World News in Pashto
Апрель
2019

Новости за 01.04.2019

Mashaalradio.com 

فېسبوک د پاکستاني پوځ اکاونټونه څنګه او ولې وتړل؟

د ټولنيزو مطبوعاتو يوې کمپنۍ فېسبوک د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو ادارې ISPR د کارکوونکو سره تړلې ۱۰۳ اکاونټونه بند کړې دي. فېسبوک د اپرېل په لومړۍ نېټه خپاره کړو معلوماتو کې وويل چې په دې اکاونټونو کې پاڼې او ګروپونه شامل دي.

Pa.azadiradio.com 

اوغلو: ترکیه له نیکولاس مادورو د ملاتړ ژمنه کوي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وايي، هېواد یې د ونزویلا له ولسمشر نیکولاس مادورو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي. اوغلو نن دا هم ویلي چې د امریکا په فشارونو سربېره له ونزویلا سره په ټولو برخو کې د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی. اوغلو نن دا خبره له خپل ونزویلايي سیال جورج اریازا سره په یوه خبري کنفرانس کې په ترکیه کې وکړه. ترکیه د روسیې، چین او کیوبا تر څنګ د نیکولاس مادورو په یوې تر ټولو سترې ملاتړې اوښتې ده. متحده ایالتونو، د لاتینې امریکا ګڼو هېوادونو او اروپايي ټولنې د ونزویلا د مخالفینو له مشر خوان ګوایدو ملاتړ کړی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

په نيپال کې د توپان په نتيجه کې اووه ویشت کسان ووژل شول. د اوکراین د انتخاباتي کميسیون د لومړیو نتایجو له مخې کامیدي هنرمند تر دېرش فیصده زیاتې رايې ګټلي دي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

Mashaalradio.com 

هسپانیوی پخونکی د سرطان ناروغانو د ذایقې حس بیا رغوي

د هسپانیې یو پخونکی (اشپز) وايي، د ډاکترانو په مرسته داسې چاکلېټ جوړوي چې د سرطان د هغو ناروغانو د خولې خوند بحال کړي چې د دواګانو له وجې یې دا حس ختم شوی. ځېنې ناروغان چې دا چاکلېټ خوري نو وژاړي او ځېنو ته د وړوکتوب ورځې وریادېږي. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.

Mashaalradio.com 

په یو شمېر هېوادونو کې د ځمکۍ ګړۍ لمانځل شوې

د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې خلکو د ځمکې ساعت لمانځلی دی. په اسلام اباد کې ګڼ خلک د پارلېمان ودانۍ مخې ته ورغونډ شول او د شپې اته نیمې بجې د ټولو ودانیو رڼاګانې ګل شوې. د یو ساعت لپاره د برېښنايي څراغونو ګلولو یا بندولو یعنې د ځمکې ګړۍ لمانځلو موخه د اب و هوا بدلون په اړه پوهاوی پیدا کول دي. د اژانس فرانس پرېس ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

موده وروسته جنرال دوستم شبرغان ته لاړ

له ډېرې مودې وروسته جنرال عبدالرشید دوستم شبرغان ښار ته لاړ د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم له ډېرې مودې او سیاسي ستونزو وروسته پرون ناوخته خپل ټاټوبي شبرغان ښار ته ورسېد. د ازادي راډیو خبریال عالم رحمانیار په دې اړه راپور برابر کړی چې لېمه هادي يې وړاندې کوي اېډېټ: لېمه هادي

Pa.azadiradio.com 

په نيپال کې د طوفان په نتيجه کې ۲۷ کسان وژل شوي

په نيپال کې د طوفان په نتيجه کې اووه ویشت کسان وژل شوي دي. د معلوماتو له مخې، د نیپال په جنوب کې له څو ورځو راهیسې طوفانونو ونې او د برق ستنې له بېخه ايستلي چې له کبله يې خلکو ته زیان اوښتی دی.  د ژغورنې عمله سيمې ته رسېدلې او خلکو ته د مرستې رسولو عملیات دوام لري. د نيپال د پوځ ژغورونکي ټيمونه د دې هېواد له پولیسو سره یو ځای له پلازمېنې کتمندو لسګونه کیلومتره لېرې په طوفان ځپلې باره سیمه کې د ژغورنې عملیات پر مخ وړي.  بېځایه شویو او زیانمنو شويو ته خوراکي توکي او روغتيايي خدمات رسول شوي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

