World News in Pashto
Апрель
2025

Новости за 29.04.2025

Pa.azadiradio.com 

ننګرهار کې د یوې امنیتي پوستې اشپز د پوستې درې ساتونکي وژلي دي

ننګرهار کې د طالبانو د یوې پوستې اشپز د پوستې په ساتونکو ډزې کړي چې لږ تر لږه درې تنه یې وژلي او دوه نور یې ټپيان کړي دي. د ننګرهار یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې پیښه نن سهار ( سه شنبه د ثور نهمه) په شیرزاد ولسوالۍ کې شوې ده. بل لورته د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند سید طیب حماد رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې پیښه تایید کړې او ویلې یې دي چې اشپز چې له ډزو وروسته یې د تیښتې هڅه کوله، نیول شوی دی. د پیښې د لامل او انګیزې په اړه څه نه دي ویل شوي او د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویلي چې په دې اړه پلټنه کوي.

Pa.azadiradio.com 

د پلازمینې کابل اوسیدنکي؛ انټرنیټي شبکو ته ډیر فیس ورکوو، خو د انټرنیټ کیفیت يې ټیټ دی

د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي د دوی په سیمو کې د انټرنیټ له کمزوري کیفیت شکایت کوي. دوی ازادي راډيو ته وویل،که څه هم دوی د انټرنیټ لپاره مخابراتي شبکو ته لوړ میاشتنی فیس ورکوي خو د انټرنیټ ټیټ کیفیت د دوی ستونزې نه شي حل کولای. د کابل اوسېدونکې مرسل وايي خپلو دوستانو او خپلوانو سره د خبرو لپاره په خپل سیم کې انترنیټ فعالوي خو دا چې کیفیت يې خورا کمزوری دی نه شي کولای په سمه توګه ترې استفاده وکړي. مرسل ازادي راډیو ته وویل، "کله چې موږ ایران، پاکستان او یا اروپايي هیوادونو کې خپلو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو عالي کمشنري؛ له راستنو شویو کورنیو سره د بشري مرستو لپاره د بودیجې له کمښت سره مخ یو

په داسې حال کې چې له ایران او پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په تېزې روانه ده د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ (یو این ایچ سي ار) ویلي د راستنېدونکو کډوالو د وضعت د حل لپاره د بودجې له کمښت سره مخ دي. دغه سازمان په خپل تازه راپور کې چې پرون د اپریل په ۲۸ مه یې خپور کړی ویلي، د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې یې د اړتیا وړ بودجې یوازې ۶ سلنه ترلاسه کړې ده. (یو این ایچ سي ار) ویلي، په دې موده کې یې د ۱۷۹ عشاریه ۱ میلیون ډالرو اړتیا وړ بودجې څخه یوازې ۹ میلیونه ترلاسه کړي... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

خيبر پښتونخوا اسمبلۍ د علي وزير د خوشې کولو قرارداد منظور کړی دی

د پي ټي اېم یو مخکښ فعال او د علي وزير نېږدې ملګري بادشاه پشتین د اپرېل پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې وزیر "د پښتورګو، د وينې فشار او شکر (شوګر) ناروغۍ" لري او په وروستيو کې د "زړه" ناروغي هم ورته پيدا شوې ده.

Mashaalradio.com 

د پاکستان حکومت پر اباسین د شپږو نویو نهرونو جوړولو لانجمنه پروژه درولې ده

د پاکستان د ګډو ګټو شورا (کونسل اف کامن انټرسټس يا سي سي ای) د مرکزي حکومت د هغه اقدام ملاتړ کړی دی چې پر اباسین د شپږو نویو نهرونو (کانالونو) جوړولو پروژه د صوبو تر مینځ د موافقې تر لاسه کېدو پورې دروي.د شورا غونډه د اپرېل پر ۲۸مه په اسلام اباد کې وشوه چې د پاکستان پر وزیراعظم شهباز شریف سربېره د پاکستان د ټولو صوبو اعلاوزيرانو او يو شمېر نورو لوړپوړو حکومتي چارواکو ګډون پکې کړی وو. تر غونډې وروسته په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وويل شول: "سي سي ای د مرکزي حکومت هغه پالیسي تاییدوي چې له متقابل تفاهم پرته به هېڅ نوي نهرونه نه جوړېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین او روسیې ترمنځ د بریدونو تبادله، ۳ کسان وژل شوي دي

د اوکراین او روسیې ترمنځ د بریدونو په تبادله کې نن سهار یوه ۱۲ کلنه نجلۍ د اوکراین په دنیپروپتروسک سیمه او دوه تنه نور د روسیې په سرحدي سیمه بلګوردو کې ووژل شول. د اوکراین هوایي ځواک ویلي چې روسیې یوازې تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر اوکراین سل بې پيلوټه الوتکې توغولي دي. د دغو بریدونو پایله کې اوکراین ته مالي زیان اوښتی او درې تنه په کې ټپيان شوي هم دي. بل لورته روسي چارواکو ویلي، بلګورود کې پر یوه موټر د اوکرایني ځواکونو برید کې دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر له اوکراین سره درې ورځنی اوربند اعلان کړی.

