Май
2024

Новости за 03.05.2024

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان او پاکستان کې د مطبوعاتو وضعیت څه ډول دی او د خبریالان له کومو ستونزې سره مخ دي؟

د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت پر دې موضوع خبرې کېږي چې په افغانستان او ګاونډي پاکستان کې د مطبوعاتو وضعیت څه ډول دی او خبریالان له څه ډول ستونزو او محدودیتونو سره مخامخ دي؟ ملالۍ بشیر دا خپرونه وړاندې کوي:

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې یو کتاب پلورونکی حاضر دی څو خلکو ته وړیا کتابونه ورکړي

محمد اکبر اعظمي د کابل په جوی‌شیر سیمه کې کتاب پلورنځی لري. هغه وايي، د ځوانانو له‌خوا د ټیلفونونو د ډېرې استفادې له کبله د کتاب ویلو "مطالعې" فرهنګ پیکه شوی دی. اعظمي د ځوانانو د هڅونې په پار حاضر دی څو خپل یو شمېر کتابونه په وړیا توګه لوستونکو ته ورکړي.