World News in Pashto
Февраль
2019

Новости за 06.02.2019

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا وکیلانو د ارمان لوڼي د وژنې په غم کې کاربندیز وکړ

د بلوچستان په لورالايي کې د ابراهیم لوڼي د وژنې خلاف نن چارشنبه د خېبر پښتونخوا بار کونسل په اعلان د ټولې صوبې وکیلانو په عدالتونو کې پر کاربندیز دي. په پېښور های کورټ کی وکیلانو د دغه پېښي په سختو ټکیو غندنه وکړه او هغه یې ریاستي جبر او ظلم وباله. د مشال راډيو خبریال غلام غوث ویډيو

Mashaalradio.com 

د روزګان او کندهار پر لویه لار عملیات پیل شوي

چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو د روزګان او کندهار پر لویه لار د وسله والو ضد عملیات پیل کړي. افغان امنیتي ځواکونه ادعا کوي چې د لارې په اوږدو کې یې د وسله والو طالبانو پر وړاندې په جګړه کې پرمختګ کړی. خو وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي. ویډیو: شریف الله شرافت اېډېټ: ابراهیم صافی

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان کندهار په لویه لار پوځي عملیات

د ارزګان کندهار په لویه لار د وسله والو طالبانو پر ضد پوځي عملیات پیل شوي. افغان امنیتي ځواکونه ادعا کوي چې د لارې په اوږدو کې یې د وسله والو طالبانو پر وړاندې په جګړه کې پرمختګ کړی، خو وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي. ویډیو: شریف الله شرافت اېډېټ: ابراهیم صافی

Pa.azadiradio.com 

د ناټو ۲۹ غړو له دغه تړون سره د مقدونیې د یو ځای کېدو موافقه وکړه

د ناټو ۲۹ غړو نن له دغه تړون سره د مقدونیې د یو ځای کېدو موافقه لاسلیک کړه. د مقدونیې د بهرنیو چارو وزیر نیکولا دیمیتروف او د ناټو د ۲۹ غړو استازو دا هوکړه لیک امضا کړ. د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ نن په بروکسل کې د دې سند ترلاسلیک وروسته خبریالانو ته وویل: "د ناټو غړي به تاسو ته په شمالي اتلانتیک شورا کې یوه څوکۍ درکړي، تاسو به په هغو پرېکړو کې چې موږ یې د متحدینو په توګه کوو، برابر ځای ولرئ، تاسو له وړاندې زموږ په مشترکو امنیتي چارو کې همکاري کړې ده، د افغانستان په ماموریت او په جنوب ختیځې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په صوابۍ کې د غوایانو ځغل

د خېبر پښتونخوا په صوابۍ کې د غوايانو ځغل د سيمې یوه دوديزه لوبه ده چې پکې ځفلول یې ډېر ګران کار ګڼل کېږي. د صوابۍ چونترۍ کلي۱۳کلن، سعد چې د غوایانو د ځغل لوبغاړی دی وايي، اوس يې له خطرونه سره عادت شوی دی. په دې اړه د ځلاند يوسفزي ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

په تخار کې د خبریالانو د وژنې په اړه د بښنې د نړیوال سازمان غوښتنه

د بښنې نړیوال سازمان د افغانستان په تخار ولایت کې د دوو خبریالانو د وژنې په اړه د پلټنې غوښتنه کړې ده. د دغه سازمان د جنوبي اسیا د څانګې څېړونکي زمان سلطاني نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره په تخار ولایت کې د یوې راډیو په سټېشن کې دننه پر خبریالانو برید ویروونکی جنایت بللی دی. اعلامیه زیاتوي، دا برید یو ځل بیا په افغانستان کې د خبریالانو د کار پر وړاندې د خطر موجودیت ښکاره کوي. ښاغلی سلطاني وایي، افغان چارواکي دې د ټولو خبریالانو ژوند او خوندیتوب ډاډمن کړي، څو هغوی له وېرې پرته خپل کار ته دوام ورکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران د امریکا د و لسمشر د څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ایران پر ضد د امریکا د و لسمشر د څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی دی. جواد ظریف نن پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې امریکا په منځني ختیځ کې د دیکتاتورانو، قصابانو او تندلارو ملاتړ کوي. ښاغلي ظریف اشاره د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر هغو څرګندونو ته وه چې تېر ماښام یې په کانګرس کې ملت ته د خپلې وینا پر مهال ایران یو افراطي رژیم وباله. ولسمشر ټرمپ په دې وینا کې ویلي چې ایران به هېڅ کله اټمي وسله ترلاسه نه کړي. "زما ادارې په قاطعانه ډول عمل کړی، څو په نړۍ کې د ترورېزم له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان محکمې د دغه هېواد پر پوځ او پوځي استخباراتو انتقاد کړی

د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد پر پوځ او د پوځي استخباراتو پر ادارې انتقاد کړی او ترې غوښتي یې دي چې د بیان ازادي محدوده نه کړي او د دغه هېواد په سیاسي چارو کې له مداخلې لاس واخلي. د سترې محکمې دا انتقاد په یوه بې ساري فرمان کې شوی او انتقاد یې کړی چې د پاکستان استخباراتي ارګانونو د ۲۰۱۸ میلادي کال په هغو اعتراضونو کې چې مقدساتو ته د سپکاوي په اړه راپورته شوي وو، مداخله کړې ده. هغه اعتراضونه د یوې افراطي ډلې تحریک لبیک پاکستان له خوا پیل شوي وو او څو ورځې یې د دغه هېواد چارې ځنډولې وې. د... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

خوستوالو د افغان امنیتي ځواکونو او نظام د پايښت په ملاتړ لاریون وکړ

د فبورۍ پر شپږمه غرمه مهال دا ځل د خوست زرګونو اوسیدونکو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ او په افغانستان کې د نظام د پايښت په پلوی لاریون وکړ. لاریونوالو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې هېواد د څو نسلونو د پت او امنیت او د هېواد د خپلواکۍ او ځمکنې بشپړتیا ساتونکي وبلل او له هغوی يې خپل ملاتړ په ډاګه کړ. په دې اړه د نجیب الله الوخېل ویډیويي رپورټ وګورئ.

Mashaalradio.com 

مسکو غونډه کې د کابل وړاندیزونه له پامه غورځول شوي

اې ایف پي خبري اژانس لیکي په داسې حال کې چې وسله والو طالبانو د افغانستان د راتلونکي په اړه په خبرو اترو کې د کابل حکومت وړاندیزونه له پامه غورځولي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو طرفته کړل شوی دی.

Mashaalradio.com 

ننګرهار کې د ملي امنيتي ځواکونو په ملاتړ لاریون تر سره شو

په جلال اباد کې په لسګونو ولسي وګړو، مدني فعالانو او معذورانو د ماسکو په غونډه کې د طالبانو د استازي شېرمحمد عباس ستانکزي د څرګندونو پر خلاف لاریون وکړ او د خپلو ملي امنيتي ځواکونو د ملاتړ غږونه يې پورته کړل.