Mashaalradio.com 

د ایران په بندر عباس کې په چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۷۰ ته رسېدلی

د ايران د هرمزګان ولايت په بندر عباس ښار کې په زوروره چاودنه کې د وژل شویو شمېر لږ تر لږه ۷۰ ته رسېدلی او تر ۱،۰۰۰ زیات ژوبل دي.د هرمزگان د بحران مدير د اپرېل پر ۲۹مه اعلان وکړ چې د شهيد رجايي بندر د پېښې په ۷۰ جسدونو کې يې تر اوسه يوازې د ۲۵ جسدونو پېژندنه ممکنه شوې ده. بلخوا د ايران ايسنا خبري اژانس د اپرېل پر ۲۹مه ليکلي دي چې د هغه هېواد د کورنيو چارو وزير اسکندر مومني په رسمي توګه اعلان وکړ چې په "شهيد رجايي" بندر کې د اور وژنې عمليات پاى ته رسېدلي او اوس د پېښې د ځای پاکولو، د ملبې ليرې کولو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تېر کال د هند او افغانستان د سوداګرۍ کچه ۸۹۰ میلیونه ډالره وه

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې یې له هند سره د سوداګرۍ کچه ۸۹۰ میلیونه ډالره وه. د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد نن سه شنبه رسنیو ته ویلي چې د سوداګرۍ په دې کچه کې ۶۲۷ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او ۲۶۳ میلیونو په ارزښت واردات شامل دي. که څه هم معلومه نه ده چې افغانستان له هنده کوم توکي وارد کړي، خو جواد ویلي چې دوی هند ته انځر، اینجه، زعفران، ممیز، شنه زیره او بادام صادر کړي دي. افغانستان د چابهار او واګې بندرونو او یوه هوایي‌ دهلیز له لارې له هند سره سوداګریزه... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

نوشکي کې د تېلو په ټانکر کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۷۰ کسان ژوبل شوي دي

چارواکي وايي، د بلوچستان په نوشکي ضلع کې د تېلو په ټانکر کې د چاودنې له امله له لږ تر لږه ۷۰ کسان ژوبل شوي دي.ضلعي پوليس چارواکو رسنيو ته ويلي دي چې د اپرېل پر ۲۸مه د ټرکونو په ډېپو کې د وېلډېنګ پر مهال د تېلو يو ټانکر اور واخيست چې سمدستي وروسته موټروان (ډرېور) د احتمالي خطر د مخنيوي لپاره هغه ټانکر هوارې سيمې ته ورساوه. د پوليسو په وينا، پر دې مهال يوشمېر کسان راغونډ شول او کله چې د اور وژونکې ادارې کارکوونکي د ټانکر په اور وژنې بوخت ول نو د ټانکر ټانک (ټېنکۍ) وچاودېد او ګڼ کسان ژوبل شول. تر دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان دفاع وزیر: د هند پوځي یرغل نږدې دی

د پاکستان دفاع وزیر وایي، د ګاونډي هند له لوري پوځي یرغل د کشمیر د تیرې اونۍ له خونړي برید وروسته نږدې ښکاري، ځکه چې د دواړو اټومي وسلو لرونکو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

روسیې په اوکراین کې درې ورځنی اوربند اعلان کړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دوهمه نړیواله جګړه کې د نازي جرمني د ماتې د کلیزې په مناسبت له اوکراین سره د روسیې په جګړه کې درې ورځنی اوربند اعلان کړ. د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر د کرملین هغه اقدام چې د اپریل په ۲۸مه اعلان شو، صادقانه ونه باله او د سمدستي اوربند غوښتنه یې وکړه. دا په دې میاشت کې دوهم ځل دی چې کرملین د جګړې د بندولو غوښتنه کړې ده. د ایسټر د رخصتۍ په جریان کې د اوربند لپاره مخکینی وړاندیز په لویه کچه له پامه غورځول شوی و، ځکه چې روسیې او اوکراین بریدونو ته دوام ورکړ. په دې بریدونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران په بندر عباس کې د چاودنې د قربانیانو شمیر ۷۰ ته ورسید

د ایران د دولتي رسنۍ په وینا په بندرعباس کې د چاودنې د قربانیانو شمیر اویاو ته ورسید او د ټپيانو شمیر یې تر دولس سوو اوښتی دی. چارواکو پرون ناوخته وویل چې د اته څلویښت ساعتونو له تیریدو وروسته لاهم دا اور چې د شهید رجایي په بندر کې لګیدلی و نه دی مړ شوی، خو تر کنټرول لاندې راغلی دی. چارواکو تر اوسه د شهید رجایي په بندر کې د اپریل د شپږ ویشتمې نیټې د چاودنې علت سم نه دی روښانه کړی، خو خپلواکو متخصصینو ویلي دي چې دا چاودنه په ناسمه توګه د سوډیم پرکلورایډ د زیرمې له امله رامنځته شوې ده. سوډیم پرکلورایډ د توغندیو د سون په موادو کې کارول کیږي.

