستي مرګوني بریدونه وغندل

د خوست دیني عالمانو د خلکو د ګڼه ګوڼې پر سیمو او ملکي هدفونو باندې د وسله والو مرګوني بریدونه د اسلام دین له نظره حرام وبلل او دا يې د پردیو لخوا پر افغانانو تپل شوې سیاسي او استخباراتي جګړه وبلله.

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د الوتنې یا د پاراګلایدر فدراسیون پرانیستل شو

په کابل کې د الوتنې یا د پاراګلایدر فدراسیون پرانیستل شو. د المپیک د ملي کمېټې د نشراتو د برخې مسؤل منور شهزاد نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې دې لوبې د افغانستان په ځینو سیمو کې مینه‌وال درلودل، نو ځکه دغه فدراسیون د المپیک د ملي کمېټې په چوکاټ کې پرانیستل شو. پاراګلایدر یو ډول تفریحي حیرانوونکي انفرادي لوبه ده چې د غرونو په لمنو کې د ورزشي وسایلو په کارونې سره ترسره کېږي.

Pa.azadiradio.com 

تېره شپه د سلته ویګو لوبډلې ریال بتیس ته ماته ورکړه

د اسپانیا د لالیګا سیالیو په لړ کې تېره شپه سلته ویګو، ریال بتیس ته ماته ورکړه. دغه لوبه چې د سلته ویګو په کوربه‌توب ترسره شوه، سلته ویګو درې ځلې د سیالې لوبډلې د ګول دروازه پرانیسته، خو ریال بتیس دوه ګولونه ووهل او په دې ډول دغه لوبه ۳ د ۲ په وړاندې د سلته ویګو په بریا پای ته ورسېده. د لالیګا په جدول کې سلته ویګو د ۳۱ امتیازونو په درلودلو سره اووم کتار کې، خو ریال بتیس د ۲۷ امتیازونو په لرلو سره د دغه جدول په ۱۳م ردیف کې ځای لري.

Pa.azadiradio.com 

سټولټنبرګ: ناټو په کلکه د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمنه ده

د ناټو سرمنشي وایي، ناټو په کلکه د افغان ځواکونو چې ورځ تر بلې خپلې وړتیاوې زیاتوي، ملاتړ ته ژمنه ده او په دې هېواد کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې به د دغو ځواکونو د روزنې پروګرام پراخ کړي. ینس سټولټنبرګ دا څرګندونې په افغانستان کې د وروستیو خونړیو حملو په اړه په یوه خپاره کړي بیان کې کړي. سټولټنبرګ د دغو مرګونو حملو امله له افغانستان او د دغو پېښو د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږي او یووالي څرګندولو ترڅنګ ويلي چې ناټو به د ترورېزم په وړاندې جګړه کې د افغانانو ملاتړ او سولې او پخلاینې ته د رسېدو لپاره ګډ کار ته دوام ورکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان کُرمه اېجنسۍ کې بم چاودنې د یوې کورنۍ ۶ غړي ووژل

پاکستاني چارواکي وایي، د افغانستان پولې ته څېرمه کُرمه اېجنسۍ کې نن پر یوه موټر د سړک د غاړې بم چاودنه کې د یوې کورنۍ لږ تر لږه شپږ غړي ووژل شول. د اکبر افتخار په نوم یوه سیمه‎ییز چارواکي وویل، دغه پېښه په کُرمه قبایلي سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د دغې کورنۍ د سپرلۍ پر موټر د سړک د غاړې بم وچاودېد. ویل شوي دغې کورنۍ غوښتل په سیمه کې په یوې جنازې کې ګډون وکړي. افتخار وویل، درې ښځې او درې سړیان ځای پر ځای ووژل شول او زیاته‌یې کړه دا نه‎ده روښانه چې دا یو ماین و، که په سړک کې خښ شوی بم. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان کُرمه ایجنسۍ کې بم چاودنې د یوې کورنۍ ۶ غړي ووژل

پاکستاني چارواکي وایي، د افغانستان پولي ته څېرمه کُرمه ایجنسۍ کې نن پر یوه موټر د سړک د غاړې بم چاودنه کې د یوې کورنۍ لږ تر لږه شپږ غړي ووژل شول. د اکبر افتخار په نوم یوه سیمه‎ییز چارواکي وویل، دغه پېښه په کُرمه قبایلي سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د دغې کورنۍ د سپرلۍ پر موټر د سړک د غاړې بم وچاودېد. ویل شوي دغې کورنۍ غوښتل په سیمه کې په یوې جنازې کې ګډون وکړي. افتخار وویل، درې ښځې او درې سړیان ځای پر ځای ووژل شول او زیاته یې کړه دا نه‎ده روښانه چې دا یو ماین و، که په سړک کې ښخ شوی بم. ... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

''د ماشوم حفاظت او پوهه له کوره پیلېږي''

د خيبر پښتونخوا د ماشومانو ښېګړې او ژغورنې کميشن په خپل يوه خپاره کړي راپور کې ويلي دي چې په تېرو شپږو کالو کې د صوبې په ۱۲ ضلعو کې له ماشومانو سره د جنسي تېري ۱۵۶ پېښې ثبت شوي دي.

