World News in Pashto
Апрель
2019

Новости за 13.04.2019

Mashaalradio.com 

د نيوزيلېنډ کرايسټچرچ قربيانو ته عقيدت

د پاکستان پنجاب صوبې په جنګ ضلع کې په زرګونو کسانو د نېوزيلېنډ کرايسټچرچ پر دوو جوماتونو د ډزو په پيښه کې وژل شويو ۵۰ کسانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې کړې.

Mashaalradio.com 

په چارسده کې د سپرلي مېله

په چارسده کې د ځايي انتظامیې لخوا یوه مېله وشوه چې پکې د سکولونو ماشومانو، مېرمنو او سړو ګډون وکړ. په دې مېله کې خلکو له موسیقۍ او اتڼونو خوندونه واخېستل. ځینو مشال راډیو سره په خبرو کې ویلي چې دا ډول مېلې دوی د سولې نښې بولي.  په دې اړه د شبیر احمد جان ویډیويي رپورټ وګورئ. په دې اړه د شبیر احمد جان ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

ملي امنیت په هلمند کې د وروستیو عملیاتو په اړه وضاحت ورکړ

د افغانستان د ملي امنیت ریاست په هلمند کې د هغو وروستیو عملیاتو په اړه وضاحت ورکړی چې په ترڅ کې یې د دوو ښځو په شمول څو تنه نیول شوي وو. د ملي امنیت ریاست په یوې اعلامیې کې ویلي، دا عملیات له القاعده شبکې سره د یوې پټې تړلې ډلې پر ضد شوي او زیاتوي: "د ولسمشر د لارښوونې سره سم دوه ښځې چې په دې عملیاتو کې د ملي امنیت د ښځینه کارمندانو له خوا نیول شوې وې، د معلوماتو تر اخیستو وروسته د هېواد د قوانینو او اسلامي ارزښتونو سره سمې بېرته د دوی کورنیو ته سپارل شوي دي." په اعلامیه کې په هلمند کې د دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملي امنیت: په کندهار کې د طالبانو یوه ۱۹ کسیزه ډله نیول شوې

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، په کندهار کې یې د طالبانو یوه ۱۹ کسیزه ترهګره شبکه نېولې ده.  د ملي امنیت ریاست نن شنبه په یوې خبرپاڼې کې ویلي، په نیول شویو کسانو کې د طالبانو درې قوماندانان هم شامل دي. د ملي امنیت ریاست زیاتوي، نور الله چې په ابوظهر مشهور و او فاتح دواړو د څلوېښت کسیزو ډلو قوماندانان دي چې نیول شوي. همدارنګه په زابل کې د طالبانو د سرې قطعې یو قوماندان حمیدالله چې په ثاقب مشهور و، هم د نیول شویو ۱۹ کسانو په ډله کې یاد شوی دی. د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، دا ډله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کیم جونګ اون وایي، له ټرمپ سره په مشروط ډول درېیمې لیدنې ته چمتو دی

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ویلي، د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره په مشروط ډول درېیمې لیدنې ته چمتو دی. دا خبره د شنبې په ورځ د شمالي کوریا دولتي رسنیو د نوموړي له قوله خپره کړه. د کوریا مرکزي خبري اژانس د کیم له خولې ویلي: "موږ به په صبر د دې کال تر پای پورې د امریکا متحدو ایالتونو ته انتظار وکړو، څو یو باجرأته پرېکړه وکړي." د دې خبري اژانس په حواله، کیم په فبرورۍ میاشت کې له ولسمشر ټرمپ سره د خپلې دوهمې سرمشریزې د ناکامۍ سبب د امریکا یو اړخیزې غوښتنې بللې دي. نوموړي ویلي، دې غوښتنو... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په سوات کې د سپرلي مشاعره

په سوات کې د سپرلي په مناسبت یوه ښکلې مشاعره وشوه چې پکې د بیا بیلو سیمو شاعرانو ګډون وکړ او خلکو له مشاعرې زیات خوندونه واخېستل. په مشاعره کې د پښتو ژبې نامتو شاعر او د ریډیو پاکستان سره وابسته لایق زاده لایق ته د سرو زرو تاج هم په سر کړل شو. په سپرلي کې په افغانستان او پښتونخوا کې پښتانه شاعران مشاعرې جوړوي چې پکې د ژوند د بیلا بېلو طبقو سره تړاو لرونکي خلک ګډون کوي. له سواته نیاز احمد خان ویډیويي راپور را استولی دی.

