World News in Pashto
Июль
2019

Новости за 18.07.2019

Mashaalradio.com 

پېښور کې د ۲۵م جولای هړتال تیارنې

د پاکستان د نورو ښارونو په ګډون په پېښور کې هم مخالفو ګوندونو د ۲۰۱۸ز کال د جولای ۲۵مې ټاکنو کې د شوي درغلۍ او د تحریک انصاف د حکومت پرضد د لاریون لپاره هلې ځلې پیل کړی دی. اپوزیشن په تېرو ټاکنو کې د درغلۍ تورونه لګوي خو د پي ټي ای حکومت یې نه مني. پېښور پرېس کلب کې د مشال راډيو همکار غلام غوث د اپوزیشن له ځايي مشرانو سره خبرې کړې.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون له نوي مشرتابه سره د نږدې همکارۍ ډاډ ورکړ. په افریقا کې د ابولا وژونکي وایروس سره مبارزه روانه ده. د مخدره موادو تر ټولو لوی قاچاقچي مکسیکویي ال چاپو ګوزمن په عمربند محکوم شو. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

Mashaalradio.com 

پاکستانيو مذهبي لږکيانو ټرمپ ته فرياد وکړ

په سپينه ماڼۍ کې په شوي ملاقات کې دوی له ټرمپ څخه غوښتنه وکړه چې له پاکستاني وزيراعظم سره د ليدو پر مهال په هغه هېواد کې د لږکيو حالت په اړه ورسره وغږېږي.

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پخوانی صدراعظم خاقان عباسي د اداري فساد په تور نیول شوی

د پاکستان د اداري فساد پرضد اداره وايي، د دې هېواد پخوانی صدراعظم يې د اداري فساد په تور نیولی دی. دغې ادارې ويلي چې نن د پنجشنبې په ورځ یې په لاهور کې د ښاغلي عباسي موټر ودراوه او دی يې توقیف کړ. چارواکي په هغه قرارداد کې د عباسي رول پلټي چې په قطر کې د طبعي ګازو یوه شرکت ته ورکړل شوی وو او عباسي برخه په‌کې درلوده. ده هر ډول تورونه رد کړي دي. تر دې مخکې د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف په لسو کلونو او لور يې په اوو کلونو بند محکوم شول. پر هغوی تور وو چې په لندن کې يې د لوړې بیې اپارتمانونه پیرلي وو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د اسیا جام کې خپل بخت ازمايي

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به د اسیا جام او د ملتونو د اتلولۍ د جام د مقدماتي دور په پنځم ګروپ کې خپل بخت وازمايي. د افغانستان د بدني روزنې د ریاست ویاند عارف پیمان وايي، په‌دغه ګروپ کې به د هېواد ټیم د قطر، هند، عمان او بنګله‌دېش له لوبډلو سره مخ شي. د فیفا یا د فوټبال د نړیوال فدراسیون د پچې اچونې له مخې چې د چهارشنبې په ورځ به په مالیزیا کې واچول شوې، د اسیایي هېوادونو ۴۰ لوبډلې به په ۸ ګروپونو کې یو تر بله سیالۍ وکړي. له دغو ټیمونو نه به ۱۲ غوره ټیمونه په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د اسیا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال د ۱۹کلنو او ۱۶ کلنو لوبډلو ترمنځ سیالۍ کېږي

په پام کې ده چې د افغانستان د فوټبال د ۱۹کلنو او ۱۶ کلنو لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې دغه سیالۍ به سبا د جمعې په ورځ له غرمې مخکې د کابل ښار د فوټبال فدراسیون په سټډیوم کې ترسره شي. د افغانستان د فوټبال د ۱۹ کلنو او ۱۶ کلنو لوبډلو، د اسیا د ملتونو د سیالیو د جام او د اسیا د نړیوالې اتلولۍ د جام په درشل کې دي. د فوټبال د فدراسیون په خبره، د دغو لوبډلو سیالۍ د راتلونکو سیالیو د چمتوالي لپاره مهمې دي.

Pa.azadiradio.com 

تایلېنډ کې به د موی ټای افغان لوبغاړي د سرو زرو مډال خپل کړي؟

د افغانستان د موی ټای لوبډله، د موی ټای په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په هدف نن د پنجشنبې په ورځ ټایلینډ ته لاړه. د افغانستان د بدني روزنې ویاند عارف پیمان ازادي راډیو ته وویل، په‌دغه لوبډله کې نهه هلکان او دوه نجونې ورزشکارانې شاملې دي. د پیمان په خبره دغه سیالۍ د ۱۰۷ هېوادونو ترمنځ سبا د جمعې په ورځ پیلېږي. ده هیله وښوده چې افغان ورزشکاران په‌دغو سیالیو کې ښه وځلېږي. د افغانستان د موی ټای لوبډله په ۲۰۱۶ میلادي کال کې له دغو سیالیو نه د بُرونز مډال خپل کړی و.

