د پاکستان دفاع او کورنیوچارو وزیران: پاکستان کې د وروستیو ځانمرګو بریدونو عاملین افغانان و
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وایي چې روانه اونۍ په پاکستان کې د دواړو ځانمرګي بریدونو ترسره کونکي افغانان وو. نقوي نن پنجشنبې په اسلام آباد کې د پارلمان یوې غونډې ته چې جریان یې په ژوندۍ بڼه پرټلویزیون خپریده، وویل چې په اسلام آباد او واڼه کې د ځانمرګو بریدګرو هویت تثبیت شوی او دواړه افغانان وو. د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف هم نن د پارلمان په ودانۍ کې خبریالانو ته ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل چې پلټونکو په وروستي برید کې د ښکیلو کسانو په منځ کې افغان اتباع موندلي دي. هغه زیاته کړه... Читать дальше...