World News in Pashto
Февраль
2019

Новости за 13.02.2019

Pa.azadiradio.com 

ازادي ستوډیو- د نړۍ تازه خبرونه

د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د افغانستان د سولې او امنیت پر لارو چارو خبرې کیږي، جرمني په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت د یوه بل کال په مخه اوږد کړ او په دې خبرې ټولګه کې د پاکستان په شمال کې د سکي په زړه پورې لوبې درښکاره کوو چې په دې لوبو کې اوکرایني نجونو اتلولي ګټلې ده.

Pa.azadiradio.com 

افغان کرکټ لوبډلې د هند دهرادون ته له رسېدو وروسته تمرینات پیل کړي

افغان ملي لوبغاړو، د هندوستان دهرادون ښار ته له رسېدو وروسته خپل تمرینات پیل کړي دي. د کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي هغه لوبغاړي چې تراوسه په نورو ځایونو کې په سیالیو بوخت وو، هندوستان ته رسېدلي او د ملي لوبډلې په تمریناتي کمپ کې شامل شوي دي. افغان کرکټ بورډ همدا روانه اوونۍ د بېګ‌باش په لیګ کې له بوختو افغان لوبغاړو غوښتي وو چې له ایرلېنډ سره د لوبو په‌خاطر د ښه چمتوالي لپاره د ملي لوبډلې په تمریناتي کمپ کې برخه واخلي. محمد نبي عیسې خېل، راشد خان ارمان او مجیب ځدراڼ هغه افغان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له بنګله‌دیشه د کرکټ یو ورځنۍ لوبه په لوړ توپیر نېوزلېنډ وګټله

د نیوزلېنډ او بنګله‌دېش تر منځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه په لوړ توپیر نېوزلېنډ وګټله. دا لوبه چې نن د نېوزلېنډ په کوربه‌توب تر سره شوه چې په‌کې لومړی توپ‌وهنه بنګله دېشۍ لوبډلې وکړه. بنګله دېش د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سیالې لوبډلې ته د ۲۳۲ منډو هدف وټاکله چې نیوزلېنډۍ لوبډلې بیا دا هدف یوازې د دوه لوبغاړو په سوځېدو په ۴۵م اوور کې پوره کړ. دواړه هېوادونه په خپلو منځو کې درې یو ورځنۍ سیالۍ لري چې تردې دمه یو د صفر پر وړاندې کوربه نیوزلېنډ مخکې دی. د دغه لړۍ دوهمه لوبه د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۶مه او وروستۍ یوه يې هم په شلمه نېټه تر سره کیږي.

Pa.azadiradio.com 

ضمیرکابلوف او زلمی خلیل‌زاد به راتلونکې اوونۍ سره وګوري

ټاکل شوې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازی راتلونکې اوونۍ سره وګوري. د روسیې ایترتاس خبري اژانس راپور ورکړی چې ضمیرکابلوف او زلمی خلیل‌زاد به د فبروري په ۲۲ مه نېټه د ترکیې په پلازمېنه انقره کې سره وګوري. دا د کابلوف او خلیل‌زاد دوهمه لیدنه ده. امریکایي چارواکو تراوسه دا لیدنه نه تأیید او نه رد کړې ده. ایترتاس خبري آژانس د ضمیرکابلوف له قوله راپور ورکړی چې وایي، په‌دې سفرکې به د ترکیې له دیپلوماتانو سره هم د افغانستان په اړه سلا مشورې وکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جرمني: د افغان سولې په اړه د یوه نړیوال کنفرانس کوربه‌توب ته تیار یم

د جرمني حکومت ویلي چې د افغانستان د سولې په اړه د یوه نړیوال کنفرانس کوربه‌توب ته تیار دی.  د جرمني چارواکو ویلي چې په‌دې کنفرانس کې د طالبانو استازي هم ګډون کولای شي. د جرمنۍ ورځپاڼې تګ شپيګل دا خبر نن د هغه سند پر اساس خپاره کړ چې د جرمني د خارجه چارو وزارت د پارلمان غړو ته استولی دی.  جرمني اوس‌مهال په افغانستان کې تقریباً ۱۲ سوه عسکر لري، خو تر ۱۳ سوه یې زیاتولای شي. د جرمني حکومت نن د فبرورۍ په ۱۳مه په افغانستان کې د خپلو ځواکونو ماموریت هم یو کال تمدید کړ. د جرمني حکومت ویلي چې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سټولټنبرګ: افغانستان حکومت باید د سولې په ټولو خبرو کې شامل وي

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، د افغانستان حکومت باید د سولې په ټولو خبرو کې شامل وي. سټولټنبرګ نن د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په پیل کې وویل چې دغه تړون په افغانستان کې د سولې لپاره د هرې سیاسي هڅې ملاتړ کوي. په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د سبا غونډه به د افغانستان د سولې پر هڅو متمرکزه وي. د یوه بل خبر له مخې د جرمني کابینې نن په برلین کې د افغانستان لپاره د خپل ماموریت موده د یوه بل کال لپاره تمدید کړه. دغه ځواکونه به په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رحیمي: د کابل په بالاحصار د نامعلوم لوري ۲ راکټونه ویشتل شوي

د کابل په بالاحصار سیمه کې د نامعلوم لوري دوه راکټونه ویشتل شوي دي. د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي په یوه پیغام کې خبریالانو ته وویل: "دغه دوه راکټونه د کابل بالاحصار ته څېرمه په ډنډ مرغابي کې لګیدلي دي چې تلفات او زیان نه‌لري." د ښاغلي رحیمي په خبره امنیتي ځواکونو په‌دې اړه پلټنې پیل کړي دي. تر اوسه د دې پېښې مسولیت چا نه‌دی منلی.

