World News in Pashto
Июль
2018

Новости за 18.07.2018

Pa.azadiradio.com 

ایران د امریکا پر خلاف قانوني شکایت ثبت کړی دی

د عدالت نړیوالې محکمې یا (ICJ) تایید کړې چې ایران له دوی سره د امریکا د متحدو ایالتونو خلاف پر دې  هیواد د بندیزونو د بیرته لګولو  له کبله قانوني شکایت ثبت کړی دی.   په دې قانوني دعوه کې چې تهران د عدالت نړیوالې محکمې ته سپارلی ویل شوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران بیرته د بندیزونو په لګولو سره د تهران او د امریکا په شمول د نړۍ د شپږو پیاوړو هیوادونو ترمنځ له لاسلیک شوې اتومي توافق سرغړاوی کړی دی.   ( اۍ سي جي )  یا د عدالت لپاره نړیوالې محکمې د سه شنبې په ورځ دا خبره یوه ورځ وروسته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر ټرمپ : زه د امریکا پر عالي استخباراتي ادارو بشپړ باور لرم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د خپل هیواد د استخباراتي ادارو هغه پایله مني، چې وايي روسیې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې دده په طرفدارۍ لاسوهنه کړې. ولسمشر ټرمپ پرون په واشینګټن کې خبریالانو ته وویل:   ” زه د امریکا پر عالي استخباراتي ادارو بشپړ باور لرم او د هغوی ملاتړ کوم او تل مې کړی. خو زه ډیر قوي احساسوم چې د روسیې کړنو د انتخاباتو پر نتیجو هیڅ ډول  اغیز نه درلود. “   ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د هغه څه په اړه د خپلو متحدانو او مخالفانو د انتقادونو له یوې څپې سره مخ شو چې یوه ورځ مخکې یې ویلي وو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان حکومت غواړي چې په لوی اختر کې د طالبانو په وړاندې اوربند اعلان کړي

د افغانستان اجراییه ریاست وايي، ددې احتمال شته چې په لوی اختر کې حکومت د طالبانو په وړاندې اوربند اعلان کړي.   د افغانستان د اجراییه ریاست ویاند امید میثم د سه شنبې په ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل،  په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ښه نیت څرګندولو په هدف اوربند هغه انتخاب دی چې د حکومت مشران پرې  د راتلونکې لوی اختر لپاره غور کوي.   ” تر لوی اختر پورې کافي فرصت شته او احتمال لري چې یوه طرحه همدا وي چې موږ په لوی اختر کې د اوربند بحث مطرح کړو.“   ښاغلي میثم دا څرګندونې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د پارلماني انتخاباتو یو کاندید له یو برید روغ وتلی دی

د پاکستان پولیس وايي، د پاکستان د پارلماني انتخاباتو یو کاندید له یو برید روغ وتلی دی.   دا د پاکستان د انتخاباتو سره د تړلو بریدونو د څپې تازه پېښه ده.   د پنجاب ایالت پولیسو د سه شنبې په ورځ وویل،  پر شیخ افتاب احمد او زوی یې سلمان سرور د دوشنبې په ورځ ناوخته هغه مهال د اټک په سیمه کې برید وشو چې دوی له یوې انتخاباتي غونډې څخه کور ته د ستنیدو په حال کې وو.  پولیس وايي د افتاب احمد په موټر درې مرمۍ لګیدلې خو نوموړی له برید روغ وتلی دی.   شیخ افتاب احمد د پاکستان په پارلماني انتخاباتو کې د مسلم لیګ ن ګوند کاندید دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دهلمند والي وايې د طالب وسلوالو پر زندانونو او رهبرۍ، بریدونه زیات کړي دي

دهلمند والي وايې د ولسمشر په امر په دې ولایت کې امنیتي او دفاعي ځواکونو د وسلوالو پر زندانونو او رهبرۍ بریدونه  زیات کړي دي. تورن جنرال محمد یاسین د سه شنبه په ورځ ناوخته په یوه خبري غونډه کي وویل پر هغو ځایونو چې ګومان کې طالب مشران په کې دي او د طالبانو پر زندانو نو هوايي  او شپني عملیاتو لپاره یو کمیسون کار کوي.   ” څه مودې راهېسې د ولسمشر د هدایت سره سم ، امنیتي او کشفي ادارو ته یو کمیسون ټاکل شوی چې ، د کمیسون په ځانګړې توګه د بندیانو د خلاصون لپاره پر ټولو ممکنو لارو فعالیت پیل کړی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیې او تاجکستان شریک پوځي تمرینات پیل کړل

روسیې او تاجکستان د سه شنبې په ورځ د افغانستان سره په پوله شریک پوځي تمرینات پیل کړل چې چارواکي یې هدف د افغانستان څخه د ترهګرو  د ممکنه بریدونو په وړاندې چمتوالی بللی دی.   د فرانسې خبري اژانس د تاجکستان د دفاع وزارت په حواله ویلي چې په دې پوځي تمرینونو کې به تر لس زرو زیات سرتیري برخه ولري.   دا د پخواني شوروي ددې دوو متحدانو ترمنځ د افغانستان پوله ته څیرمه په دې بڼه لومړني پوځي تمرینات دي. د تاجکستان د دفاع وزارت ویلي، شریک ځواکونه به دغلته د افغانستان څخه د ور اوښتونکو ترهګرو د له منځه وړلو لارې چارې تمرین کړي. Читать дальше...