د هند د کرکټ ملي لوبډلې د ۶۱منډو په توپیر پاکستان ته ماتې ورکړه.
د کرکټ د شل اووریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې هند وتوانیده پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لار ومومي. دا لوبه چې د یکشنبې په ورځ د سریلانکا په کولمبو ښارکې وشوه، هند پاکستان ته په شلو اورونو کې د ۱۷۶منډو هدف ټاکلی وو. د پاکستانۍ لوبډلې په ۱۸اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۱۴منډې جوړې کړې. د هند پر وړاندې د پاکستان له ماتې وروسته دغه لوبډله اوس د جدول په دریم ځای کې ده. پاکستان مخکې د هند پر وړاندې له دې لوبې بایکاټ اعلان کړې و. له ۲۰۲۲ کال راهیسې هند له پاکستان سره پنځه... Читать дальше...