Май
2024

Новости за 05.05.2024

Pa.azadiradio.com 

غور کې سېلابونه

په غور ولایت کې سېلابونو درانه مالي زیانونه اړولي دي. د طالبانو ځایي چارواکو ویلي چې د دغو سېلابونو له امله لسګونه کورونه او دوکانونه ویجاړ شوي دي. ویل شوي چې ډېری دا سېلابونه په مرغاب ولسوالۍ کې راوتي دي.

Pa.azadiradio.com 

نړۍ کې د میلیونونو کسانو لوږه؛ ۱۹ سلنه خواړه ضایع کېږي

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د چاپېریالي پروګرام د وروستي راپور په اساس په نړۍ کې د خوړو ضایع کېدل یوه ستونزه ده، په ځينو هېوادونو په ځانګړې توګه په کینیا کې یو شمېر بېوزله کسان د ډېر فقر له کبله په کثافت دانیو کې په خوړو پسې ګرځي.