Mashaalradio.com 

د مشال خان د دویم تلین پر مهال غونډې او لاریونونه کېږي

پېښور ـ په داسې حال کې چې د اپریل پر ۱۳مه، د مشال خان د وژنې دوه کاله پوره شول، د مدني ټولنو غړي، د زده کوونکیو سازمانونه او د هغه کورنۍ وايي، په ټول پاکستان کې یې لاریونونه او احتجاجي غونډې په پام کې نېولې دي.

Pa.azadiradio.com 

پر سوریې د اسرائیلو مشکوکو هوايي بریدونو ۶ سرتېري ټپیان کړي

په سوریه کې پر یوې پوځې سیمې د اسرائیلو مشکوکو هوايي بریدونو د شنبې په ورځ شپږ سرتېري ټپیان کړي او څو ودانۍ یې نړولې دي. دا خبره د سوریې دولتي خبري اژانس سنا کړې. د سوریې یوه پوځي چارواکي دولتي رسنیو ته ویلي، اسرائیلو په حما کې مصایف ښارګوټي ته نږدې پر یوې پوځي اکاډمۍ برید کړی دی. د سوریې د بشري حقونو د څارنې بریتانیا مېشتې ډلې ویلي، د اسرائیلو دې هوايي ګوزارونو درې اهداف ویشتي او ۱۷ سرتېري یې ټپیان کړي دي. دا ډله وايي، په بریدونو کې ځیني کسان وژل شوي هم دي، خو څرګنده نه ده چې په کوم شمېر... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د مومندو یو شمېر مشران وايي انضمام نه غواړي

د مومندو په غلنۍ تحصیل کې قبایلي مشرانو په خېبر پښتونخوا د ګډېدو پرضد لویه احتجاجي غونډه کړې ده. په دې غونډه کې د ټولې مومند قبایلي ضلعې ترڅنګ د وزیرستان یوشمېر مشران هم ورغلي وو. دوی وویل قبایلي سیمې ډېرې په چټکۍ په خېبر پښتونخوا ګډې شوې وې او دا انضمام دې لغوه شي. په دې اړه دا ویډويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

جان هنټمسن: واشنګټن د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا دفاع ته ژمن دی

په روسیه کې د امریکا سفیر وايي، واشنګټن د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا دفاع ته ژمن دی او زیاته کړې یې ده چې د مسکو له خوا د کریمیا د لاندې کولو او د اوکراین په ختیځ کې د کړکېچ راپورته کولو مسئلې له روسیې سره د امریکا په اړیکو کې د وروستۍ خرابۍ اساسي برخه ده. د ازادي راډیو له روسۍ څانګې سره په مرکه کې جان هنټمسن همدارنګه له روسیې غوښتي، څو په داسې یوې مرستندویه پروسه کې ښکېل شي چې له مخې یې د اوکراین خلک د خپل ملت بېرته اعاده وګوري. هنټسمن له ازادي راډیو سره په مرکه کې ویلي: "موږ ته د اوکراین ځمکنۍ... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

شمالي وزیرستان کې د کرم تنګي ډېم جوړولو پرضد احتجاج شوی

بنو ـ د شمالي وزیرستان په شوه تحصیل کې د دواړو وزیرستانونونو ځايي خلکو د کرم تنګي په نوم د ډیم پرضد احتجاج کړی چې پکې د نورو ترڅنګ علي وزیر او محسن دوړ هم ګډون کړی دی. دوی دواړه په قامي اسمبلۍ کې د وزیرستانونو استازي دي.

