World News in Pashto
Ноябрь
2019

Новости за 01.11.2019

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ مهم خبرونه له ازادي سټوډیو وګورئ

لسګونه زره کسانو نن د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د عمران خان پر ضد مظاهره وکړه. چینایانو نن رسماً د فایف جي یا پنځم نسل د انټرڼیټ کارول پیل کړل. سعودي عربستان لومړی وار د ښځو د کشتي کچ یا ازادې غېږې کوربه و. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد کې د اپوزشن ګوندونو احتجاج

په اسلام اباد کې د جمیعت علمای اسلام (ف) په مشرۍ د یو شمېر اپوزیشن ګوندونو احتجاج روان دي. مولانا فضل الرحمان وايي، وزیراعظم عمران خان دې دوو ورځو کې استعفا ورکړي. پر دې موضوع د مشال راډيو ځانګړی ویډیويي بحث وګورئ چې ګل ایاز او داود خټک یې وړاندې کوي.

Mashaalradio.com 

اسلام اباد کې د 'ازادۍ مارچ' ګډونوال

د جمعیت علمای اسلام په مشرۍ د اسلام اباد په اېچ -۹ سېکټر کې د 'ازادۍ مارچ' ګډونوالو ته چې د اپوزېشن ګوندونه یې ملاتړي دي مولانا فضل الرحمن په خپله وینا کې د پاکستان واکدارانو ته د دوو ورځو مهلت ورکړ چې له وزیر اعظم خان څخه دې استعفا واخلي که نه نو په دغه غونډه کې دوې ورځې بس د راتلونکې تګلاره ټاکي

Mashaalradio.com 

د قبایلي سیمو ترقۍ لپاره شوي اعلانونه به عملي کېږي: اعلا وزیر محمود خان

د خیبر پښتونخوا اعلا وزير محمود خان په پنجشنبه د شمالي وزيرستان ميرامشا کې یوې ولسي ناستې ته وویل، د سیمې لپاره اعلان شوي ټول ترقياتي کارونه به سر ته رسیږي خو پر دې مهال مشرانو شکايت کولو چې وزيراعظم او نورو چارواکو اعلانونه کړي خو عمل نه پرې کېږي. د عمر وزیر ویډيو راپور

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د سرپل په سانچارک کې د طالبانو حمله په شا تمبول شوې

د سرپل ولايت چارواکي وايي، د سانچارک ولسوالۍ پر پوستو د وسله والو طالبانو حمله په شا تمبول شوې ده. د سانچارک ولسوال نن ازادي راډيو ته وويل، تېره شپه ناوخته شااوخوا ٢٠٠ وسله والو طالبانو له درېيو لوريو د دې ولسوالۍ پر پوستو حمله پيل کړه. نقيب الله دقيق وايي، په توپخانه کلي کې دغه نښته تر نن سهار پنځو بجو روانه وه چې په نتيجه کې يې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دی وایي: "د دښمن حملې په شا وتمبول شوې، د دښمن تر ١٥ زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، له بده مرغه زموږ دوه محلي پوليس هم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امريکا پر روسيې تور ولګاوه چې په چيلي کې یې شخړو ته لمن وهلې

د امريکا متحدو ايالتونو پر روسيې تور ولګاوه چې په چيلي کې یې شخړو ته لمن وهلې. په چيلي کې د وروستيو ورځو په اعتراضونو او ناکراريو کې تر ٢٠ زيات کسان وژل شوي دي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه لوړرتبه چارواکي پرون وويل: "څرګندې نښې شته چې ځيني کسان د ټولنيزو رسنيو په استفادې او ناوړه استفادې سره هڅه کوي چې دغه ناکرارۍ منحرفې کړي." د دغه چارواکي په خبره، موږ داسې نښې نښانې ليدلي چې روسيه د بحث د منفي بهير ملاتړ کوي. دغه چارواکي چې نوم يې نه دى اخيستل شوى، زياته کړې چې مسکو په جنوبي امريکا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې زرګونه کسان په اعتراض راوتلي

