World News in Pashto
Июль
2018

Новости за 22.07.2018

Pa.azadiradio.com 

کابل ته د جنرال دوستم د راتګ شیبې

د افغانستان د ولسمشر لمړي مرستیال عبدالرشید دوستم کابل ته له ستنېدو وروسته په خپلو پلویانو غږ وکړ چې پيل کړي اعتراضونه پای ته ورسوي. نوموړي وویل سر له سبا باید په لارو کې درولې د تحصن خیمې ټولې شي. په دې اړه نور معلومات په همدې ویډیو کې لیدلای شئ. ویډیو او ایډیټ: تمیم اخګر

Mashaalradio.com 

د پاکستان پوځ له سپریم کورټه د قاضي صدیقي د تورونو پلټنو غوښتنه کړې

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای اېس پي ار) ویاند مېجر جنرال اصف غفور د جولای پر ۲۲مه پر ټولنیزې شبکې ټوېټر په پیغام کې له مشر قاضي میا ثاقب نثاره غوښتنه کړې چې پر عدالتونو او استخباراتي ادارو

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د طالبانو د ۲ ډلو خپلمنځي نښته کې ١١ کسان وژل شوي

د هرات ولايت چارواکي وايي چې په ادرسکن ولسوالۍ کې د طالبانو د دوو سيالو ډلو ترمنځ په وسله واله نښته کې له دواړو لوريو ١١ کسان وژل شوي دي. د والي وياند جېلاني فرهاد نن یکشنبه ازادي راډيو ته وويل، په دې پېښه کې له دواړو لوريو نامعلوم شمېر کسان ټپيان شوي هم دي. بل خوا قاري يوسف احمدي چې ځان د وسله والو طالبانو وياند معرفي کوي، وايي چې دوى شپږ اربکي وسله وال وژلي دي. تر دې مخکې هم د ملا هبت الله اخندزاده او د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ دا ډول نښتې شوې دي.

Pa.azadiradio.com 

دوستم له ١٤ مياشتنۍ جلاوطنۍ وروسته نن هېواد ته راستون شو

د افغانستان د جمهوري رياست اول مرستيال عبدالرشيد دوستم له ١٤ مياشتنۍ جلاوطنۍ وروسته نن هېواد ته راستون شو. په کابل کې ګڼ کسان چې په هغوى کې ځيني عالي رتبه دولتي چارواکي هم شامل وو، د ښاغلي دوستم هرکلي ته ورغلي وو. ښاغلي دوستم په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته په وينا کې وويل: "صحي ستونزې مې درلودې چې ترکيې ته مې سفر وکړ، هلته مې د ترکي ډاکټرانو له خوا لس پنځلس ورځې تداوي روانه وه، له روغتونه رخصت شوم، خو راته وويل شول چې بيا بيا بايد د صحي معاينې لپاره ورشم، ځکه هلته د څه مودې لپاره پاتې شوم."... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بلخ ځیني اوسېدونکي د جنايي جرایمو له زیاتوالي شکایت کوي

د مزارشریف ښار اوسېدونکي د مرموزو قتلونو او د انسان تښتونې د پېښو له زیاتوالي شکایت کوي او وايي چې له څو ورځو راپه دېخوا د یادو پېښو کچه لوړه شوې ده. د مزارشریف ښار یو شمېر اوسېدونکو د یکشنبې په ورځ د یوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې په دې ښار کې د انسان تښتونې او د قتل د پېښو د زیاتوالي په وړاندې غبرګون وښود او له حکومته یې وغوښتل چې د خلکو د ځان او مال امنیت خوندي کړي. دوی وايي چې په تېرو څو ورځو کې په مزارشریف کې د ترسره شویو قتلونو عاملین باید ونیول شي او د قانون منګولو ته تر سپارلو وروسته دې مجازات شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند یو کاندید ووژل شو

د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان سیمه کې د پاکستان د پارلماني ټاکنو لپاره د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند یو کاندید اکرام الله ګنډاپور په ځانمرګي برید کې ووژل شو. پولیس وايي، د اکرام الله ګنډاپور پر موټر دا برید د یکشنبې په ورځ د ډېره اسمعیل خان په کولاچي سیمه کې هغه وخت شوی چې ګنډاپور د انتخاباتي کمپاېن په لړ کې یوې غوندې ته روان و. که څه د لومړنیو راپورونو له مخې، په دغه برید کې اکرام الله ګنډاپور سخت ټپي شوی و، خو پاکستاني رسنۍ د ډېره اسمعیل خان د امنیتي او روغتیايي چارواکو په حواله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسرائيل وایي، د سوريې د يوه رضاکار مدني سازمان غړي یې ژغورلي

