World News in Pashto
Октябрь
2018

Новости за 13.10.2018

Pa.azadiradio.com 

په لوګر کې ۱۱۸ عصري ممیزخونې جوړېږي

په لوګر کې ۱۱۸ عصري ممیزخونې جوړېږي. د لوګر د کرنې رئیس محمدالدین مومند وايي، دغه ممیزخونې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروګرام یا NHLP له لورې جوړېږي. دغه ممیزخونې چې د لوګر ولایت په مرکز پل علم او د یاد ولایت په محمداغې، څرخ او برکي‌ برک ولسوالیو کې جوړېږي، د جوړولو ۶۰ سلنه لګښت یې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروګرام او پاتې ۴۰ سلنه لګښت یې بڼوال ورکوي چې هر یوه خونه یې له ۷-۸ مټریک ټنه د انګورو د ساتلو او په ممیزو د بدلولو وړتیا لري. د سرچینې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

حاجی اغا: په ګمرکونو کې درېدلو سوداګریزو توکو سوداګر زیانمن کړي

د افغانستان د متشبثینو د بورډ مشر وايي، د افغانستان په یو شمېر ګمرکونو کې د تعارفې د لوړېدو له امله له تېرو شلو ورځو راهیسې د سوداګرو مالونه ولاړ دي. رحم الدین حاجي اغا نن شنبه ازادي راډيو ته وویل، دغه چاره سوداګرو ته ميلیاردونه افغانۍ زیان رسوي. نوموړي وویل، دوی له اړوندو چارواکو سره خبرې کړي، خو تراوسه یې ستونزه نه ده هواره شوې. د متشبثینو په وینا، که چېرې دغه ستونزه هواره نه شي، په ښار کې به د بېلابېلو توکو قیمتونه هم لوړ شي چې د خلکو پر اقتصاد مستقیم اغېز لري. خو د افغانستان د مالیې وزارت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره وکتل

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره وکتل.   امریکایۍ وال ستریت ژورنال ورځپانه د یوه کس په وینا چې د خلیلزاد او طالبانو ترمنځ له خبرو باخبره دی لیکي چې دا خبرې پرون په پلازمینه دوحه کې وشوې، په هغه ځای کې چې طالبان سیاسي دفتر لري. د تیرو څلورو میاشتو په ترڅ کې دا دوهم ځل دی چې امریکایي چارواکي د طالبانو له استازیو سره مخامخ خبرې کوي. وال ستریت ژورنال لیکي چې تر اوسه روښانه نه ده چې دواړو لوریو پر کومو ځانګړیو موضوعاتو خبرې کړې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسرائيلي ځواکونو پرون ٧ فلسطينيان وژلي دي

د فلسطين د روغتيا وزارت وايي اسرائيلي ځواکونو پرون د غزې تړانګې په سرحد کې ٧ فلسطينيان وژلي دي.   د غزې ورغتيايي سرچينې وايي ١٤٠ تنه نور ټپيان شوي دي. د اسرائيل پوځ وايي شا و خوا ١٥زره مظاهره چيانو پر سرحدي خنډونو او اسرائيلي پوځيانو د ډبرو، چاودېدونکو وسيلو، اورشيندونکو بمونو او لاسي بمونو ورونه کول. د اسرائيل د پوځ په خبره سرتېرو يوه ډله مزاحمت جوړوونکي ويشتلي چې له خنډونو څخه تېر شوي وو او د اسرائيل پر يوه پوسته يې حمله وکړه. د فلسطين د روغتيا وزارت په حواله، له کله چې د مارچ پر ٣٠مه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې په اړه د مسکو مشورتي غونډه جوړیږي

د افغانستان د سولې په اړه د مسکو مشورتي غونډه ښايي د اکتوبر مياشتې تر پايه جوړه شي.   د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف پرون جمعه د تاس خبري اژانس د خبريال د پوښتنې په ځواب کې وويل: ”ممکن دا غونډه د روانې ميلادي مياشتې تر پايه وشي.“ په پام کې وه د افغان حکومت او طالبانو د استازو په ګډون دغه مشورتي غونډه د سپټمبر پر څلورمه جوړه شي، خو افغان حکومت او د امريکا متحدو ايالتونو په کې له ګډون څخه ډډه وکړه. د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د اګست مياشتې پر ٢٧مه، له ولسمشر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ترکيې يوې محکمې امريکايي کشيش له نظربندۍ خوشې کړ

