World News in Pashto
Июль
2018

Новости за 28.07.2018

Mashaalradio.com 

چارسده: متحده مجلس عمل په عامو انتخاباتو کې د مبینه درغلیو ضد احتجاج کړی

متحده مجلس عمل په عامو انتخاباتو کې د مبینه درغلیو پرضد نن د خیبر پښتونخوا په چارسده کې احتجاج کړی. د احتجاج ګډونوالو تور پورې کړی چې په عامو انتخاباتو کې پراخې درغلۍ شوې دي. خو د انتخاباتو کمېشن دا تورونه رد کړي دي. په دې اړه دا ویډیو وګورئ

Mashaalradio.com 

د عمران خان د حکومت په وړاندې څه ننګونې دي؟

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ویلي چې د حکومت تر جوړېدو وروسته به د هېواد اقتصاد او امنیت ښه کوي، په لکونو نوې نوکرۍ به پېدا کوي، غربت به ختموي او کروندګرو او مزدورانو ته به هم اسانتیاوې برابروي.

Pa.azadiradio.com 

د مصر یوې محکمې نن ۷۵ تنه محاکمه کړل

د مصر یوې محکمې نن ۷۵ تنه چې د اخوان المسلمین ډلې یوشمېر پېژندل شوي مشران هم په کې دي، محاکمه کړل. دا کسان په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د اسلامپالي ولسمشر محمد مرسي په ملاتړ د اعتراض په تړاو محاکمه شوي دي. د مصر پوځ په ۲۰۱۳ میلادي کال کې په زور محمد مرسي له واکه لېرې کړ چې پر ضد يې یوشمېر کسانو اعتراضي تحصن وکړ او تحصن کوونکي د پوځ په زور وشړل شول. په مصر کې د اخوان المسلمین ډلې پر فعالیت بندیز دی.  د مصر الاحرام ورځپاڼې نن وویل چې نور ۶۶۰ کسان به د روان میلادي کال په سپټمبر میاشت کې محاکمه شي.... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د تېرې شپې خسوف او د کابل ښاریانو نظرونه

دغه خسوف د پېړۍ تر ټولو اوږد خسوف و چې په ختیځې اروپا، منځني ختیځ او منځنۍ اسیا کې په واضح ډول لیدل شوی دی. په افغانستان کې د سپوږمۍ خسوف نیمه شپه پیل شو چې نېږدې دوه ساته یې دوام وکړ. د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافي د تېرې شپې د خسوف په اړه د کابل ښاریانو نظرونه راټول کړي چې دلته یې کتلای شئ:

Mashaalradio.com 

صوابۍ: متحده مجلس عمل په ټاکنو کې د مبینه درغلیو ضد احتجاج کړی

د پاکستان په ترسره شوو عامو انتخاباتو کې د مبینه درغلیو پرضد د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې د متحده مجلس عمل له خوا احتجاجي لاریون شوی دی. د لاریون مشرانو په وینا کې د انتخاباتو نتیجې رد کړې او انتخابات یې د نه منلو وړ وبلل. په دې اړه ځلاند یوسفزي ویډیو وګورئ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن انګلستان ته روانېږي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن انګلستان ته روانېږي. د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې دغه لوبډله به په انګلستان کې د ایرلنډ سیالیو لپاره تمریناتي کمپ پیل کړي. تمه ده چې دغه لوبډله د ایرلنډ په وړاندې د دریو شل اوریزو او د دریو پنځوس اوریزو لوبو لپاره تیاری ونیسي.

Pa.azadiradio.com 

بوست لوبډلې د غازي امان الله خان سیالیو اتلولي وګټل

د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د غازي امان الله خان سیالیو اتلولې بوست لوبډلې په خپل نوم کړه. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډيو ته وویل چې په پای لوبه کې سپین غر او بوست لوبډلې سره مخامخ شوې. په پای لوبه کې سپین غر د درې سوه یو یشتو منډو هدف وټاکه چې بوست لوبډلې وشو کولای چې ټاکل شوی هدف پوره کړي او بلاخره د غازي امان الله خان د سیالیو اتلولې خپله کړي. همدارنګه غوره لوبغاړو ته نقدې جایزې او کپونه هم و ویشل شول.

