World News in Pashto
Январь
2019

Новости за 29.01.2019

Mashaalradio.com 

کرغیزستان کې د جبري ودونو خلاف کمپاین

په کرغیزستان کې په زوره د ودونو ضد قانون منظور شوی دی خو په هغه هېواد کې د ناویانو تښتونو پېښې لاهم کېږي. په کرغیزستان په زوره د ودونو او کورني تشدد خلاف د مهم په لړ کې یوه فیشن شو شوې ده. ویډيو: رویټرز خبري اژانس ایډیټ او جوړونکی: انیسه اجمل

Mashaalradio.com 

د خیسور پېښې ځپليو ته به ریاست انصاف ورکړي؟

په داسې حال کې چې د شمالي وزیرستان له خیسور سیمې د پوځي عملیاتو په وخت له بشري حقونو د سرغړونو راپورونه خپاره شوي دي، نن د کرښې پر غاړه خپرونه کې دغه موضوع څېړو، چې هلته د ولس غوښتنې څه دي او ریاست ځپل شویو خلکو ته د انصاف ورکولو لپاره څه هڅې کوي؟ کوربه شاهین بونیری دی.

Pa.azadiradio.com 

له ازادۍ سټوډیو څخه د نړۍ تازه پېښې

د ناټو سرمنشي له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه تازه څرګندونې کړې دي. د دې ترڅنګ به په دې خبرې ټولګه کې وګورئ چې د افغان کرکټ ټیم ګروپ په نړیوال جام کې معلوم شو او دا به ووینئ چې یو سړی یوې دنګې ودانۍ ته څرنګه پرته له وسایلو پورته کیږي

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني چارواکي: په بلوچستان یوې حملې ۳ پولیس افسران وژلي

پاکستاني چارواکي وايي، په بلوچستان ايالت کې د پولیسو پر ماموريت د وسله‌والو کسانو په حمله کې درې پولیس افسران وژل شوي دي. نن څلور کسانو په لورلايي سیمه کې د پولیسو د مرستيال پر دفتر حمله وکړه او تر یوې چاودنې وروسته وسله‌واله نښته پيل شوه. د راپورونو له مخې په‌دې حمله کې د پولیسو او ملکيانو په ګډون لس کسان ټپیان شوي دي. هېڅ ډلې د دې پيښې مسوولیت نه‌دی منلی. لورلايي د بلوچستان له مرکز کوټه ښار څخه ۲۶۰ کیلومتره لېرې موقعیت لري.

Pa.azadiradio.com 

مسکو: د ونزوئلا د ولسمشر مادورو د ملاتړ په خاطر هر اقدام کوو

د روسیې د بهرنیو چارو وزير سرګي لاوروف وايي چې مسکو به د ونزوئلا د ولسمشر نيکلاس مادورو د حکومت د ملاتړ په خاطر هر اقدام وکړي. خو د کریملین ویاند ډیمټري پېسکوف په‌دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه چې ايا روسیه به د ونزوئلا د حکومت نظامي مرسته وکړي. د مادورو له حکومت سره د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ملاتړ خبره وروسته له هغه مطرح شوه چې امریکا د ونزوئلا پر ولسمشر نيکلاس مادورو په فشار راوړلو سره د دې هېواد د تيلو پر دولتي شرکت بنديز ولګاوه. د امریکا د ماليې وزارت پرون د دغو بنديزونو خبر ورکړ. امريکا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ايټالیا له افغانستانه د خپلو ځواکونو پر ايستلو غور کوي

ايټالیا په راتلونکي يوه کال کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو پر ايستلو غور کوي. دا خبره د ايټاليا د دفاع وزارت یوه لوړپوړي چارواکي نن په روم کې وکړه. دې سرچينې خبريالانو ته ويلي، د ايټاليا د بهرنیو چارو وزيرې روبرټا پینوتي د دې هېواد له پوځه غوښتي چې له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په اړه خپل لومړی پلان جوړ کړي. د سرچينې په وينا د ځواکونو د وتلو د وخت چوکاټ ښايي ۱۲ مياشتې وي. ايټاليا په افغانستان کې له تېرو ۱۵ کلونو راهيسې نظامي حضور لري او اوس‌مهال په دې هېواد کې ۹۰۰ ځواکونه لري چې د ناټو ماموریت په چوکاټ کې فعاليت کوي.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان هوایي ځواک اوس په خپلواکه توګه عملیات کوي

د افغانستان هوایي ځواک اوس په خپلواکه توګه پوځي عملیات ترسره کوي. د دغه هېواد د هوایي ځواک عمومي قوماندان وایي چې دا مهال تر پخوا هوایي ځواک ته د پوځي عملیاتو لپاره استانتیاوې برابرې دې او د عملیاتو پوره چمتوالی لري.

Mashaalradio.com 

مسلم لیګ ن پارلمان ته د دوو نورو صوبو جوړولو بل وړاندې کړ

پاکستان مسلم لیګ ن په پنجاب کې د دوو نورو بهالپور او جنوبي پنجاب صوبو جوړولو لپاره آئیني ترمیمې بل په قامي اسمبلۍ کې جمع کړې دی او وايي باید چې د قامې اسمبلۍ راتلونکې غونډه کې دا بل په متفقه توګه منظور کړل شي.

Pa.azadiradio.com 

په قرغزستان کې يوه ښځه په نژادي نفرت اچونه تورنه شوه

په قرغزستان کې يوه ښځه د چين په شمال لوېديځه سيمه شين جيانګ کې د پېکنګ د پالېسیو پر ضد په لاريون کې په نژادي نفرت اچونه تورنه شوې ده. د قرغزستان په پلازمېنه کې يوې محکمې حکم وکړ چې ګل جميله سپرلايوا به دوه مياشتې توقيف شي. د دې قضيې په اړه پلټنې دوام لري. د بشري حقونو فعال امانبول باباکولوف د ازادي راډيو ځايي څانګې ته ويلي چې ۵۶ کلنه سپرلايوا د جنورۍ په درويشتمه ونیول شوه. دا له هغو پنځو سوو لاریون کوونکو وه چې په بشکيک کې د جنورۍ په اوولسمه راټول شوي وو او د چین په شینجیانګ سیمه کې يې د مسلمانانو د ځپنې پر ضد اعتراض کاوه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بلخ چارواکي: د شولګرې ولسوالۍ په نښته کې ۱۳ سخت دريځي وژل شوي

د بلخ ولايت د شولګره ولسوالۍ امنيتي مسوولين وايي چې د وسله‌والو طالبانو او ځايي پوليس تر منځ په نښته کې ۱۳ سخت دريځي وژل شوي دي. د شولګره امنيه قوماندان محمد عارف ازادي راډيو ته وويل چې نښته پرون ماخستن وروسته له هغه پيل شوه چې وسله‌والو طالبانو د شولګره ولسوالۍ په بودنه قلعه کلي کې د پولیسو پر پوسته تهاجمي حمله وکړه او نښته تر سهاره روانه وه. د بلخ ولایت د شولګره ولسوالۍ امنيه قوماندان ويلي چې په‌دې نښته کې شپږ ځايي پولیس هم وژل شوي او درې کسان ټپیان شوي دي او طالبانو یو ځايي پولیس برمته نيولی دی. Читать дальше...