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د يوه تُندلاري مذهبي ګوند زرګونه غړي په اعتراض راوتلي دي. دوى د اقتصادي ستونزو له کبله د صدراعظم عمران خان د استعفا غوښتنه کوي. د جمعيت علماى اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د ازادۍ د مارش په نوم دغه لاريون تېره يکشنبه له کراچۍ ښاره پيل کړ. مظاهره چيان تېره شپه ناوخته په حکومت ضد اعتراض کې د راغونډېدو لپاره په بس موټرو، بايسکلونو او شخصي موټرو کې اسلام ته رسېدلي دي. په اسلام اباد کې د ازادۍ مارش ته په خپله وينا کې د پاکستان د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وويل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې د يوه افغان وژنې د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو غوصه پارولې

هغې وژنې د ټولنیزو رسنیو د افغان کاروونکو سخته غوصه راپارولې چې په موټر کې روان یو پلار د خپلې څلور کلنې لور او نورو ماشومانو په وړاندې وژل شوی دی. چارواکي وايي، د امان الله په نوم پر دې افغان پرون پنجشنبې د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ نقیبي مېنه کې هغه مهال وسله والو برید وکړ چې له خپلو ماشومانو سره په موټر کې کندهار ښار ته په سودا اخیستلو پسې روان و. د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي ازادي راډيو ته وویل، وژل شوی کس د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکی او یو نظامي سرتېری و. د بهير په وینا، په برید کې یاد... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په پکتیا کې د طالبانو په یوه برید کې ۲ پولیس وژل شوي

د پکتیا امنیتي چارواکي وایي، تېره شپه وسله والو طالبانو د پکتیا ولایت د احمد ابا ولسوالۍ اړوند مچلغو بند د عامه نظم سرتېرو پر پوستو برید کړی.  د پکتیا د امنیې قوماندانۍ ویاند سردارولي تبسم نن د جمعې د ورځې په سهار ازادي راډیو ته وویل چې په دې نښته کې دوه د عامه نظم پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.  ذیبح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي، په دې برید کې د پوستې د نیولو او د ۵ پولیسو د وژلو ادعا کوي.

Pa.azadiradio.com 

"خلیلزاد په کابل کې د طالبانو د بندیانو پر تبادلې خبرې کړي"

چارواکي وايي، د افغان سولې لپاره د واشنګټن استازی زلمی خلیلزاد پرون ماښام په کابل کې و او هڅه کوي چې د طالبانو سره د بندیانو پر یوې داسې تبادلې خبرې وکړي چې له مخې یې د پوهنتون د دوو تښتول شویو بهرینو استادانو خوشې کېدو ته لاره هواره شي. اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په یو راپور کې د یو شمېر داسې چارواکو له خولې چې د ښاغلي خلیلزاد له هڅو خبر دي، وايي چې زلمی خلیلزاد د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په دې هڅو غواړي چې هم دا دوه بهرني استادان خوشې شي او هم د سولې بهیر بېرته پیل شي. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

داعش د ابوبکر البغدادي د مرګ خبر تأیید او بل نوی خلیفه یې وټاکه

د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې یا داعش د خپل مشر ابوبکر البغدادي د وژل کېدو خبر تأیید او خپل نوی خلیفه يې هم معرفي کړ. د داعش یوې سرچینې پرون د اکټوبر په ۳۱مه په غږېز پیغام کې ویلي چې د دې ډلې نوی خلیفه ابو ابراهیم الهاشمي القریشي نومېږي. دا لا نه ده څرګنده چې قریشي څوک دی. په پروني غږېز پیغام کې د داعش د ویاند او د بغدادي د نږدې ملګري ابو حسن المهاجر د وژل کېدو خبر هم تأیید شوی دی. ابوبکر البغدادي د ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې د داعش مشر و. بغدادي د اکټوبر په ۲۶مه د سوریې په ادليب ښار کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پروان پوهنتون محصلانې: غیر مسؤل وسله وال کسان لیلیې ته تګ راتګ کوي

د پروان د دولتي پوهنتون رئيس او یو شمېر محصلانې وايي چې د نجونو د لیلې امنیت د اندېښنې وړ دی. د نجونو په لیلیه کې استوګنې نجونې ادعا کوي چې غیر مسؤل وسله وال کسان لیلیې ته تګ راتګ کوي، د شپې له خوا د ګزمې او څارنې څوک نشته او نا څرګند کسان وخت نا وخت ډبرې ور ولي او حکومتي چارواکو يې غږ نه دی اروېدلی. د پروان د دولتي پوهنتون یوې محصلې لیزا احمدي پرون د اکټوبر په ۳۱مه د ازادي راډیو خبریال ته وویل: "موږ کورنیو دلته سبق ویلو ته را استولې یوو، خو متاسفانه امنیت دلته ښه نه دی، موږ څو واره غوښتنه کړې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