Pa.azadiradio.com 

د صبغت‌الله مجددي جنازه د کابل په عاشقان او عارفان کې خاورو ته وسپارل شوه

د جهادي رهبر او پخواني ولسمشر حضرت صبغت‌الله مجددي جنازه نن د کابل په عاشقان او عارفان سیمه کې د نوموړي په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه. افغان ولسمشر اشرف غني نن په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ښاغلي مجددي د جنازې په مراسمو کې د نوموړي د خدمتونو ستاینه وکړه: "د افغانستان د اسلامي دولت د لومړني جمهور رئیس په توګه ده واک له کوم تعلل پرته خپل ځای ناستي شهید استاد رباني ته انتقال کړ. د ده نقش په شوراګانو کې هم رغنده و."  د نجات ملي جبهې د ګوند مشر او د افغانستان پخوانی ولسمشر صبغت الله مجددي د سې شنبې په شپه په کابل کې د۹۳ کلنۍ په عمر وفات شو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې له ۱۸ کلونو د کم عمره ځوانانو د فوټبال لیګ پیلېږي

په کابل کې له ۱۸ کلونو څخه د کم عمره ځوانانو د فوټبال لیګ پیلېږي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د دې مطلب له بیان سره وايي، د فوټبال لیګ په‌دغو سیالیو کې به له کابل ولایت څخه اته مخکښه لوبډلې ولوبېږي. د یاد فدراسیون د مطبوعاتو امر شفیع شاداب ازادي راډيو ته وویل، سیالۍ د راتلونکي شنبې په ورځ پیلېږي. ټاکل شوې دا سیالۍ د فوټبال فدراسیون په سټډیوم کې پیل شي. د فوټبال فدراسیون دا سیالۍ داسې وخت اعلانوي چې همدا تېره اوونۍ دغه فدراسیون د کابل په کچه د مېرمنو لوبډلو تر منځ سیالۍ هم تر سره کړې.

Pa.azadiradio.com 

هاګ محکمه به د ایران د یوې هڅې حکم ورکړي

ټاکل شوې د عدالت نړیواله محکمه د ایران د هغې هڅې په اړه چې دغه هېواد د کنګل شوي شتمنۍ څخه د دوه میلیارده ډالرو ترلاسه کولو په اړه‌یې کوي، یو حکم ورکړي. د ایران دغه شتمنۍ د امریکا له لوري کنګل شوي دي. په هاګ کې د دغې محکمې حکم به له دې محکمې سره د واشنګټن اړیکې ترینګلي کړي. د عدالت نړیوالې محکمې په اکتوبر میاشتې کې حکم کړی و چې امریکا دې په ایران کې پر بشري موادو لګیدلي بندیزونه لغوه کړي. د امریکا سترې محکمې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې حکم وکړ چې ایران دې دغه پیسې د هغو تروریستي بریدونو د قربانیانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان چارواکي: په کندهار او زابل کې ۹ طالبان وژل شوي

افغان چارواکي په کندهار او زابل ولایتونو کې وسله‌والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکوي.  په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې افغان امنیتي ځواکونو د کندهار په نېښ او د زابل په ارغنداب او میزانې ولسوالیو کې عملیات کړي دي. د اعلامیې له مخې په‌دغو عملیاتو کې ۹ طالبان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي. وسله‌والو طالبانو تراوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي. په‌دې اعلامیې کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې یادونه نه‌ده شوې.

Mashaalradio.com 

د مومندو استادانې وايي د دوي نوکرۍ دې مستقلې شي

په مومندو کې د کمیونټي سکولونو استادانې وايي، له تېرو نهو میاشتو راهیسې تنخاګانې ورته نه دې ورکړل شوې او نه یې هم نوکرۍ پخې شوې دي. په دې اړه د شاهنواز ترکزي ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د هلمند چارواکي: په ورځني ډول ۱۳۴۰۰ لیتره شیدې تولیدېږي

د هلمند ولایت د کرنې ریاست وایي چې دغه ولایت کې په ورځني ډول ۱۳۴۰۰ لیتره شیدې تولیدېږي. د دغه ولایت د کرنې مشر زلمي الکو نن ازادي راډيو ته وویل چې په ټول هلمند ولایت کې د غواګانو ۱۷۵ فارمونه موجود دي چې په کال کې ترې په زرګونه زره لیتره شیدې تر لاسه کېږي. د ښاغلي الکو په خبره، د دغه ولایت د کرنې ریاست له لوري شااوخوا ۲۰ غواګانې بې‌سرپرسته کورنیو ته وېشل شوي چې له همدې درکه خپل کورنی اقتصاد پر مخ وړي. د هلمند ولایت د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې په‌دغه ولایت کې په زرګونه کسان په مستقیم او غیر... Читать дальше...