World News in Pashto
Июнь
2018

Новости за 18.06.2018

Mashaalradio.com 

د انتخاباتو کمېشن د امېدوارانو اسناد ارزوي

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن چارواکي وايي له نادرا يا د معلوماتو ساتلو قامي ادارې څخه یې د هغو مطبوعاتي رپورټونو په اړه وضاحت غوښتی چې پکې د راتلونکو ټاکنو لپاره د امېدوارانو او رايه ورکوونکو شمېر مخې ته راغلی وو.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

د اسرايل جنګي الوتکو نن د حماس ډلې نهه نظامي اهداف په نخښه کړل. تر شپږو سوو زيات پناه غوښتونکي هسپانيې ته رسېدلي. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پيشګام ټلویزیون مه هیروئ.

Pa.azadiradio.com 

له هلمنده راغلي د سولې حرکت په کابل کې د خیمو د وهلو پرېکړه کړې

د سولې د ولسي حرکت غړو نن په کابل کې تر غونډې وروسته پرېکړه کړې چې د یو شمېر هېوادونو د سفارتونو په مخ کې به د اعتراض په توګه خیمې وهي او له هغوی به غواړي چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او د سولې د هڅو جدي ملاتړ وکړي. د دغه ولسي حرکت غړي چې د هلمند له مرکز لښکرګاه څخه‌یې له څه باندې یوې میاشتې راپه دېخوا پلی سفر پیل کړی و د شااوخوا ۶۳۰ کېلو متره لارې له وهلو وروسته تېره شپه کابل ته رسېدلي دي. د سولې د دغه ولسي حرکت غړي په داسې حال کې کابل ته رسېدلي او د بهرنیو هېوادونو سفیرانو او د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له هلمنده راغلي د سولې خوځښت په کابل کې د خېمو د وهلو پرېکړه کړې

د سولې د ولسي خوځښت غړو نن په کابل کې ترغونډې وروسته پرېکړه کړې چې د یوشمېر هېوادونو د سفارتونو په مخ کې به د اعتراض په توګه خېمې وهي او له هغوی به غواړي چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او د سولې د هڅو جدي ملاتړ وکړي. د دغه ولسي خوځښت غړي چې د هلمند له مرکز لښکرګاه څخه یې له څه باندې یوې میاشتې راپه دېخوا پلی سفر پیل کړی و د شااوخوا ۶۳۰ کیلومتره لارې له وهلو وروسته تېره شپه کابل ته رسېدلي دي. د سولې د دغه ولسي خوځښت غړي په داسې حال کې کابل ته رسېدلي او د بهرنیو هېوادونو سفیرانو او د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران ولسمشر به راتلونکې میاشت له اتریش او سویسه کتنه وکړي

ټاکل شوې چې د ایران ولسمشر راتلونکې میاشت له اتریش او سویس څخه کتنه وکړي. حسن روحاني دغه سفر په داسې حال کې کوي چې د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون په اړه چې ایا هغه به دوام وکړي، شکونه په زیاتېدو دي. له دغه تړونه د امریکا له وتلو وروسته واشنګټن ویلي چې پر تهران لیرې شوي بندیزونه بېرته لګوي او هغه به لاسخت کړي، خو د دې تړون نور اروپایي لاسلیک کوونکي هڅه کوي چې هغه وژغوري. د ایران ولسمشر به د جولای له دوهمې تر درېیمې پورې په سویس کې د دې هېواد له ولسمشر او نورو چارواکو سره وګوري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رادمنش: په اختر کې ښارونو ته د داخل شویو طالبانو ډېری یې پاتې دي

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د کابل په ګډون لويو ښارونو ته د اختر په درېیو ورځو کې د سلګونه داخل شویو طالبانو ډېر یې پاتې دي او له هغوی سره به د سولې او پخلاینې د مېکانیزمونو پر اساس چلند وشي. د دې وزارت د ویاند دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل چې یوازې کابل ښار ته شااوخوا ۲۴۰۰ بې‌وسلې طالبان داخل شوي وو چې له امنیتي ادارو سره ثبت او راجستر شوي دي. د ښاغلي رادمنش په وینا، کابل او نورو لویو ښارونو ته د طالبانو داخل شوي یو زیات شمېر غړو دا درک کړې چې نور جګړه نه‌کوي. تر اوسه... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ښځې باید په سیاست کې برخه واخلي. علي بېګم