Pa.azadiradio.com 

سویډن له افغانستان سره دوه میلیونه او دوه لکه ډالر مرسته وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام اعلان وکړ چې د سویډن د نړیوالې پراختیایي همکارۍ ادارې د افغان میندو او ماشومانو د تغذیې د ملاتړ لپاره دوه میلیونه او دوه لکه امریکایي ډالر مرسته کړې ده. په دې مرسته به یولک او پنځه ویشت زره میندو او ماشومانو ته د دریو میاشتو په مخه مغذي خواړه چمتو شي. د خوړو نړیوال پروګرام دوشنبه( د اپریل اته ویشتمه) په یوه بیان کې وویل چې له افغانستان سره به د سویډن نوې مرسته د لسګونو زرو میندو او ماشومانو د خوارځواکۍ مخه ونیسي. په افغانستان کې د خوړو د نړیوال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یوناما: له راستنو شویو کډوالو سره مرسته کوو

یوناما ژمنه وکړه چې افغانستان ته به له ستنو شویو کډوالو سره د څښاک اوبو، روغتیا او نورو برخو کې مرستې وکړي. په افغانستان کې د ملګرو ملتو د مرستندویه پلاوي ( یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا پرون په کابل کې د طالبانو د کلیو او پراختیا وزارت له سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده سره په کتنه کې دا ژمنه وکړه. د کډوالۍ نړیوال سازمان (آی او ام) د دوشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې د اپرېل له ۴مې یې له پاکستانه راستانه شوي نږدې یو لک افغان کډوال ثبت کړي دي. دغهَ سازمان په یوه بیان کې ویلي چې له نورو مرستندویو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په بدخشان کې د یوې غونډۍ د ښویدو له امله مرګ ژوبله اوښتې

په بدخشان کې د طالبانو چارواکي وایي چې د یاوان په ولسوالي کې د یوې غونډۍ د ښویدو له امله درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو ټپي شوی دی. په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور امر حکمت الله محمدي وایي چې دا پيښه د دوشنبې په ورځ د « پتاب» په کلې کې رامنځته شوه. د ښاغلي محمدي په وینا درې تنه د نقیب الله، سمیع الله او شمس الله په نوم تر خاورې لاندې شوي او مړه شوي او د سید عمر په نوم یو تن ټپي شوی دی چې درملنه یې روانه ده. د بدخشان په یاوان ولسوالي کې هرکال د مځکې د ښوویدو د پیښو په شمول طبیعي پیښې رامنځته کیږي.

Pa.azadiradio.com 

۱۴ کلن سوریاونشي په (ای پي ایل) تاریخ جوړ کړ

د هند د کرکټ په غوره لیګ( ای پي ایل) کې د راجستان رایلز څوارلس کلن بټسمن ویبهاو سوریاونشي سلیزه جوړه کړه. دی په دې ډول د شل اوروه لوبو په تاریخ کې تر ټولو ځوان لوبغاړی شو چې سلیزه یې ووهله. سوریا ونشي د افغان لوبغاړي راشد خان په توب په پرونۍ لوبه کې شپږیزه واخیسته او خپلې سل منډې یې جوړې کړې، د دې سلیزې بل کمال دا و چې د هند په غوره لیګ سیالیو کې دوهمه تیزه سلیزه ده، تر ده مخکې تیزه سلیزه په پنخه دیرش توپونو جوړه شوې وه. چپ لاسي سوریا ونشي اووه څلویرزې او یولس شپږیزې ووهلې او په اته دیرش توپونو یې یوسل او یو منډې وکړې او وسوځید. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې نن د سیلونو د بهیدلو امکانات شته

د افغانستان په لسو ولایتونو کې نن د بارانونو او احتمالي سیلونو وړاندوینه شوې ده. د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې پرون یې خپره کړه، ویلي دي چې په تخار، بغلان، سمنګان، سرپل، بامیان، دایکنډي، غور، ننګرهار، لوګر او پکتیا کې له لسو تر پنځه ویشت ملي مترو پورې د بارانونو د وریدو اټکل کیږي. په دې خبرپاڼه کې دا هم راغلې دي چې د افغانستان په یوشمیر شمالي، جنوب ختیځو، لویدیځو او مرکزي سیمو کې د سالنګونو په ګډون د تیزو بادونو امکانات شته، چې سرعت یې په بیلابیلو سیمو کې له پنځوس څخه تر سل کیلومتره په ساعت کې اټکل کیږي.