Mashaalradio.com 

اسلام اباد کې د سټېټ لایف کارکوونکو احتجاج

د پاکستان له مختلفو برخو سره تعلق لرونکي، د پاکستان سټېټ لايف کارکوونکي په اسلام اباد کې په احتجاج دي. دوی له حکومته د دې ادارې د نوی مشر د لرې کولو او له دوی سره چې کومې ژمنې شوې وې د هغو، د پوره کولو غوښنته کوي. په دې اړه د عمران یونس ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

افغان حکومت د طالبانو له خوا د پسرلنیو عملیاتو اعلان غندلی

افغان حکومت د طالبانو له خوا د پسرلنیو عملیاتو اعلان غندلی او دا یې په افغانستان کې د دې ډلې د جګړې د دوام نښه بللې ده. له ارګ څخه یوه خپره شوې خبرپاڼه وايي "د طالبانو عملیات په داسې حال کې اعلانېږي چې د افغانستان حکومت په نوښت او ټینګار په افغانستان کې د تحمیلي جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅې په شدت سره دوام لري او دا ډله د متحدو ایالاتو له مذاکره کوونکي پلاوي سره په مستقیم ډول د سولې په مذاکراتو بوخته ده." د ولسمشرۍ له دفتره خپرې شوې خبرپاڼې د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو اعلان د افغانستان او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په شیرزادو ولسوالۍ کې چاودنو او نښتو ۲ سرتېري او ۲۷ وسله وال وژلي

د ننګرهار چارواکي وايي، په شیرازدو ولسوالۍ کې جګړه پای ته رسېدلې او دغلته اضافي امنیتي ځواکونه استول شوي دي. تېره شپه وسله والو طالبانو د شيرزادو ولسوالۍ ته څېرمه دوه موټري بمي چاودنې کړې وې او وروسته له امنیتي ځواکونو سره په درنه جګړه اوښتي وو.  د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګياڼی وايي: "د دې چاودنو او نښتو په پايله کې ۲۷ تنه وسله وال وژل شوي او ۳۲ تنه نور زخميان شوي دي، متاسفانه د جګړې په پایله کې دوه تنه امنيتي سرتېري شهیدان شوي او اته نور ټپیان دي چې د دوو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی."... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مسؤلین: د فراه سوداګرې ښځې لاسي صنایع د پلور لپاره ایران ته استوي

د فراه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې له ناامنیو او ځینو نورو ستونزو سره سره د دغه ولایت سوداګرې ښځې په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي. د دغې خونې رئیس عسکر ګمنام نن ازادي راډيو ته وویل چې د دغه ولایت ښځې زیاتره د خوراکي موادو د تولید، خامک او چرم ګنډلو او دغه شان د کرنې په برخه کې کار کوي. خو په خبره یې چې د دوی د محصولاتو د پلور لپاره کوم ځانګړی بازار نه دی رامنځته شوی او ډېری ښځې خپل لاسي صنایع په ځانګړې توګه خامکي توکي د پلور لپاره ایران ته استوي. ښاغلي ګمنام وايي، دوی په وار وار د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرنې وزارت په هېوا کې د ځمکو د قطريي خړوبولو ۴۲ شبکې جوړوي

د افغانستان د کرنې او مالدراۍ وزارت وايي چې د کرنیزو محصولاتو د زیاتېدو په هدف یې د هېواد په پنځو زونونو کې د ځمکو د قطريي اوبه کولو ۴۲ شبکې جوړوي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه شبکې روان لمریز کال په کابل، ننګرهار، هرات او بغلان ولایتونو کې جوړېږي. ښاغلی رستمي زیاتوي، د ځمکو قطريي اوبه کول د کرنیزو محصولاتو په زیاتېدو سربېره د اوبو له ضایع کېدو مخنیوی هم کېږي. د کرنې او مالدارۍ وزارت د ویاند په خبره، یاد وزارت په پام کې لري چې په راتلونکو کلونو کې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم دا ډول شبکې جوړې کړي.