د ترکيې يوې محکمې پرون جمعه يو امريکايي کشيش يا پاسټور له ټروريزم سره په ارتباط لرلو تورن کړ، خو له نظربندۍ يې خوشې کړ.   محکمې کشيش اندريو برنسن ته اجازه ورکړه، چې له ترکيې څخه ووځي، دا د ترکيې او امريکا ترمنځ د کړکېچ د کمېدو نښه ګڼل کېږي. لوېديځ ښار ازمير ته نږدې يوې محکمې دغه کشيش د تروريستي ډلو په همکارۍ په تور په څه باندې درې کاله بند محکوم کړى و. خو څرنګه چې دغه ٥٠ کلن امريکايي پاسټور نږدې دوه کاله په توقيف کې تېر کړي، ترکيې پرون اجازه ورکړه، چې ازاد وي. دغه کشيش چې له څه باندې ٢٠... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د تاجکستان صدراعظم: د منځنۍ اسيا امن د افغانستان له وضعيت سره تړلى دى

د تاجکستان صدراعظم قاهر رسول زاده وايي، د منځنۍ اسيا امن او ثبات د افغانستان له وضعيت سره تړلى دى.   رسول زاده پرون جمعه په پلازمېنه دوشنبه کې د شانګهاى د همکارۍ سازمان غونډې ته دا خبره وکړه. هغه وويل هېواد يې تل ټينګار کړى، چې په سيمه کې د امن او ثبات ټينګښت د افغانستان د سولې پروسې په عملي کېدو پورې تړلى دى. د انټرفاکس خبري اژانس په حواله، د تاجکستان صدراعظم ويلي: ”له بده مرغه په افغانستان کې روان وضعيت لا هم کړکېچن او پېچلى دى او د دې لانجې د حل لپاره نړيوالو هڅو هم د پام وړ نتيجه نه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د قرغزستان د بهرنيو چارو وزير استعفى وکړه

د قرغزستان د بهرنيو چارو وزير چې له اوږدې مودې يې پر دې څوکۍ کار کاوه- استعفى وکړه.   دا استعفى په داسې حال کې کېږي، چې د جنوبي کوريا لپاره د دغه هېواد د سفير د ليرې کېدو پر سر کړکېچ ولاړ شوى و. د جنوبي کوريا لپاره د دغه هېواد سفير کولوچ ليک سلطان چې د اداري فساد د ادعاوو له کبله له کاره ليرې کړاى شوى، وايي هڅه کوي په کوم بل هېواد کې پناه واخلي. د قرغزستان د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي چې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير ايرلان عبدالله يف پر دغه مقام تر شپږکلن کار وروسته استعفى ورکړې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هندوستان د ژوند-چاپېريال يو وتلى فعال مړ شو

د هندوستان د ژوند-چاپېريال يو وتلى فعال د شپږاتيا کلونو په عمر مړ شو.   دغه فعال د حکومت له خوا د ګنګا سيند د نه پاکولو له کبله له څه باندې ١٥ اوونيو راهيسې غذايي اعتصاب کړى و. په هندوستان کې دننه او بهر ګڼو فعالانو د جي. ډي. اګروال پر مړينه چې په چاپېريال ساتنه کې يې PhD کړې وه، خواخوږي ښوولې ده. ګنګا چې هندوان يې عبادت کوي، د هندوستان تر ټولو پراخ سيند دى، چې ډېر ناولى شوى دى. د هندوستان صدراعظم نريندرا مودي چې په ٢٠١٤م کال کې واک ته ورسېد، د دغه سيند د پاکولو ژمنه کړې وه، چې ٤٠٠ مليونه وګړي ګټه ورڅخه اخلي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان د دوو ولسواليو د بېرته نيولو لپاره چمتووالى روان دى

د بدخشان امنيتي چارواکي وايي د يمګان او وردوج ولسواليو د بېرته نيولو لپاره له ١٠ مياشتو راهيسې چمتووالى روان دى.   د بدخشان دغه دوې ناامنې ولسوالۍ له شا و خوا درېيو کلونو راهيسې د وسلوالو طالبانو په کنټرول کې دي. د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند ثنا الله روحاني پرون ازادۍ راډيو ته وويل، دوى د مرکز امر ته په تمه دي: ”لس مياشتې کېږي د وردوج او يمګان ولسواليو د پوځي عملياتو لپاره چمتووالى روان دى. د حکومتي چارواکو هدايت ته په تمه يو. بهرني ځواکونه په ثور مياشت کې راغلي وو او ويلي يې وو، چې دا عمليات به په شريکه کوو. Читать дальше...