World News in Pashto
Июль
2019

Новости за 15.07.2019

Mashaalradio.com 

پاکستان: خبريالان مظاهرې کوي

په پاکستان کې "د بيان پر ازادۍ محدوديتونو" خلاف، خبريالان د جولای په شپاړسمه په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې کوي.

Mashaalradio.com 

خېبر پښتونخوا: سږکال د ګوزڼ ۳۵پېښې ثبت شوې

د خېبر پښتونخوا صحت ادارې چارواکي وايي تر اوسه په روان کال کې په ټول پاکستان کې د پوليو وايرس پنځه څلوېښت ناروغان ثبت يا رجسټرډ شوي دي چې ډېر يې په پښتنو سيمو کې دي.

Pa.azadiradio.com 

په روزنتونونو کې مېشت ځوانان خپل راتلونکي ته اندېښمن دي

د افغانستان په ځینو روزنتونونو کې یو شمېر ځوانان د خپل برخلیک په اړه اندېښمن دي. دا هغه ځوانان دي چې سرپرست نه‌لري او تر ۱۸ کلنۍ وروسته‌یې د ساتلو مسؤلیت روزنتونونه نه‌مني. د ازادي راډيو خبریالې فېروزه عزیزي د دوی کیسه راخیستې. وېډیو: لېمه هادي او ذکریا صفري اېډېټ: لېمه هادي

Mashaalradio.com 

نعیم توری سندرو ته معیاري شاعري انتخابوي

د "اسحاق خان هنري بنډار" په تازه خپرونه کې مو د پښتنو له نومیالي سندرغاړي نعیم توري سره خبرې کړې دي. دی د کورمې دی خو په اسلام اباد کې اوسي او خپل کاروبار کوي. په ویډیويي مرکه کې نوموړي ځېنې سندرې هم ویلې دي.

Mashaalradio.com 

خوستۍ فعالانې په ولسمشریزو انتخاباتو کې پراخ ګډون غواړي

په خوست کې لسګونه ښځو فعالانو له افغان حکومته غوښتنه کړې چې ورته دې د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د ګډون پراخه زمینه برابره کړي. دوی د جولای پر ۱۵مه په یوه غونډه کې وویل چې ګڼې ښځې تذکرې یا پېژندپاڼې نه لري. په اړه یې ویډيويي رپورټ وګورئ.

Mashaalradio.com 

سیلانیان د نیلم سیند یخې سیمې ته ورځي

له اسلام اباده ۱۰۰ کیلومیټره لري د خیبر پښتونخوا، پنجاب او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر پر پوله د کوهالې نیلم پواینټ هغه سیمه ده چې په اوړي کې ګڼ سیلانیان ورځي. هلته ورغلي خلک د نیلم سیند، غرونه او شنې ونې ویني او له موسمه خوند اخلي. په ویډیو کې مو د هغې سیمې په چکر ورولو.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

د ایران د ولسمشر حسن روحاني هغه وړاندیز چې که امریکا بندیزونه لرې کړي خبرې ورسره کوي د امریکا له خوا رد شو. د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې سیلابونو ۲۴ کسان وړي دي. د ۲۰۱۹ کال د کرکټ د نړیوال جام په ګټلو سره انګلستانیان سخت خوشاله شول. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې سېلابونو ۲۴ کسان وړي

د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې سېلابونو لږترلږه ۲۴ کسان له ځانه سره وړي دي. سیمه ییزو چارواکو نن وویل چې ښايي ټول دا ۲۴ کسان نه وي مړه او دوی هیله لري چې ځیني به یې ژوندي پاتې وي. سېلابونه له سختو اورښتونو او د سیند د اوبو له زیاتېدو سره را وتلي. چارواکو لومړی د څلورو کسانو مړینه تأیید کړې وه چې وروسته د ورکو شویو کسانو شمېر زیات شو. تر ټولو زیات د نیلم بانډې اوسېدونکو ته ډېر تاوان اوښتی چې څه باندې سل کورونه وران شوي دي. په کشمیر کې هر کال په دوبي کې سېلابونه راوځي چې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه پېښوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپایي اتحادیه د ایران او امریکا د کړکېچ د کمولو لارې لټوي

د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیران پر هغو لارو چارو غور کوي چې هدف یې د ایران او د امریکا د متحدو ایالتونو ترمنځ د کړکېچ کمول دي. د بهرنیو چارو وزیران دغه راز هڅه کوي چې تهران قانع کړي چې د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون ژمنو ته متعهد پاتې شي. د اروپايي اتحادیې د بهرنیو اړیکو مشرې فیدریکا موګریني بروکسل ته تر رسېدو وروسته خبریالانو ته وویل: موږ به وګورو چې ټول غړي هېوادونه او هم له نورو نړیوالو شریکانو سره له ایران سره د اټمي تړون د ساتلو لپاره څه کولای شو، له ټولو اقداماتو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان حکومت: په څو اوونیو کې به له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل شي