Mashaalradio.com 

''د ماشوم ژغورنه او ساتنه له خپله کوره پیلېږي''

د خيبر پښتونخوا د ماشومانو ښېګړې او ژغورنې کميشن په خپل يوه خپاره کړي راپور کې ويلي دي چې په تېرو شپږو کالو کې د صوبې په ۱۲ ضلعو کې له ماشومانو سره د جنسي تېري ۱۵۶ پېښې ثبت شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

ارګ: وسله‌والو طالبانو د سولې د خبرو فرصت له لاسه ورکړ

وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر تېره ورځ وویل چې په افغانستان کې وروستیو خونړيو بریدونو ته په پام سره متحده ایالات نه‌غواړي له وسله‎والو طالبانو سره د سولې خبرې وکړي، د افغانستان جمهوري ریاست نن ورته خبره وکړه او ویې‌ویل، طالبانو ته د سولې د خبرو فرصت ورکړل شوی چې هغه‌یې له لاسه ورکړ. د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي نن ازادي راډیو ته وویل، افغان ولسمشر ډېر ځلې هڅه وکړه چې له وسله‎والو طالبانو سره د سولې خبرو ته زمینې برابرې شي، خو هغوی په وروستیو مرګونو بریدونو سره له سرې کرښې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

کورمه کې بمي چادونې د یوې کورنۍ اته تنه وژلي

د قبایلي سیمې بره کرمې ایجنسۍ د پولیټیکل انتظامیې لخوا په سېشنبه په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې د سړکغاړې په یوه بمي چاودنه کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او یو بل تن ژوبل شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

رستمي: د ۱۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت طبي بوټي بهر صادر شوي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې تر دې دمه ۲۴ ډوله بېلابېل طبي بوټي د ۱۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت بهر ته صادر شوي دي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې اوس مهال د افغانستان د کرنیزو توکو د صادراتو زیاته برخه طبي بوټي دي چې په امریکا، اروپا او اسیایي هېوادونو کې تود بازار لري. ښاغلی رستمی زیاتوي، د تېر ۱۳۹۵ لمریز کال تر پایه ۷۸ زره ټنه طبي بوټي د ۱۶۷ میلیون ډالرو په ارزښت بهر ته لېږل شوي وو. په دغو طبي بوټو کې شیرین بویه، ینګ، زرشک او یو شمېر نور بوټي شامل دي.

Pa.azadiradio.com 

پسرلی: د ۹۵ سلنې مالیې په معافیت سره به خصوصي سکتور لا پیاوړی شي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د مالیې وزارت له لوري د ۹۵ سلنې مالیاتي جرایمو د معافیت له تصویب نه هرکلی کوي. د دغې خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن ازادي راډیو ته وویل چې د مالیې وزارت د خصوصي سکتور مسؤلینو ته تر راتلونکو نهو میاشتو پورې وخت ورکړی چې خپله ۵ سلنه مالیه دولت ته وسپاري او جوازونه تمدید کړي. د مالیې وزارت تازه د ۱۳۹۷ لمریز کال په ملي بودجه کې د مالیاتي جرایمو د معافیت اصول‎نامه تصویب کړې ده. ښاغلی پسرلی وايي چې د ۱۳۸۱ نه تر ۱۳۹۶ کال را په‎دې خوا د څه باندې شل زره وړو او متوسطو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پسرلی: د ۹۵ سلنه مالیې په معافیت سره به خصوصي سکټور لا پیاوړی شي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د مالیې وزارت له لوري د ۹۵ سلنې مالیاتي جرایمو د معافیت له تصویب نه هرکلی کوي. د دغې خونې ویاند صیام‌الدین پسرلي نن ازادي راډیو ته وویل چې د مالیې وزارت د خصوصي سکټور مسؤلینو ته تر راتلونکو نهو میاشتو پورې وخت ورکړی چې خپله ۵ سلنه مالیه دولت ته وسپاري او جوازونه تمدید کړي. د مالیې وزارت تازه د ۱۳۹۷ لمریز کال په ملي بودجه کې د مالیاتي جرایمو د معافیت اصول‎نامه تصویب کړې ده. ښاغلی پسرلی وايي چې د ۱۳۸۱ نه تر ۱۳۹۶ کال را په‎دې خوا د څه باندې ۲۰ زره وړو او متوسطو... Читать дальше...