Pa.azadiradio.com 

د تېلو یو بهرنۍ ټانکر له ۱۲تنه عملې سره د سپاه پاسداران ښکار شو

د ایران دولتي ټلوېزیون راپور وايي، د دې هېواد د سپاه پاسداران اسلامي انقلاب غړیو یو بهرنۍ ټانکر له ۱۲ تنه عملې سره یو ځای نیولی دی. د راپور له مخې دا ټانکر د جولای میاشتې په ۱۴مه نېټه نيول شوی دی چې غوښتل يې له ایراني قاچاق وړونکو څخه تېل بهرنیو پېرېدونکو ته ولېږدوي. همدا راز ویل شوي چې د تېلو دا ټانکر په هُرمز تنګي کې یوه ایراني ټاپو ته نېږدې نیول شوی دی. د ټانکرانو څارونکو بیا پر انټرنېټ معلومات خپاره کړي چې دا بېړۍ د متحده عربي اماراتو وه چې د جولای په ۱۴مه د ایران اوبو ته ننوتتې وه، خو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هلمند په مارجې کې د پلټنې او تلاشۍ عمليات پیل شوي

د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د پلټنې او تلاشۍ عمليات پیل شوي دي. د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسين خان وايي، امنیتي ځواکونه له نن سهار څخه د هوايي قواوو په مرسته د دغو عملياتو پړاوونه پر مخ وړي. ده وویل چې په تېرو څو ورځو کې په نهر سراج، موسی قلعه، کجکي، مارجه او ګرمسیر ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال ۴۰ د دولت وسله‌وال مخالفان وژل شوي او ټپيان شوي دي. وسله والو طالبانو په‌دې اړه څه نه‌دي ويلي. د هلمند ناارامه مارجه ولسوالۍ د دې ولایت مرکز لښکرګاه ته په ۳۵ کیلومترۍ کې موقعیت لري.

Pa.azadiradio.com 

د حافظ سعید د نیول کېدو په اړه د ټرمپ پر څرګندونو انتقادونه شوي

په پاکستان کې د حافظ سعید د نیول کېدو په اړه د امريکا د ولسمشر پر څرګندونو انتقادونه شوي دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هندوستان په ممبۍ ښار کې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د حملو د طراح حافظ سعید د نیول کېدو په اړه پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې هغه تر لس کاله لټون وروسته ونیول شو. په ممبۍ کې په حملو کې ۱۶۶ کسان وژل شوي وو. د امریکا د استازو جرګې د بهرنيو اړیکو کمېټې د ډونالډ ټرمپ د دغو څرګندونو په غبرګون کې پر ټويټر لیکلي چې حافظ سعید له لسو کلونو راهیسې په ازاده توګه ژوند کاوه او په تیرو اتلسو کلونو کې اته ځلي نیول شوی وو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوندیتوب کمېټه: افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی۵۰ سلنه کم شوی

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې چارواکي په خپل یو تازه راپور کې وايي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالی په ګراف کې د تېر کال په پرتله ۵۰ فیصده کموالی راغلی.

Mashaalradio.com 

پاکستان د فشار له کبله حافظ سعید ونیولو: ټرمپ

د امريکا ولسمشر ډونلد ترمپ له دې کبله له نيوکو سره مخ دی چې نوموړی وايي، پاکستان د ممبۍ د ۲۰۰۸م کال بريدونو ترشا مبينه لاس لرونکی حافظ سعيد د ۱۰ کالو تر لټون وروسته نيولی دی.

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه افغانستان کې د بشري حقونو کمېسیون سره همکاري غځوي

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان د بشري حقونو له خپلواک کمېسیون سره به خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي. ملګرو ملتونو نن په یوه اعلاميه کې ويلي چې د دې کمېسیون د نوې مشرې له اعلانېدو سره سم غواړي ټينګار وکړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې به له دې کمېسیون سره همکاري ته دوام ورکړي. د افغانستان جمهوري رياست پرون د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د رئيس او ٨ کمېشنرانو د بدلون خبر ورکړ. ويل شوي چې د دغه کمېسيون د پخوانۍ رئيسې سيما سمر پرځاى مېرمن شهرزاد اکبر ټاکل شوې ده. جمهوري رياست د بشري حقونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: امریکا پر «اقتصادي ترهګرۍ» لاس پورې کړی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف څرګنده کړې چې امریکا پر ایران د نویو بندیزونو په لګولو، دده په وینا پر «اقتصادي ترهګرۍ» لاس پورې کړی او له ایران سره له اټمي تړون څخه په وتلو یې «خپله پښه په مردکي ویشتي.» نوموړي چې په نیویارک کې یې د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې خبرې کولې وویل، د ولسمشر ټرمپ یو اړخېز بندیزونه، دده په وینا نا مشروع سیاسي اهدافو ته دې رسېدو لپاره تر ډېره ملکي وګړي هدف ګرځوي. جواد ظریف په دې اړه د بلومبرګ ټلویزون سره خبرې کړې دي. ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېرکال له ایران سره د شپږو... Читать дальше...