Май
2024

Новости за 18.05.2024

Pa.azadiradio.com 

مثلث: د افغان طالبانو او پاکستان تر مینځ کړکیچ د خلکو پر ژوند څه اغېزې کوي؟

تر دې لږ څه مخکې د پاکستان د پوځ ویاند تایید کړه چې په افغانستان کې یې ځینې هدفونه ویشتي وو. تر څنګ یې پاکستان خبر ورکړی چې له امریکا سره یې د ترهګرۍ ضد هڅو او همکاریو په باب بحثونه روان کړي. صفي الله ستانکزي له خپلو مېلمنو سره ددې اونۍ مثلث کې پر همدې بحث کړئ.

Pa.azadiradio.com 

په بشکیک کې خپلو اتباعو ته د هند او پاکستان خبرداری

د قرغیزستان حکومت ویلي چې د مې د میاشتې د اوولسمې او اتلسمې په شپه کې په پلازمېنه بشکیک کې د بهرنیانو په شمول ۳۰ محصلان ژوبل شوي دي. د پاکستان حکومت تایید کړې چې لږترلږه ۱۵ وګړي یې د بشکیک په پېښو کې ټپیان شوي دي. د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د قرغیزي څانګې د راپور له مخې، دا تاوتریخوالی د پاکستان له دیپلوماتیک غبرګون سره مخامخ شوی دی. د هند او پاکستان چارواکو په بشکیک کې خپلو اتباعو ته ویلي چې د اوسیدو له ځایونو ونه وځي.

Pa.azadiradio.com 

په قرغیزستان کې لږترلږه ۳۰ بهرني محصلان ټپیان شوي

د قرغیزستان حکومت ویلي چې د مې د میاشتې د اوولسمې او اتلسمې په شپه کې په پلازمېنه بشکیک کې د بهرنیانو په شمول ۳۰ محصلان ژوبل شوي دي. داسي ښکاري چې ځايي اوسیدونکي په بهرنیو محصلانو او کډوالو پارېدلي وي. د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د قرغیزي څانګې د راپور له مخې، دا تاوتریخوالی د پاکستان له دیپلوماتیک غبرګون سره مخامخ شوی دی. د هند او پاکستان چارواکو په بشکیک کې خپلو اتباعو ته ویلي چې د اوسیدو له ځایونو ونه وځي.

Pa.azadiradio.com 

د غور د منار جام څنډو ته د سېلابونو ور رسېدل

غور کې سېلابونو منار جام د نړېدو ګواښ سره مخ کړی ازادي راډیو ته رسېدلې ویډیو څرګندوي چې په غور کې سېلابونه د منار جام څنډو ته رسېدلي او دغه تاریخي اثر د نړیدو خطر سره مخ دی.