World News in Pashto
Июль
2019

Новости за 23.07.2019

Mashaalradio.com 

وزیراعظم عمران خان له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره ولیدل

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي ، دی کولای شي چې د افغانستان جګړه په یوه اونۍ کې وګټي خو د ده په وینا په داسې صورت کې به لس میلیونه خلک ووژل شي. نوموړي دا خبرې د جولايي پر ۲۲مه په سپینه ماڼۍ کې له پاکستاني وزیراعظم عمران خان سره ګډې خبرې غونډې ته په وینا کې وکړې. ولسمشر ټرمپ وویل چې پاکستان به له امریکا سره مرسته کوي چې تر ۱۸ کلنې ښکېلتیا وروسته له افغانستانه ووځي. پاکستاني وزیراعظم عمران خان وویل ، موږ اوس تر بل هر وخت زیات په افغانستان کې د سولې لپاره جوړ جاړي ته نژدې شوي یو.

Pa.azadiradio.com 

نړیوال قدرتونه له ایران سره د اټمي موافقې د ساتلو پر څرنګوالي خبرې کوي

نړیوال قدرتونه له ایران سره په روانه اوونۍ کې خبرې کوي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي موافقه څرنګه وساتل شي. د بریتانيا، فرانسې، جرمني، روسیې او چین استازي به د جولای په ۲۸مه په ویانا کې غونډه ولري. دا خبر نن د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست له ادارې خپور شوی دی. په دې اړه په بیان کې ویل شوي چې په غونډه کې به چې د فرانسې، بریتانیا، جرمني او ایران د غوښتنې له مخې جوړېږي، د اټمي موافقې د ټولو اړخونو پر عملي کولو خبرې وشي. د امریکا ولسمشر تېر کال په مې میاشت کې له دې موافقې ووت. له هغه راهیسې د اټمي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بورېس جانسن د بریتانیا صدراعظم وټاکل شو

بورېس جانسن د بریتانیا صدراعظم وټاکل شو، هغه به چې له اروپايي اتحادیې یې د بریتانیا د وتلو سخت ملاتړی دی، د ترزا مې ځای نیسي. بورېس جانسن د محافظه‌کار ګوند له لوري ټاکل شوی دی. هغه نن، د جولای په ۲۳مه په ټلوېزیوني وینا کې وویل: "موږ به د اکټوبر تر ۳۱مې برکزېټ عملي کړو، موږ به له ټولو موقعو کار واخلو، موږ یو وار بیا یو لاس یو او پر ځان باور لرو." بورېس جانسن ۵۵ کلن دی او مخکې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر و.

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ مهم خبرونه له ازادي سټوډیو

د ولسمشر ټرمپ د نویو څرګندونو په ځواب کې کابل څه وایي؟ ایران څه عکس العمل څرګند کړی او هند څه ګیله کړې ده. په دې خبرې ټولګه کې به دا هم وګورئ چې مالګه څرنګه په دښمن بدلیږي.

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني درمل او په کندهار کې د ونو وچېدل

بڼوال وایي د باغونو د مرض د ورکولو لپاره‎یې پاکستاني نباتي درمل په خپلو باغونو کې کارولي چې له امله‎یې يو شمېر ونې وچې شوې دي. د انارو بڼوال وایي سږ کال به د ځينو افتونو له امله د انارو حاصل کم وي. نور حال د صادق رښتیني په دغه وېډیویي راپور کې وګورئ. اېډېټ: تمیم اخګر

Pa.azadiradio.com 

انتخاباتي مبارزې او د ناامنۍ اندېښنې

د افغانستان د ولسمشرۍ یو شمېر انتخاباتي ټيمونه د امنیت د ټینګښت په برخه کې چې ورسره حکومت کومې ژمنې کړې وې، یوه‌يې هم عملي نه‌کړه.