د اسرائيل پوځ وايي چې په وروستيو کې يې د سوريې د يوه رضاکار مدني سازمان غړي ژغورلي دي. رسنۍ د دغه سازمان رضاکارانو ته د سپينو خوليو لرونکي اصطلاح کاروي. دغه کسان او د هغوى د کورنيو غړي د ګولان غونډيو ته څېرمه له يوې ناکرارې سرحدي سيمې ژغورل شوي او بيا ګاونډي هېواد اردن ته لېږدول شوي دي. نننى اعلان د اول وار لپاره د سوريې په کورنۍ جګړه کې د اسرائيل ښکېلتيا ښيي. د اسرائيل پوځ په ټوېټر ليکلي: "دغه ملکيان د سوريې په جنوب کې له يوې جنګي ساحې د دوى ژوند ته د ورپېښ ګواښ له کبله بلې سيمې ته ايستل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د سفارت مخې ته د سولې د ولسي حرکت د پرلت نن ۱۰ مه ورځ ده

په کابل کې د پاکستان د سفارت مخې ته د سولې ولسي حرکت د غړو پرلت يا تحصن نن لسمې ورځې ته ورسېد. د دغه حرکت وياند بسم الله وطندوست نن يکشنبه ازادي راډيو ته وويل، تر اوسه د پاکستان د سفارت کوم استازي له دوى سره نه دي کتلي. دی زیاتوي: "تر اوسه پاکستاني چارواکو موږ ته ځواب نه دى راکړى، نه هم له هغوى سره زموږ د پوښتنو ځوابونه شته، ځکه په تېرو ٤٠ کلونو کې دغه پاکستان دى چې د افغانستان په خاوره او ولس کې لاسوهنه کوي او تر اوسه يې له دغو چارو لاس نه دى اخيستى." دغه حرکت تر دې مخکې د روسيې او امريکا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په ارزګان کې په ۲ پېښو کې دوه افراطي وسله وال وژل شوي

په ارزګان ولایت کې د ملي اردو مسؤلين وايي چې په دوو پېښو کې دوه افراطي وسله وال وژل شوي او ٨ تنه نور ټپيان شوي دي. د ملي اردو د څلورمې پلې لوا د عامه اړیکو مسؤل جان خان نصرتي نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې دغه پېښې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې شوې دي. نوموړي وویل: "د چورې ولسوالۍ په ساحاتو کې يو ترهګر وژل شوى او ٤ نور ټپيان شوي، د وطن دښمنان په دهراود ولسوالۍ کې د اول کنډک پر پرسونل حمله کړې وه چې په نتيجه کې يې يو ترهګر ووژل شو او ٤ نور ټپيان شول." ښاغلی نصرتي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې وسله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د خپلو ۴ همکارانو په وژنه تورن پولیس نیول شوی

د کندهار امنیتي مسؤلان وايي، هغه پوليس يې نيولی چې د خپلو څلورو همکارانو په وژنه تورن دى. د دوى په خبره، دغه پوليس سرتېري وړمه شپه د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ د تانګۍ درې په يوه پوسته کې خپل څلور پوليس همکاران وژلي وو. د کندهار د پوليسو ویاند څارن ضيا دراني ازادي راډيو ته وويل، د سيد نعيم په نوم دغه پوليس په ميوند ولسوالۍ کې د تېښتې پر مهال نيول شوی دى دی وایي: "مخکې له دې چې دى له ساحې ووځي، د پوليسو د تالاشۍ پر مهال پر عمومي سړک ونيول شو، دا اړخ به هم معلوم شي چې له وسله والو طالبانو سره يې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ډېره اسماعیل خان او بنو کې پر انتخاباتي امېدوارانو حملې شوې دي

د جولای پر ۲۲مه د ډېره اسماعیل په کولاچۍ کې د تحریک انصاف د نوماند اکرام الله ګنډه پور پر ګاډي په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه شپږ کسان ژوبل شوي دي. چارواکي وايي، ګنډه پور هم په برید کې ژوبل دی او د هغه ډرېور په برید کې وژل شوی. په بله پېښه کې، په بنو کې د متحده مجلس عمل پر نوماند اکرم خان دراني ډزې شوې دي چې هغه ورڅخه روغ وتلی خو لږ تر لږه دوه کسان ژوبل دي. ویډیويي رپورټ.