World News in Pashto
Январь
2019

Новости за 12.01.2019

Pa.azadiradio.com 

له وچکالۍ د نسبي خلاصي لپاره د واورو راتګ

افغانان د وارو راتګ له نسبي وچکالۍ خلاصون یادوي، د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې هم ویلي چې دا واورې کولای شي چې افغانستان له وچکالۍ وژغوري. تمیم اخګر د کابل په واورو پوښلي ښار ځینې ښکلې سیمې انځور کړي دي.

Mashaalradio.com 

مولانا فضل الرحمان : د مشرقي او مغربي پولو په اړه د پاکستان پالیسي د تضاد ښکار ده.

د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل رحمان ویلي د هیواد د مشرقي او مغربي پولو په اړه د حکومت پالیسي د تضاد ښکار ده. د جنورۍ په دولسمه نیټه په پېښور کې دګوند د مجلس عاملې د غونډی وروستو خبري کانفرانس ته په وینا کې نوموړي زیاته کړه چې یو خوا ته په مشرقی پوله د سیکانو د تګ راتګ لپاره د کرتار پوره لاره پرانستل کیږي نو بل خوا د افغانستان سره په پوله ازغن تار غځول کیږي. په دغه اړه د مشال ریډیو سره په ځانګړیو خبرو کې مولانا فضل الرحمان وویل چې د د هیواد د دواړو پولو په اړه جلا جلا پالیسۍ د هغه په اند د اندیښنې وړ دي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په جلال اباد کې سواتی شاعر محمد ګل منصور وستایل شو

د سوات د کبل سیمي ریالست شاعر محمد ګل منصور چې پر پښتونخوا سربېره په افغانستان کې یې هم د شعر مینه وال زیات دي، د هغه د دوه کتابونو «کافر جانان» او «والۍ مه خرڅوه» مخکتنه په جلال اباد کې وشوه چې ګڼو لیکوالو او شاعرانو د هغه په شعري قوت ویناوې او مقالې وارولې.

Pa.azadiradio.com 

په پاریس کې په یوه نانوايي کې چاودنې دوه تنه اور وژونکي وژلي

د پاریس په مرکزي سیمه په یوه نانوايي کې چاودنې لږترلږه دوه تنه اور وژونکي وژلي دي.  چارواکي وايي، دوی باور لري چې د شنبې د ورځې دا چاودنه د سون د ګازو له کبله رامنځته شوې ده. په پېښه کې ۴۷ کسان ټپیان شوي هم دي چې د لسو تنو روغتیايي وضعيت ښه نه دی. یو عیني شاهد د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، اور وژونکي تر چاودنې تقریباً یو ساعت مخکې دې نانوايي ته ننوتي وو. د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کریسټوف کاستانر خبریالانو ته ویلي، شااوخوا دوه سوه اور وژونکي یې سیمې ته استولي، څو لګېدلی اور ووژني او د شااوخوا ودانیو څخه خلک وباسي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په اوکراین کې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان یوه الوتکه غورځول شوې

د اوکراین په ختیځ کې د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان د څارونکو یوه ډرون الوتکه د حکومت تر کنټرول لاندې د لوهانسک اوبلاسټ د سیمې په یو کلي کې په ډزو غورځول شوې ده. په اوکراین کې د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان د څارنې ماموریت په یو راپور کې ویلي چې پېښه د جمعې په ورځ شوې ده. دا بې پیلوټه الوتکه د واورې د پاکولو د عملیاتو د څارنې لپاره کارېدله چې د سپکې وسلې ډزې پرې شوې دي. اټکل کېږي چې پر دې ډرون له ختیځې خوا له تقریباً دوه کیلومټره واټن ډزې شوي دي. د اوکراین په ختیځ کې د څارنې دې ځانګړي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په اړه د خلیلزاد او هندي چارواکو خبرې پای ته ورسېدې

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت له لورې د افغانستان د سولې او پخلاینې ځانګړي استازي پر ټوېټر لیکلي چې له هندي چارواکو سره یې خبرې پای ته ورسېدې. زلمی خلیلزاد زیاتوي چې له هندي چارواکو سره پر دې وغږېده چې څرنګه له افغانانو سره مرسته کولای شو چې دوامدارې سولې ته ورسېږي. زلمي خلیلزاد له هنده د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د ملي امنیت سلاکار اجیت ډووال او د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال ویجې ګووخال سره د افغانستان د سولې پر روانو هڅو خبرې وکړې. خلیلزاد به د جنورۍ تر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په مشرۍ ائتلاف له سوریې د پوځیانو ایستل پیل کړي