Mashaalradio.com 

پېښور: په عامو انتخاباتو کې د مبینه درغلیو ضد احتجاج شوی

جمعیت علما اسلام ف ډلې په عامو انتخاباتو کې د مبینه درغلیو پرضد په پېښور کې احتجاج کړی دی. هغوي وايي احتجاجونه به جاري ساتي. د انتخاباتو کمېشن دا تورونه ردوي. د مشال راډیو د خبریال غلام غوث ویډیو وګورئ

Mashaalradio.com 

د بنو خلکو په انتخاباتو کې د درغلیو تور پورې کړی

په بنو کې د صوبایي اسمبلۍ په دوو حلقو پې کې ۸۹ او پې کې ۹۰ باندې د اعلان شوو نتیجو خلاف ځايي ولس سړکونو ته راوتلی او په انتخاباتو کې يې د درغلۍ تورونه پورې کړي دي. په دې اړه د مشال راډیو د خبریال عمر دراز وزیر ویډیويي رپوټ وګورئ

Pa.azadiradio.com 

ارګ: د سولې د خبرو مالکیت د افغان حکومت دی او نړیوال ترې ملاتړی رول لري

په قطر کې د طالبانو او امریکايي چارواکو د کتنو په اړه د راپورونو له تأیید وروسته افغان حکومت وايي، نړیوال همکاران يې د سولې په پروسه کې یوازې د اسانتیاوو برابرولو او ملاتړ کوونکو رول لري. افغان حکومت وروسته په قطر کې د طالبانو او امریکایي چارواکو له لیدونو کتنو اندېښمن نه دی او ټینګار کوي چې دغه لیدنې کتنې د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې په هدف تر سره کېږي. د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د سولې د بهیر مشري او مالکیت افغان حکومت کوي او نړیوال همکاران يې په دې برخه کې یوازې د ملاتړو رول لري.

Pa.azadiradio.com 

په پنجشیر کې یو تن د نشه يي موادو د قاچاق په تور ونیول شوی

په پنجشیر ولایت کې یو تن د نشه يي موادو د قاچاقو په تور ونیول شو. په هغه خبرپاڼه کې چې د شمشاد ۲۰۲ زون قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر له خوا رسنیو ته لېږل شوې راغلي چې د پنجشیر پولیسو د سې شنبې په ورځ د تلاشۍ پر مهال شپږ نیم کېلو ګرامه چرس په داسې حال کې ونیول چې د موټر په واسطه له دې ولایت څخه ګاونډي ولایت ته قاچاق کېدل. د یادونې وړ ده چې په تېرو دوو اوونیو کې دا دوهم ځل دی چې له پنجشیر څخه په لسګونو کېلو ګرامه چرس د قاچاقو پر مهال نیول کېږي.

Pa.azadiradio.com 

بلغاریا د ښځو په اړه د اروپايي اتحادیې یو تړون غیر قانوني اعلان کړ

د بلغاریا سترې محکمې د اروپايي اتحادیې یو تړون چې د ښځو پر وړاندې د تشدد د مخنیوي په هدف جوړ شوی، پرون غیر قانوني اعلان کړ. د بلغاریا د سترې محکمې پرونۍ پرېکړې د هغه هېواد پارلمان ته د دې تړون د استولو او بحث هر امکان له منځه وړی دی. د اروپايي اتحادیې دا تړون چې په ۸۱ مخونو کې برابر شوی او هدف یې له ښځو سره د تشدد مخنیوی دی، د اروپايي شورا د بشري حقونو ادارې جوړ کړی دی. د دې تړون مخالفان چې د بلغاریا د ارتودوکسې کلیسا غړي، اپوزېسیون سوسیالیست ګوند او په بلغاریا کې د ملي وطنپالو حاکم ائتلاف... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مټېس: د امریکا حکومت په ایران کې د رژیم د تغیر په لټه کې نه دی

د امریکا د متحدو ایالاتو دفاع وزیر جيمر مټېس ویلي چې حکومت یې په ایران کې د رژیم د تغیر په لټه کې نه دی. جيمز مټېس پرون د دې پوښتنې په ځواب کې چې حکومت یې په ایران کې د رژیم د بدلون یا د حاکم رژیم د سقوط په اړه کومه پالېسي برابره کړې که نه، وویل چې تر اوسه هېڅ داسې کار نه دی شوی. د امریکا دفاع وزیر د یوشمېر نورو امریکايي چارواکو دا خبره تکرار کړه چې د متحدو ایالاتو هدف دا دی چې د ایران کړه وړه بدل شي. هغه وویل، متحد ایالات غواړي چې ایران په یوشمېر مسایلو کې چې نړیوالې ټولنې ته یې متوجې کړي، خپل دریځ بدل کړي. Читать дальше...