فېسبوک د پاکستاني پوځ ۱۰۳ اکاونټونه وتړل

رویټرز خبري اژانس لیکي د ټولنیزو رابطو وېبپاڼې فېسبوک ویلي دوی هغه ۱۰۳ فېسبوک پاڼې او اکاونټونه تړلي چې د دوی په وینا د پاکستاني پوځ عامه اړیکو چارواکیو چلول.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بانک د پاکستاني "حبیب بانک" فعالیت بند کړ

د افغانستان بانک د "حبیب بانک" په نوم د یوه پاکستاني بانک فعالیت بند کړی دی. د دغه بانک ویاند ایمل عاشور نن ازادي راډیو ته وویل چې حبیب بانک د افغانستان د بانکي سیستم اصول په پام کې نه‌نیول او په‌دغه هېواد کې یې پانګونه نه‌کوله. په افغانیو باندې د معاملاتو نه‌مخته وړل هم د حبیب بانک د جواز د لغوه کېدو یو بل دلیل یاد شوی دی. حبیب بانک په‌دې اړه کومه تبصره نه‌ده کړې.

Pa.azadiradio.com 

فیسبوک د پاکستاني پوځ سره تړلې ۱۰۳پاڼې، ګروپونه او اکونټونه لېرې کړل

فیسبوک ټولنیزې شبکې اعلان کړی چې د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو د څانګې «ای.اېس.پي.ار» سره تړلې ۱۰۳ پاڼې، ګروپونه او اکونټونه یې لېرې کړي. د فیسبوک د سایبري امنیت د برخې مسؤل نتانیل ګلایچر نن په یوه بیان کې ویلي چې په پاکستان کې دغو فیسبوکونو د نه اعتماد وړ چارې مخته وړلې. ګلایچر زیاته کړې، که څه هم د دوه میلیونه او اته لکه خلکو درلودونکو دغو پاڼو، اکونټونو او شبکو خپل هویت پټ کړی و خو دوی پرې پوه شول چې د «ای.اېس.پي.ار» یا د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو لپاره یې کار کاوه. «ای.اېس.پي.ار» سمدستي غبرګون نه‌دی ښودلی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خلیل‌زاد د افغان حکومت له مؤظف شویو چارواکو سره وکتل

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیل‌زاد ویلي چې نن‌یې د سولې د پروسې لپاره د افغان حکومت له مؤظف شویو چارواکو سره وکتل. خلیل‌زاد په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د افغان ولسمشر د دفتر له رئیس سلام رحیمي او د سولې په اړه د سیمه‌ییزې اجماع په چارو کې د افغان ولسمشر خاص استازي او د سولې شورا د دارالانشاء رئیس عمر داوودزي سره کتلي. ښاغلي خلیل‌زاد ویلي چې له دوی سره‌یې د بین‌الافغاني خبرو په لور د پرمختګ په جدیت بحث کړی دی. زلمی خلیل‌زاد پرون شپه کابل ته رسېدلی او تمه ده... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

استرالیا پرله پسې د کرکټ په پنځمو لوبو کې پاکستان ته ماته ورکړه

د استرالیا کرکټ لوبډلې د پنځو لوبو په لړۍ کې په پرله پسې ډول په پنځمې لوبه کې هم پاکستان ته ماته ورکړه. د استرالیا لوبډلې په خپلې وروستۍ دغه پنځوس اوریزه لوبه کې پاکستان لوبډلې ته د ٢٠ منډو په توپیر سره ماته ورکړه او د پنځو لوبو سیریز یې وګاټه. استرالیا لومړی بیټنګ وکړ او په پنځوسو اورونو کې یې ٣٢٧ منډې وکړی، خو پاکستان یې په ځواب کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو سره ٣٠٧ منډې جوړې کړې. د یادونې وړ ده چې دا په یو ورځنیو لوبو کې د استرالیا پرله پسې اتمه کامیابي ده.

Pa.azadiradio.com 

شبرغان کې د بزګر ورځ او د بزګرو ماشومانو نڅا

سږکال د نورو کلونو په پرتله په شبرغان ښار کې د بزګر د ورځې جشن په ځانګړو مراسمو سره ولمانځل شو. د ازادي راډیو خبریال عالم رحمانیار په‌دې اړه راپور چمتو کړی چې لېمه هادي یې وړاندې کوي.