د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځ یوه ویاند وویل چې د امریکا په مشرۍ ائتلاف له سوریې د خپلو پوځیانو د ایستلو پروسه پیل کړې ده. شان راین پرون په یوې اعلامیې کې دا هم څرګنده کړه چې له سوریې څخه موږ په خپله خوښه وځو، خو نوموړي په دې برخه کې نور جزیات نه دي ورکړي. د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي دي چې د امریکا په مشرۍ ائتلاف د سوریې په حسکه ولایت کې له یوې اډې د پوځیانو د ایستلو بهیر پیل کړی دی. اسوشېټېډ پرېس اژانس بیا د دفاعي چارو د مسؤلانو په وینا خبر ورکړی دی چې د امریکا پوځ له سوریې د خپلو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: وسله والو تېره شپه په سپین بولدک کې نهه سرتېري وژلي

چارواکي وايي، وسله والو تېره شپه په سپین بولدک ولسوالۍ کې نهه سرتېري وژلي دي. په سیمه کې د پولیسو یوې باوري سرچینې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې وسله والو تېره شپه ناوخته د سپين بولدک ولسوالۍ د رباط په کلي کې پر يوه امنیتې پوسته برید کړی، د پوستې ټول سرتېري چې شمېر يې نهو تنو ته رسېده، وژل شوي او د پوستې ټول تجهيزات يې له ځان سره وړي دي. د کندهار امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي. طالبانو د برید مسؤليت منلی دی. سپین بولدک چې ډیورند کرښې ته څېرمه پرته ولسوالي ده، په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سالنګ لاره د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شوه

د سالنګ لویه لاره یو ځل بیا د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شوې ده. د سالنګونو د ساتنې او څارنې د دارې رئیس عبدالبصیر حبیبي نن سهار ازادي راډیو ته وویل، دا لویه لاره چې په وروستیو کې د سخت توفان او واورو ورېدو له کبله تړل شوې وه، نن سهار د لارې له پاکولو وروسته بېرته د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شوه. نوموړي ویلي، یوازې نن سهار په جنوبي سالنګ کې یو څه واورې راښويدلې دي چې تلفات نه لري. د سالنګونو د ساتنې او څارنې د ادارې د رئیس په وینا، دا مهال په سالنګونو کې د واورې کچه یو متر ته رسېدلې، توفان کم شوی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په فاریاب کې د طالبانو یو مهم استخبارتي چارواکی وژل شوی

افغان نظامي چارواکي وايي، په فاریاب کې یې د طالبانو یو استخبارتي چارواکی له څو نورو وسله والو سره وژلی دی. د افغانستان په شمال کې ۲۰۹ شاهین قل اردو نن په یوې اعلامیې کې ویلي، د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې په یو هدفي برید کې د دې ولایت لپاره د طالبانو استخباراتي مسؤل قاري صبغت الله له خپلو شپږو وسله والو سره وژل شوی دی. خبرپاڼه زیاتوي چې قاري صبغت الله په فاریاب کې د طالبانو مهم استخباراتي چارواکی و چې په یو دقیق هوايي برید کې په نښه شو.  وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې څه د پاسه یو ټن نشه يي مواد ونیول شول

په ننګرهار ولایت کې څه د پاسه یو ټن نشه يي مواد ونیول شول. په هغه خبرپاڼه کې چې د کورنیو چارو وزارت له خوا رسنیو ته لېږل شوې، راغلي چې په لومړۍ پېښه کې د ننګرهار له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په شیرزادو ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي موادو یوه کارخانه ویجاړه او له دې کارخانې څخه یو ټن مورفین او پنځه نیم کیلو ګرامه چرس تر لاسه او هم هلته وسوځول شول. په دوهمه پېښه کې د ننګرهار ولایت د امنیې قومندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو څلور عملیاته وکړل چې په نتېجه کې یې په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د فډرالي ادارو د یوې برخې د تړل کېدو نن ۲۱مه ورځ ده

د امریکا د حکومت د د فډرالي ادارو د یوې برخې د تړلو  نن ۲۱مه ورځ ده. دا د امریکا په تاریخ کې د فډرالي ادارو تر ټولو اوږده رخصتي ده. د دې ستونزې د پای ته رسولو لپاره تر اوسه د کانګرس د ډموکراټو غړو او سپېنې ماڼۍ خبرو اترو کومه نتیجه نه ده ورکړې. د امریکا یو شمېر فډرالي ادارې د ډېسمبر د ۲۲ مې نېټې راهېسې وروسته له هغې وتړل شوې چې د امریکا د کانګرس ډموکراټو غړو د یو دېوال د جوړولو لپاره د ولسمشر ټرمپ له خوا غوښتل شوې بودجه رد کړه. د امریکا ولسمشر ډنالد ټرمپ له مکسیکو سره پر پوله د دېوال جوړول... Читать дальше...