علي بېګم وایي دا به په خپله سیمه کې زیاتره توجو په تعلیم، بې روزګارۍ او صحت ورکوي. هغه وایي د کرمې ښځې په سیاسي توګه بېدارې دي او د خپل ووټ د حق نه هم خبر دي نو دا هیله لري چې په راروانو انتخاباتو کې به په کرمه کې ښځې د خپل ووټ استمال وکړي

Pa.azadiradio.com 

ایران کې محمد رضا ثلاث نن په دار وځړول شو

ایراني چارواکو پر هغه کس چې د صوفي طریقې د یوې ډلې له غړو سره د امنیتي ځواکونو په اخ و ډب کې د درې کسانو په وژلو تورن و او په اعدام محکوم شوی، دغه سزا تطبیق کړې ده. د ایران د قضایي ادارې په رسمي وېب‎پاڼه کې ویل شوي محمد رضا ثلاث نن سهار وختي په دار وځړول شو. ۵۱ کلن ثلاث په تېره مارچ میاشت کې محاکمه او په اعدام محکوم شوی چې د بخښنې نړیوال سازمان امنېسټي انټرنشنل هغه بشپړ غیر عادلانه بللی و.  په فبرورۍ میاشت کې په تهران کې د ایران د صوفیانو د توقیف شویو غړو په وړاندې له تاوتریخوالي ډکو مظاهرو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سولې لپاره د ولسي حرکت غړي کابل ته را ورسېدل

د سولې لپاره ۳۸ ورځې وړاندې پلي راوتلي د ولسي حرکت غړي نن سهار کابل ته را ورسېدل. د سولې لپاره د ولسي حرکت غړي چې نن دوشنبه سهار کابل ته راورسېدل، وايي چې د دغه سخت مزل هدف یې په هېواد کې د سولې او اوربند ټينګښت دی او له ښکېلو خواوو غواړي چې غوښتنې ته یې مثبت ځواب ووايي.

Mashaalradio.com 

د سولې کاروان کابل ته ورسېد

د سولې د ولسي حرکت غړي چې خپل سفر یې تېره میاشت له لښکرګاه پیل کړی وو، تر شااوخوا ۶۳۰ کېلو مترو پياده مزل وروسته د یکشنبې شپه کابل ته ورسېدل.

Mashaalradio.com 

له خانپور ډیم سره نېږدې د اختر مېلې روانې دي

له اسلام اباده شاوخوا ۴۰ کېلومیټره لرې د خانپور بند یا ډیم هغه ځای دی چې د اختر په ورځو شپو کې ورته ګڼ خلک ورځي، سیل کوي، چکر وهي او په کښتیو کې ګرځي. د کوچني اختر پر درېیمه ورځ هم خلک خانپور ډیم ته ورغلي ول او مېلې یې وکړې. ویډیو وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

امریکا او روسیې د اټمي سروکو زېرمې یو څه کمې کړي

د نړۍ لویو قدرتونو په تېره بیا د امریکا متحده ایالاتو او روسیې د خپلو اقداماتو په نتیجه کې، د اټمي سروکو زېرمې یو څه کمې کړي او د ۲۰۱۸ میلادي کال تر پیله‌یې شمېر ۱۴ زره او ۴۶۵ ته رسېده، خو له دې سره سره د دغو وسلو پرمختللي پروګرامونه دوام لري. په نړۍ کې د اټمي وسلو د زېرمو په اړه دغه وروستۍ شمېره د سټاکهولم د نړیوالې سولې څېړنیز انسټټیوټ په نوي راپور کې چې نن‌یې خپور کړی، څرګنده کړې ده. راپور وایي چې هغه پېژندل شوي نهه هېوادونه چې اټمي وسلې لري، د دغو وسلو شمېر تېر کال ۱۴ زره ۹۳۵ و. له دې سره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

راپورونه: طالبانو په ځينو ولایتونو کې پر افغان ځواکونو بریدونه کړي

د راپورونو له مخې، وسله‌والو طالبانو په هلمند، کندهار، لغمان، کاپیسا، فاریاب، فراه او ځینو نورو ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي چې هغوی ته‌یې مرګ ژوبلې هم اړولې دي. د فراه ولایتي اداره وایي، وسله‌والو طالبانو تېره شپه د شهر کهنه په ګډون، په څو سیمو کې د پولیسو او سرتېرو پر پوستو ډله‌ییز برید وکړ چې افغان امنیتي ځواکونو په شا وتمباوه. د دغه برید په اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې د درې وسله‌والو د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو ادعا شوې او دغه‌راز ویل شوي چې دوه سرتېري هم ټپیان شوي دي. Читать дальше...