Mashaalradio.com 

د عالمزېب مسید مېرمن د سپینې ماڼۍ مخې د انصاف غوښتنه کوله

د پښتون ژغورنې غورځنگ د بندیوان غړي عالمزېب مسید مېرمن نفیسه مسید د امریکا په پلازمېنه واشنگټن کې د سپینې ماڼۍ مخې ته په راوتلي احتجاج کې وویل، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ دې له پاکستان سره اقتصادي مرسته نه کوي. دا مظاهرې پر داسې مهال روانې وې چې د ولسمشر ټرمپ او پاکستاني وزیر اعظم عمران خان په لومړي ځل سرکاري ناسته لرله. نفیسې مسید د وي او ای ډیوه له خبریال رحمان بونېري سره په خبرو کې دا هم وویل چې ریاستي ادارو یې له خپل خاوند سره د رابطې ټولې لارې پرمخ تړلي دي.

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډيو ځانګړې مرکه

د ازادي راډیو په ځانګړې مرکه کې عصمت څاروان د افغانستان د اولمپیک کميټې له ریس حفیظ الله ولي رحيمي سره خبرې کړي. بشپړه مرکه دلته.

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د سوله ییز جوړجاړي په اړه له عمران خانه د ټرمپ هيله مندي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، له پاکستان سره اړیکې ښې شوي او دی خوشبین دی چې د دې هېواد صدراعظم عمران خان به په افغانستان کې له یوه سوله ییز جوړجاړي او په دې هېواد کې د نږدې اتلس کلنې جګړې له پای ته رسېدو سره مرسته وکړي.

Mashaalradio.com 

دوزخ او هیله – لومړۍ برخه

داعش جګړه مارو د ٢٠١۴ز کال په اگست کې په عراق کې په زرگونو ایزیدۍ نجونې یرغمل کړې وې. پر دغو نجونو څه تېر شوي، د امریکا غږ ډاکومېټري پرې تیاره کړې چې دا یې د لړۍ لومړۍ برخه ده.

Pa.azadiradio.com 

د جنوبي کوریا جټ الوتکو د روسیې پر الوتکو د خبرداري لپاره ډزې کړي

د جنوبي کوریا جنګي جټ الوتکو د روسیې پر پوځي الوتکو د دې لپاره چې د جنوبي کوریا فضايي حریم ته ور ننوتې وې، د خبرداري لپاره ډزې کړې دي. روېټرز خبري اژانس دا خبر د کوریا د ملي دفاع وزارت د چارواکو په حواله خپور کړی دی. د چارواکو په وینا، د روسیې جټ الوتکې نن د جولای درویشتمه سهار د ختیځ سمندرګي پر فضا الوتکې او د دوی حریم ته ور ننوتې وې. د چین د پوځ الوتکه هم د جنوبي کوریا فضا ته ور الوتې ده. د جنوبي کوریا رسمي خبري اژانس یونهاپ ویلي چې نن سهار د روسیې (اف پنځلس کې) او (اف شپاړس کې) جنګي الوتکې د دوی فضايي قلمرو ته ور تېرې شوې وې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې له چاودېدونکو موادو ډک موټر له ۳ کسانو سره نیول شوی

په غزني کې چارواکي وايي چې له چاودېدونکو موادو یو ډک موټر او درې تنه چې د انتحاري حملې پلان یې درلود، نیول شوي دي. د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري نن د جولای په درویشتمه ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو پلان درلود چې دا مواد د غزني ښار ته ولېږدوي او هلته انتحاري حمله وکړي. د نوري په وینا، مشکوک انتحاريان او چاودېدونکي مواد پرون ماښام د ګیرو ولسوالۍ د مزار په سیمه کې نیول شوي دي. وسله والو طالبانو په دې اړه خبرې نه دي کړې.

Pa.azadiradio.com 

د پکتیکا په مرکز کې نن په چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي

د پکتیکا په مرکز کې نن د جولای په درویشتمه پر ملي پولیسو په چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او درې پولیس زخمیان شوي دي. د پکتیکا د والي ویاند وویل چې په وژل شویو دوو کسانو کې یوه لس کلنه نجلۍ ده. د پکتیکا د والي ویاند شاه محمد ارین نن ازادي راډیو ته وویل چې حمله نن ماسپښین وشوه چې هدف یې د مټاخان ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالودود اندړ و. د مټاخان ولسوالۍ امنیه قوماندان له حملې روغ وتلی، خو درې ساتونکي یې زخمیان شوي دي. د حملې مسؤلیت چا نه دی اخیستی.