د افغانستان حکومت وایي، هیله مند دی چې په راتلونکو څو اوونیو کې د طالبانو او د افغانستان د حکومت ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې تمه ده چې د سپټمبر تر میاشتې د سولې یوه ابتدایي موافقه جوړه شي چې دده په وینا، د طالبانو او د حکومت ترمنځ د مخامخ خبرو پیلېدل به یې یوه برخه وي. ده زیاته کړه: د افغانستان د حکومت له لومړیتوبونو یوه هم د سولې پروسه ده، موږ هیله مند یوو چې تر راتلونکو څو اوونیو پورې په دې برخه کې د پرمختګونو شاهدان واوسو، ترڅو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې سما راډيو ته د ګواښ په تور یو کس نیول شوی

د غزني چارواکي وایي، هغه تورن کس یې نیولی چې د غزني یوې سیمه ییزې راډیو ته یې د طالبانو په نوم د تړلو ګواښ کړی و. د غزني د والي ویاند عارف نوري نن ازادي راډیو ته وویل چې درې ورځې مخکې د سما راډیو مسؤلینو ورسره دغه ستونزه شریکه کړې وه چې د ملي امنیت ادارې یې په وړاندې اقدام وکړ. دی وايي: درې ورځې مخکې هغه کس چې د سما راډیو کارکوونکي یې ګواښل، هغه د ملي امنیت د منسوبینو له خوا نیول شوی چې یو تنکی ځوان دی، کوم تحقیقات او پلټنې چې تراوسه شوي، کوم ګواښونه چې د ټیليفون له لارې دوی ته کېدل، د شخصي مسایلو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپایي اتحادیه د ایران او امریکا د کړکېچ پر کمولو غور کوي

د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیران پر هغو لارو چارو غور کوي چې هدف یې د ایران او د امریکا د متحدو ایالاتونو ترمنځ د کړکېچ کمول دي. د بهرنیو چارو وزیران دغه راز هڅه کوي تهران قانع کړي چې د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون ژمنو ته متعهد پاتې شي. د بهرنیو چارو وزیران به نن په بروکسل کې په غونډه کې د اروپایي اتحادیې له هغه مېکانېزم څخه د ملاتړ د زیاتولو هڅه هم وکړي چې له مخې یې له تهران سره سوداګرۍ ته پرته له دې چې د امریکا د بندیزونو تر احتمالي اغېز لاندې راشي، دوام ورکول کېږي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

نسرین بي بي ښځو او ماشومانو ته وړیا تعلیم ورکوي

د پېښور د کوز تهکال د عیسویانو په کالونۍ کې یوه ښځه ده چې له شاوخوا ۲۵ کلونو راهیسې خلکو ته لیک لوست ورزده کوي او تعلیم ورکوي. نسرین بي بي وايي، داسې یو شمېر افغان کډوالو هم ورڅخه زده کړې وکړې چې اوس هېواد ته ستانه شوي. هغې ته د پاخه عمر یوه ښځه هم د لیک لوست زده کړې ته ورځي او وايي ایله اوس یې د ارمان پوره کېدو ته وخت پیدا کړ. نور په ویډیويي رپورټ کې.

Pa.azadiradio.com 

د قرقزستان د دفاع د پخواني وزیر د نیولو امر شوی

د قرغزستان چارواکو په غیاب کې د دې هېواد د دفاع د پخواني وزیر د نیولو امر ورکړی دی. بوسورمانقل تبل داییف په فساد تورن شوی دی. د کورنیو چارو د وزارت ویاندې کریمه امانقولوا نن د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تبلداییف چې د اوسېدو ځای یې نه‌دی معلوم د نیول کېدونکو افرادو په فهرست کې یې نوم شامل شوی دی. د هغې په وینا پر نوموړي شک دی چې د جنایت کارې ډلې مشر عزیز باتوکاییف یې شپږکاله پخوا له وخته مخکې له زندانه خوشې کړی دی. د روان کال د مې له میاشتې راهیسې د پخواني مرستیال صدراعظم، د پخواني... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ميدان وردګ: لا یې نه‌شو تأییدولی چې چغتو کې دې ملکیان وژل شوي وي

د ميدان وردګ ولايت چارواکي وايي چې تراوسه نشي تأییدولی چې د دې ولایت په چغتو ولسوالۍ کې په وروستیو عملیاتو کې دې ملکیان وژل شوي وي. د والي وياند محب الله شريف‌زي نن سهار ازادي راډیو ته وویل چې د وړمې شپې په پوځي عملياتو کې چې د جغتو ولسوالۍ په څو کلیو کې ترسره شول، د طالبانو د سرې قطعې تر ٢٠ زيات غړي وژل شوي دي. په‌دې عملیاتو کې د څلورو ملکي وګړو د وژل کېدو د ادعا په اړه ښاغلي شریف‌زي وویل چې د لومړنیو معلوماتو له مخې دا هغه وسله‌وال چې په یوه کور کې یې سنګر نیولی و او له هغه ځایه یې پر امنیتي ځواکونو ډزې کولې. Читать дальше...