برېښنا شرکت: خلک باید د بې برقۍ د ستونزې د حل لپاره همکاري وکړي

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، خلک باید د بې برقۍ د ستونزې د حل لپاره همکاري ورسره وکړي. د دې ادارې ویاند وحیدالله توحیدي پرون د اکټوبر په ۳۱مه ازادي راډيو ته وویل چې که خلک له عام المنفعه پروژو په ساتنه کې مرسته ورسره ونه کړي، د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه نه شي حل کېدلی. وحیدالله توحیدي وویل: "که وګړي یا ډلې د خپلو ګټو لپاره د برېښنا ستنې الوځوي، نو واضح ده چې دا ستونزه نه شي حل کېدلی." ناڅرګندو وسله والو کسانو د اکټوبر د اتمې په ماښام د جنوبي سالګ د تنګي اجان په سیمه کې د وارداتي برېښنا یوه پایه په ماین والوځوله. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا او چین د تجارتي لانجې د حل د موافقې د لاسلیک ځای معلوموي

د امریکا د متحدو ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ ویلي چې ډېر ژر به اعلان وکړي چې د چین له ولسمشر سره د تجارتي لانجې د حل موافقه چېرته لاسلیک کوي. تمه ده چې د امریکا او چین ولسمشران به د دواړو هېوادونو ترمنځ د روان تجارتي جنګ د سړولو لپاره چې نړیوال اقتصاد ته یې سخت زیان اړولی، پر یو لړ اقداماتو موافقه وکړي. مخکې داسې ګڼل شوې وه چې د چیلي حکومت به د نومبر د میاشتې په نیمايي کې د اسیا پسفیک هېوادونو د اقتصادي همکارۍ د سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو د غونډې کوربه وي او هلته به دا موافقه لاسلیک شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا استازو جرګې د ټرمپ په اړه د څېړنو د بل پړاو بسته تصویب کړه

د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د اقداماتو هغه بسته چې د جمهور رئيس ډونالد ټرمپ د استیضاح په اړه د تحقیقاتو بل پړاو ته لار پرانیزي، تصویب کړه. د استازو مجلس پرون د اکټوبر په ۳۱مه په دې اړه رأی ګیري وکړه چې ټولو جمهوري غوښتونکو او یوازې دوو ډموکراتانو منفي رأیه ورکړه. په ټوله کې د مجلس ۲۳۲ غړو مثبتې او ۱۹۶ غړو منفي رأیې ورکړې دي.  د مجلس مشرې نانسي پلوسي د سپټمبر په ۲۴مه غوښتنه کړې وه چې د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ د استیضاح په اړه تحقیقات پیل شي. د کانګرس په استازو مجلس کې پرونۍ رأی ګیري د پلوسي د غوښتنې لومړی رسمي ملاتړ بلل کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هوک: تهران په سوریه او عراق کې د ملېشو پر تمویل ۱۶ میلیارده ډالر لګولي

د ایران لپاره د امریکا ځانګړی استازی براین هوک وايي، تهران په سوریه او عراق کې د شیعه مشرتابه لرونکو ملېشو پر تمویل ۱۶ میلیارده ډالر لګولي دي. هوک دا څرګندونې د سعودي ټلویزیونې شبکې العربیه سره په مرکه کې وکړې، خو خو دا یې مشخصه نه کړه چې ایران دقیقاً دا پیسې له کوم تر کوم وخته لګولي. په عراق د امریکا د یرغل او د صدام حسین د رژیم له نسکورېدو وروسته ایران په عراق کې خپل نفوذ پراخ کړ او دغلته یې د پیاوړو شیعه ملېشو چې ډېر کله له سني اقلیت سره په کړکېچ کې ښکېل وي، ملاتړ پراخ کړ. واشنګټن لا هم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سیګار: افغان ځواکونه د دوبي په ۳میاشتو کې په دفاعي حالت کې وو او زیات تلفات ور اوښتي

د افغانستان د بیارغولو لپاره د امریکا د لګښت د ځانګړي مفتش دفتر سیګار پرون د اکټوبر په ۳۱مه د دوبي موسم په درېیو میاشتو کې د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو د فعالیت او تلفاتو په اړه رپوټ خپور کړ.