Pa.azadiradio.com 

خلیلزاد: ټرمپ ټینګار وکړی چې افغان جګړه کوم مسؤلانه پوځي حل نه لري

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي په یوه بل ټوېټ کې نن د جولای په درویشتمه د امریکا د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ او د پاکستان د صدراعظم، عمران خان د کتنې په اړه لیکلي: د امریکا جمهور رئیس ټینګار وکړ چې د افغانستان جګړه کوم مسؤلانه پوځي حل نه لري او سوله باید د سیاسي جوړجاړي په مرسته راشي. د خلیلزاد په لیکنه، د پاکستان صدراعظم له امریکا سره ژمنه کړې چې د سولې لپاره به ټوله هڅه وکړي.

Mashaalradio.com 

کابل د ټرمپ او عمران ترمنځ د خبرو توضیحات غوښتي

د افغانستان جمهوري ریاست د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ورستیو څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی او له ډیپلوماتیکو او دولتي لارو یې له واشنګټنه په دې اړه صراحت او توضیحات غوښتي دي.

Pa.azadiradio.com 

د کوسوو صدراعظم وایي چې له صربیا سره په مشروط ډول خبرو ته تیار دی

د کوسوو صدراعظم چې له کاره یې استعفا کړې، وايي چې له صربیا سره خبرو ته تیار دی، خو يوازې په دې شرط چې که بلګراد د کوسوو پر خاوره د سرب توکمه سیمې د جوړېدو لپاره له هڅو لاس واخلي. راموش هرادینای پرون د جولای په دوه ویشتمه د ازادې اروپا راډیو خبریال ته په مرکه کې وویل: موږ د خبرو مخالف نه یوو، په هره کچه چې وي، هر وخت چې وي، کوسوو به خپل حق ادا کوي. د کوسوو په شمال کې چې یو ميلیون او اته سوه زره وګړي لري، یونیم لکه صربیان اوسېږي. راموش هرادینای د ۲۰۱۷ میلادي کال په سپټمبر کې د صدرات پر چوکۍ کار پېل کړ. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په شپېلۍ غږولو مې مېنوال موندلي: مخور ماما

د خېبر پښتونخوا د شانګلې لري پرتې سیمې مارتنوګ کې د کوماج کلي ۸۰ کلن مخور ماما له کالونو راهیسې شپېلۍ غږوي. د مشال راډیو خبريال نياز احمدخان سره به خبرو کې هغه وویل، د شپېلۍ په غږولو یې ډېر مېنوال موندلی او خلک یې ډېر درناوی کوي.

Pa.azadiradio.com 

امنیتي چارواکو د ولسي جرګې په پرونۍ غونډه کې ژمنې تازه کړې

د افغانستان امنیتي چارواکو د ولسي جرګې په پرونۍ غونډه کې ژمنه وکړه چې د هېواد د امنیتي وضعیت د ښه کېدو، له امنیتي ځواکونو سره د مرستي، د ملکي تلفاتو د کمولو او د ځمکنيو او هوایي عملیاتو د همغږۍ لپاره به ټول مسایل د ولسي جرګې له امنیتي کمېسیون سره همغږي او په ټاکلي وخت به راپور ورکوي. د ولسي جرګې نایب منشي عرفان الله عرفان تېر ماښام په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: ژمنه وشوه چې د اړوند کمېسیون له وکیلانو سره په همغږۍ قضیې جدي تعقیب کړي، د حل لارو په اړه که هغه د حکومت یا د پارلمان په وسه وي، په ګډه... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

خوستیوال د غازي ببرک خان د کلا بیا-رغول غواړي

د افغانستان د خوست ولایت یو شمېر فرهنګیانو، ځوانانو او مدني فعالانو د غازي ببرک خان ځدراڼ پخوانی پوځي کلا ته ورغلي او په خپلو کې يې د خپلواکۍ مبارزې د دې اتل د ژوند په بېلا بېلو اړخونو خبرې کړي دي. په دې اړه د نجیب الله الوخېل ویډیويي رپورټ وګورئ.